
له څو اوونيو راهيسي چې دولت له حکمتيار سره د سولې او پخلاينې ريښتينې خبرې پيل کړې دي، د ټلواليانو، د دوی د همفکره، وړو او غټو مفسيدينو پرتوږونه ژېړ شول. د دولت، سولې او مظلوم ولس مخالفې رسنۍ د ښاغلي حکمتيار او اسلامي حزب په اړه په دروغو تبليغاتو او سپکو سپورو پيل کړی او ولس په هغه او دغه سره ډاروي. تر ټولو ستره سپين سترګي هرګوره جاوسوس با افتخار، د امنيت پخواني مشر امر الله ناصالح نن په خپل فسبوک کې وکړه. دی وايي چې بله بي ننګې تاريخ ته راځي. حکمتيار به د پنجاب د اردو په بدرګه يا په موټر يا هم په الوتکه کې کابل ته راشي، حکمتيار د افغانستان پر ضد توطئې وکړې، له ملک او خلکو سره هيڅ اشنايي نه لري، انساني داستان د ويلو لپاره نه لري...
ناصالح او د قاتلينو او غلو بانډ يې لکه چې خپله چاړه په اوبو کې ويني. له همدې امله هڅه کوي چې حکمتيار ته بې ننګه ووايي. دا يې هر ګوره هېر دي چي د دوی پر اصليت، جهادي روحيه، مقاومت، عقيده، هېوادپالنه او کلتوري ننګ نه يوازې د کي جي بي آرشيف لعنت وايي بلکې همداسې په سلګونو نور کتابونه چې د مخورو، پوه، پېژندل شويو او ريښتينو خپلواکو ليکولو لخوا ليکل شوي دي.
د ښاغلي حکمتيار له نوم سره ان د روسانو په وخت کې د جعميت ګوند، په تېره مسعود او همجرمو يې حساسيت ښوده. له همدې امله يې په شمال کې د حزب اسلامي مخکښ سربولن د خپلو شخصي او د روسانو د ګټو لپاره ووژل. د کابل جګړې يې ښه ترا بېلګه ده. د هزارګانو ټول وژن خو حکمتيار و نه کړ. همداسې يې د کرزي په وخت کې د سولې لپاره د منډو ترړو په وخت کې هڅې درواخلئ چې له اسلامي حزب سره به د سولې لپاره ناستې په يوه او بله پلمه لغوه کېدې.
ناصالح جاسوس با افتخار پوهېږي چې د دوی د جرمونو ډګر ورو – ورو تنګېږي، د فسق او فساد لمن يې کوشنی کېږي، شخصي ګټې يې د هېوادپالو مؤمنو لخوا ګواښل کېږي، د پردو لپاره يې د غلامۍ بازار ورو- ورو په خرابېدو دی. ناصالح پوهيږي چې د ښاغلي حکمتيار له راتګ سره د سولې راتګ هرو مرو دی او د يوه عادل نظام راتګ هرو مرو دی. او په داسې يوه نظام کې خو بيا د هغو پېښو پوښتنه هرو مرو ده چې د د څوارلسو کلونو په موده کې په زرګونو پښتانه د طالب او القاعده په نامه په ناټويانو په تېره امريکا وپلورل شول، ووژل شول، زنداني شول او بشپړې کورنۍ يې د القاعدې او طالبانو په نامه بمبار شوې. د دې پېښو پوښتنه ګروېږنه شته او جاوسوس با افتخار خو بايد تر نورو ټلواليانو ډېر ځوابونه ووايي. جاوسوس با افتخار به خوامخوا هڅه کوي چې له عدالت څخه وتښتي.
