له جعلي بانک نوټونو تر جعلي طالبانو!


روسانو چې استاد برهان الدین رباني لپاره د پیسو د چاپولو او را ایستلو تصمیم نیولو په دې کښې یې د استاد سره د مینې او د روسانو ته د کړو خدمتونو بدل اېښودلو،د کمونستانو او پرچمیانو ائتلاف په جمیعت کښې راټول او روس او ایران اکمالول د حزب اسلامي افغانستان په خلاف د هر راز جګړې لپاره د روسانو په لمسون اماده شوی ول،سپیڅلی احساس د پیسو مینې په یوه دردونکي مرګ سره له منځه وړی وو د څو کلونو جهادي نوم د روس په لمنه کښې پریوتل وو له کمونستانو سره په صف کښې درېدل وو او د خپل ولس په خلاف جګړه.
استاد له افغانیو سره د ډېرې مینې په دود د پنځو او لس زرو نوټونه راوایستل ،روسانو ته اسانه وو دا کار او په دې سره یې مرتده ټلواله په لوړ اقتصادی حالت کښې ساتله خو دې کار په شمال کښې پر ځینو سیمو واکمن جنرال دوستم د صبر پرجوشه کاسه هم لړزولې وه همغه وو چې دوستم هم د استاد رباني غوندې چپه پر خره سور شو او د بانک نوټونو په را ایستلو یی پیل وکړ.
لکه څنګه چې د دوستم طبیعت او فکر له شخړو ناانډولیو او سختیو سره لاس او ګرېوان دي په همدې ډول د دوستم بانکي نوټونه هم د رباني تر نوټونو لوړه وراچوله نه یواځې ځنې کرښې او لیکونه یی ورسره توپیر درلود بلکې د جنرال صاحب نوټونه به د پلاستیک غوندې غږ جګولو او خلکو به ورته دوستمي پیسې ویلې.
که له یوه لوري استاد خیانت کړی وو او د روسانو په مټ یې پیسې چاپولې له بل لوري جنرال صېب د همدې پیسو جعلکاري کوله او د هېواد او ولس له ارزښتونو سره د پردیو په وسلو او پیسو جګړه روانه وه .
دا دي استاد رباني له پیسو او د جنرال دوستم له پیسو او جعل کاریو کلونه تېر شول خو لا اوس هم دوی پر همغه خیانت باندې لګیا دي،استاد مړ شوی دی خو داسې یو تور ذهینت یې تربیه کړی دی چې نه پوهیږم د ده لپاره به اخرت ته څه ورلیږي؟
هغه مهال چې طالبان له پاکستانه راوټوکېدل استاد ربانې هم ورسره په جوش شو او حزب اسلامي باندې یې بمونه ورول خو ورو ورو دا غلې مینه رسوا شوله او حزب د جګړې محاذ دوی او طالبانو ته ورپرېښود .
د طالبانو تر ځغاستې او د امریکایانو او لاسپوڅیو تر بري وروسته هېواد د یوه نوي کړکېچ په درشل ودرېد له یوه لوري حزب اسلامي د جهاد اعلان کړی وو او صمیمي وو چې امریکایان به ماتوي له بل لوري امریکایان او لاسپوڅي یې د واقعی مجاهدینو د مخنیوي،د جعلي ډلګیو او ورانوونکی او تخریبونکو جوړښتونو د رامنځته کولو هڅې کولې تر څو سپېڅلې مبارزه بدنامه کړي.
د طالبانو تحریک چې له پیله له بې نظمۍ سرټکولو د دې ډول جوړښتونه اصل محور وګرځېد.
اوس چې د هېواد په شمال کښې اخو ډب جوړیږي ورسره سم د جعلي طالبانو اوازه جګه شوله دا ځل بانک نوټونه نه ول جعلي، بلکې انسانان په جعلي توګه راڅرګند شول هغه هم یواځې فردي مسئله نه ده بلکې یوه امارت او ګوند د جعلي کېدو خبرې کیږي.
د بانک نوټونو په جعلی راوتلو ډېر فکر نه کوو ځکه هر څوک کاغذونه لوبولی شي خو د یوه امارت پر جعلي راایستلو افسوس په کار دی هلته چې د مشر افتخاری لقب یې امیر المومنین وي ،یو څوک چې د خپل صف څخه په دې کچه بې خبره او غافل وي چې د دوی په نوم جعلي جوړښتونه رامنځته کیږی او دوی هم ورته خوښ وي نو یقینا چې د امیر المومنین دا تش افتخاري نوم هم د دوی پر ضعیفو بدنونو لوی پنډ دی چې د وړلو وړتیا یې خوب او محال ده.
د طالبانو مشران او مسئولین پر دی د خوښۍ احساس کوي چې یوڅوک راپورته شي او د امارت تر نوم لاندې یو مظلوم ووژنې او د امارت نوم یاد کړي،همدومره سپک اعلان او سپکه شهرت ته اړتیا؟ او بیا د همدې وژنو او جګړو تر شا اعطامحمد نور غوندې یو لوی ډاکو او ملي غدار راڅرګند شي.
ویل کیږي چې ښاغلی نور په ځنو حالاتو کښې د ځنو خاصو کسانو له لوري په ټاکلو سیمو کښې سپین بیرغونه پر ټانکونو ورپوي او بیا یې دی د ځپلو لپاره ور وخوځیږي ،پراخ غنیمتونه تری لاسته راوړي په ټانکونو د امارت ځوړند سپین بیرغونه چپه وځوړوي او ووایی دا دي د شمال فاتح د وخت میوند ونیو ،طالب غریب او عجیب مسئولین چې د پېښې له درک څخه عاجز وي یواځې د دی سره چې ښاغلي نور د امارت نوم او بیرغ یاد کړل د خوښۍ من من غوښې اخلي.
او کله هم ښاغلی نور په شمال کښې ځنې سیمې تخلیه کړي سیمه طالبانو ته خوشي کړي طالبان فکر کوي چې دوی نو همدا دي چې نور نو پر چین ور اوړي خو وروسته اعطامحمد نور له خپلو تورو طرحو سره پرې راغبرګ شي او ګڼ شمېر مظلوم خلک ووژنې کورونه وران کړي او جګړه وګټي او د جګړې اتل نو طبعي خبره ده چې ښاغلی نور وي،طالبان یواځې د بې هدفه جګړې پر شهرت او نوم باندې نازیږي همغه د مسجد په محراب کښې د مرداري کوونکي شخص د شهرت قیصه ترې راسپړل کیږي.
د بدمرغۍ ځای خو دا ده چې د حرکتونو او ګوندونو جعلي جوړښتونه تشکیلیږي ،د بانک نوټ سپکه به دومره سپکه نه وي لکه د جعلي حرکتونو سپکه.
د جنرال دوستم جعلي نوټونه او د اعطامحمد نور جعلي طالبان سره یو نه شو ګڼلی،ښاغلی نور د طالبانو تحریک ته لویه سپکه اړولې هغومره چې دا تشه ډکول د امارت له وسه وتلې ښکاري او د راتلونکي په لوربه امارت د ولس له کلک نفرت سره مخ کړي لکه دوستمي جعلی نوټونه!
په درنښت