
د اشغالګرو په لاس د ارګ د پاسه د رژیمونو راغورځول زمونږ د وروستي تاریخ یو تور او دردوونکی مصیبت دی له همدې کبله د ارګ واکمن له ولس سره فاصله لري او ولس د ارګ واکمنو ته د بهرنیانو په سترګه ګوري او ښه ژور نفرت ترې لري.
خو د ارګ دا چانس هغه وخت لوړ شو چې ټولنیزو رسنیو خپله لمن وغوړوله، په همدې ټولینزو رسنیو سره ارګ له انزوا څخه وژغورل شو او له نامعلوم ادرسونو او د ارګ او دولتی ماڼیو د دېوالونو تر شا یې د ټولنیزو شبکو په جال کښې مورچلونه ونیول،فرصت همدا فرصت وو، باید له لاسه یې نه وای ورکړی. د ولس خلاف دروغجن تبلیغات له همدې لارې باید ترسره شوي وای، خو د ارګ د پلویانو مصیبتونه په دې سره پای ته نه رسېدل، بلکې د ولس هغه طبقه چې دوی خپل مخالفین ګڼل اکثریت یې علمي او پوه خلک ول. دا خلک خو څه د غرونو شپانه نه ول بلکې د پوهنتونونو او علمي مراکزو وتلې څېري وې او مخالف ځکه ول چې د رژیم له تور مخ څخه یې د پرده پورته کولو په کچه د پوهې او بصیرت درلودونکي ول.همدې مخالفی علمي طبقی ارګ پال په ټولنیزو رسنیو کې هم د خلکو خندا وړ وګرځول او دلته هم له کلکې ماتې سره مخ شول،هغوی چې د پردیو په مټ هېواد ته راځي طبعي خبره ده چې د منطق له اړخه او د فکر کولو له اړخه تر ټولو ضعیفه طبقه ده.
ارګ پال او لوړ پوړي چارواکي اړ شول، چې د مخالفینو د فیسبوک د حسابونو د تړلو او د هغوی د صفحاتو د له منځه وړلو لارې خپلې کړي تر څو مخالفین وځپي ځکه له دوی سره په هغه کچه عقلي دلایل نشته ول چې د مخالفینو په وړاندې له ځان دفاع وکړي.
بالاخره د ملی امنیت او دولتي استخباراتي کړیو یوه ستره دنده همدا وګرځېدله چې د فیسبوک حسابونه له منځه وړلو باندې کار وکړي دوی د دې لپاره ځانګړي ټیمونه جوړ کړل او ډالري معاشونه یې ورکول او له دې سره جوخت
چارواکو او ارګ پالو د فیسبوک د صفحو د سپانسر کولو لپاره ډالریزو مصارفو ته لاس اوږد کړ او خپلو صفحو لپاره یې همدا طریقه غوره وګڼله.
یو وخت داسې هم راڅرګند شو چی د ملی امنیت د سلاکار اتمر او د ملی امنیت د رئیس نبیل تر منځ اختلاف راولاړ شو دواړه اړخونه یو د بل په مخالفت کښې د فیسبوک پر صفحو جوړولو او تبلیغاتو کولو اړ ول او دې ته یې هم لاس ور اوږد کړ چې یو د بل صفحات وتړي خو د اتمر او نبیل تر فزیکي جګړې وروسته ورو ورو نبیل په شا ځغاسته وکړله او ورسره سم دده فیسبوکي فعالیتونه هم خاموش شول او پر دی ټولو اتمر خپل جال وغوړولو.
اخر داسې شوله چې د دولتي مهمو چارواکو او د امنیتي ملي د سلاکار او نورو د بحث موضوع به د فیسبوک صفحات ول،چې هغه صفحه د چا ده ؟ او څومره غړي لري او یا مو په کومه کچه د مجاهدینو حسابونه له منځه یوړل.
د ویاړ ځای نه وو چې د هېواد لوړپوړي دولتي چارواکي له فیسبوکه د خپلو صفحو لپاره د ډالرو په ورکولو لګیا ول؟
مګر همدا شهرت او ویاړ بس ندی چې دولتي چارواکي پر فیسبوک ګڼ شمېر پلویان ولري چې په پیسو یی راټول کړي وي او په سلو کښې اتیا یی همدی چارواکو ته ښکنځلې کوي؟
د ارګ پالو فیسبوک مینه تر ولس مینې غښتلې ده.
نوم به یې کوم لوړ بخش سالاکار سره تړلی وی خو تر ټولو غوره فعالیت به یې په فیسبوک کې د خپلو صفحو سپانسر کول وي او د مخالفینو د حسابونو له منځه وړل!
اوس پوهېدلی شی چې د ارګ پالو او چارواکو ودانۍ یواځې په فیسبوک کښې جګې او دنګې ولاړې دي،د دوی درواغ او څو تصویرونه په فیسبوک کښې چلیږي او دلته کومه د خټو پوزه ځانونو ته تړلی شي.
خو دا ټول په دی معنی نده چې مخالفه مفکوره به ستاسې په وړاندې کمزوري شي او یا به تاسې برلاسي وی د مطبوعاتو او ټولنیزو رسنیو پر مخ همدا ستاسې ضعف دی چې له دې پراخه امکاناتو او ناروا کړنو سره بیا هم د ولس له کلک غبرګون سره مخ کیږی ،تر ټولو ډېر بد رد په همدې رسنیو کښې دولتي چارواکو ته هدیه کیږي چې دوی یې هم په ورین تندي مني او ویاړ یی ګڼي!
دولتي چارواکي که خپل مخالفین هر څومره د تروریست په نوم معرفی کړي خو دا خبره څرګنده ده چې دوی د همدی د دوی په اصطلاح تروریستو مفکورو په وړاندې په قلم او منطق کښې مات دی او همدې لویه نښه هم دا ده چې لوړپوړي چارواکي د ټولنیزو رسنیو په جال کښې په سنګرونو او ترور کولو باندې خپل وخت تېروی،د څو حزبیانو او څو طالبانو د حسابونو له منځه وړل بری ندی بلکې د همدې کړغېړنو چارواکو د ناپوهۍ څرګندونه کوي چې هېڅ معقول ځواب خپلو مخالفینو ته نه لري.
زمونږ هیله ده چې فیسبوک اداره زمونږ دولتي چارواکو ته په فیسبوک کښې د صفحو پر ځای ودانۍ او کټونه هم جوړ کړي تر څو له انزوا څخه لږ وژغورل شي او خپل بې کاره وخت همدلته تیر کړي.
د فیسبوکي دولت د تر فیسبوکه باقي وي د واکمنۍ ساحه یې د په همدې مجازي نړۍ کښې تل د زوال په څپو کښې راګیره وي.
په درنښت