ناصالح په خپل پيغام کې هڅه کوي چې خپل او د خپلې خونخوارې ډلې اصليت پټ کړي. له همدې امله په ښاغلي حکمتيار تور لګوي چې د پبجاب غلام دی. دومره سپين سترګي؟؟؟
خاينه ستا مشر، رهبر او قومندان دې له کومه ځايه بسپنې اخېستلې، د کوم ځای په الوتکو کې به د نجيب له حکومت څخه تښتېدل، چېرته به پټ شول او د چا په ګاډيو کې به له يوه ځايه څخه بل ځای ته تښول؟
همدا ته په خپله چا تر دغه ځايه را ورسولې؟؟؟ د چرګانو غل او د استخباراتو رييس؟ دا خو موږ د نړۍ په هېڅ ملک کې هم نه دي ليدلي، مګر په هغه هيواد کې چې يوه بې ننګه، بې پته، مفسده او خاينه ډله د غربيانو غلامان وي.
د حکمتيار راتګ د تاريخ بې ننګې نه ده، بلکې ستاسې ټلواليانو هغه بې قيد و شرطه قوالې بې ننګي ده چې امريکايانو او انګليسانو ته مو ور لاسليک کړې. ښاغلی حکمتيار ستاسې ټلواليانو بې ننګيو، بې عزتيو او فساد مجبور کړ چې له دولت سره سولې ته کښېنې، ځکه چې حکمتيار له مورچل څخه ستاسې د بې ننګيو، غلامۍ او فساد مخه نه شوای نيولی، بهرني ملګري مو ډېر ټينګ درسره ولاړ دي. خو اوس چې ستاسې سره په يوه دفتر کې ناست وي، په بشپړ باور چې ستاسې د فساد او بې ننګۍ مخه به ونيسي.
ښاغلی حکمتيار به د پنجاب د اردو په بدرګه را نه شي، خو بيا هم که راشي ، ستاسې د جرم او جنايت په پرتله به کومه ستره غميزه نه وي. ځکه چې تاسې د امريکا د بې ۵۲ الوتکو او لس ټني بمونو په بدرګه او زور کابل ونيو. نو که د حکمتيار راتګ د هر چا په بدرګه وي، لږ تر لږه سوله ييز خو به وي.
تاسې په خپله راتګ سره کابل چور کړ، مظلوم ولس مو قتل عام کړ، د سوني، شيعه، هندو، سک، پښتون، تاجک، هزاره، ايماق، پشه يي او نورو... په پت او مال مو تېری وکړ، د مظلومانو په کورونو مو ماڼۍ جوړې کړلې، په ککريو مو يې سوداګري وکړه. او دا هم د خپلو لويديځوالو ملګرو په مرسته. حکمتيار که کابل ته خدای مه کړه له پوتين سره راشي، دومره انسايت، شرافت، هېوادپالنه، انساني کرامت ته درنښت او ورور قومونو ته به احترام ولري چې نه يوازې دی، بلکې د ده د پلويانو کړوسيان به پرې ووياړي. له تاسې سره يې همدا لوی توپير دې مظلوم ولس ته ستره ډالۍ ده.
جاوسوس با افتخار وايي چې حکمتيار د ولس لپاره کوم داستان نه لري. بي له شکه چې ښاغلی حکمتيار به ستاسې په څير خونړي داستانونه و نه لري چې ولس ته يې زمزمه کړي، حکمتيار به په ريښتيا د ناهيد او زرګونو نورو پېغلو د بې عزتۍ کريغې نکل نه کړي، خو دا چې ستاسې خونخوارانو لمن در ټولوي، په دې سره به ولس سرګرمه او لېواله وساتي. هو، دا به په ريښتيا سره د ښاغلي حکمتيار لپاره د وخت يو لوی پېغور وي چې د چرګانو غل ده ته بې ننګه وايي، خو دی په خپل پينځه څلويښت کلن سياسي شاليد هر ځل داسې موکې له لاسه ورکوي چې د غلو او مفسيدينو خولې ماتې کړي. د دې ولس هيله او غوښتنه هر ګوره دا ده چې ښاغلی حکمتيار به دا ځل د مفسيدينو د رټلو موکه کاروي.
په دې تمه او غوښتنه چې حکمتيار په خپل ټول شتون، واک و ځواک او تدبر سره بيا پرېنږدي چې پياده وزير يا پادشا شي.