د افغانستان اوسمهاله معضله له بده مرغه څو ابعاد او اړخونه لري، له همدې امله یې د حل لارې موندل هغومره ساده او اسانه نه دي، څومره یې چې فکر کېږي. ولسمشر غني د خپلې پوهې، ځیرکتیا، وړتیا، ملي او سیاسي ارادې او دقیق پلان او برنامې په اساس کوښښ کوي چې د افغانستان د معضلې غوټه د اقتصادي همکاریو په اساس اسانه کړي او د اقتصادي همکاریو او اړیکو د پیاوړتیا په برکت ورته مناسبه حل لاره پیدا کړي.
د ولسمشر غني هڅه داده چې غواړي د سیمې د هېوادونو، ولسونو او حکومتونو تر منځ اقتصادي اړیکې او همکارۍ پیاوړې کړي، ځکه کله چې د ولسونو او هېوادونو اقتصادي ګټې یو په بل پورې وتړل شي، نو بیا همداسې ورسره د ولسونو خواخوږي هم زیاتېږي او د حکومتونو همکاري هم.
موږ او تاسو ټول د دې شاهدان یوو چې د تېر حکومت پرمهال په افغانستان کې نړیوالې همکارۍ محسوسې وې، خو د سیمه ییزو همکاریو کوم څرک نه لګېده، مګر ولسمشر غني په تېر یو نیم کال کې لومړی د سیمې په کچه د هېوادونو اجماع رامنځته کړه او بیا یې د دغې اجماع د پایښت په موخه د سیمې د هېوادونو تر منځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په موخه هلې ځلې وکړې او د دغو هلو ځلو له برکته به افغانستان هم عاید ترلاسه کړي او هم به افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له پلوه دسیمې په څلور لارې بدل شي او هم به سوداګریزې راکړې ورکړې دوام او جریان ومومي، جنوبي او مرکزي اسیا به یو له بل سره ونښلي او د افغانستان له لارې به د انرژي، غازو ا و برېښنا په ګډون د نورو سوداګریزو توکو راکړې ورکړې سره ولري.
مګر له بده مرغه د ټوټاپ پر وړاندې د هزاره ګانو وروستی ناغېړی د ټولو هېوادوالو د اندېښنې لامل شوی دی، ځکه د ملي اقتصادي برنامو پر وړاندې دغه ډول تقابل د پروژو د تطبیق پر وړاندې خنډونه ایجادولی او د هغو مخه نیولی شي.
د ملي پروژو پر وړاندې دغه وړ غیر منطقي تقابل خطرناکه بهرنۍ او استخباراتي لوبه ښکاري، ځکه د بهرنیو یو شمېر لاسپوڅي (احدي، نبیل ، داوودزی) او هغوی چې له اوسني حکومت څخه خپه او ناراضي دي هغوی هم په دغه ناغیړي او احتجاج کې له هر ډول منطق، اړتیا او استدلال پرته یوازې د بهرنیو بادرانو په لمسون او له حکومت سره د شخصې عقدې په اساس د هزاره ګانو تر څنګ ولاړ دي او غواړي چې د یادې پروژې پر وړاندې ستونزې ایجاد کړي.
د احدي، داوودزي او نبیل پلویان او عقیدتمندان اېمل پیاوړی
د ملي پروژو پر وړاندې تقابل خیانت د ی

د احدي، داوودزي او نبیل پلویان او عقیدتمندان او د افغانستان رښتیني او صادق وګړي باید راپورته شي او د دغو پردي پالو پر وړاندې په کلکه ودرېږي او له دوی څخه وپوښتي چې که هزاره د بامیانو لپاره برېښنا غواړي خو خپل قوم ته یې غواړي، مګر تاسو ته څه پېښه؟ تاسو ولې په لوی لاس خپل قومونه او ولسونه د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کوئ او تاسو ولې له خپل ولس سره دښمني پالئ؟ د احدي، داوودزي او نبیل وروستی نامعقول دلیل واقعاً د غندلو دی او پښتانه ولسونه باید له دوی څخه د دې حساب وغواړي، ځکه د دوی د همدغه معقول دریځ له امله افغانستان او په ځانګړي ډول پښتانه ولسونه د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کېږي او پښتانه باید لږ ځانونه ویښ کړي که په پردیو دښمنانو یې زور نه دی بر، نو دا خو به کولای شي چې دغه د خپل کور دښمنان وغندي او وې ځپي تر څو د ابد لپاره د دوی له شر څخه خوندي شي.او د افغانستان رښتیني او صادق وګړي باید راپورته شي او د دغو پردي پالو پر وړاندې په کلکه ودرېږي او له دوی څخه وپوښتي چې که هزاره د بامیانو لپاره برېښنا غواړي خو خپل قوم ته یې غواړي، مګر تاسو ته څه پېښه؟ تاسو ولې په لوی لاس خپل قومونه او ولسونه د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کوئ او تاسو ولې له خپل ولس سره دښمني پالئ؟ د احدي، داوودزي او نبیل وروستی نامعقول دلیل واقعاً د غندلو دی او پښتانه ولسونه باید له دوی څخه د دې حساب وغواړي، ځکه د دوی د همدغه معقول دریځ له امله افغانستان او په ځانګړي ډول پښتانه ولسونه د برېښنا له نعمت څخه بې برخې کېږي او پښتانه باید لږ ځانونه ویښ کړي که په پردیو دښمنانو یې زور نه دی بر، نو دا خو به کولای شي چې دغه د خپل کور دښمنان وغندي او وې ځپي تر څو د ابد لپاره د دوی له شر څخه خوندي شي.