له چین سره د اړیکو د پراختیا اړتیا

 
چین په اسیا کې لومړنی لوی هېواد دی چې غواړي په افغانستان په پراخه کچه اقتصادي ښکېلتیا ولري. د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره یې یو شمېر لوی ګامونه هم اخیستې، خو بدبختانه په افغانستان کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر مشخصو هېوادونو د منفي سیاست ښکار شوي دي. بېلګې یې د مس عینک لویه پروژه او د بامیانو د حاجي ګګ پر کان د میلیارډونو ډالرو پانګه‌ونې ته زړه ښه کول ول چې د همدې تور سیاست له کبله یې خبره سړه شوه.
زموږ فکر تل په دې پورې تړلی چې هر څه مفت غواړو، خو دا د اقتصادي اړیکو د پراختیا په مخکې لوی خنډ دی. اقتصادي اړیکې هله پراخېږي چې د څه ورکولو په بدل کې ډېر څه تر لاسه کړې. که داسې نه وای، نن به د امریکا مفتو پیسو زموږ اقتصاد تر اسمان رسولای وای.
مس عینک او حاجي ګګ زموږ مال، خو د چین اړتیا وه او په بدل کې یې لویې پیسې او پروژې په لاس راتلې. هغوی خامو ته ضرورت لري او زموږ لپاره بیا له پیسو سربېره د څو مهمو زېربنایي پروژو په لاس راوړل مهم و.
اوس وضعیت ته په کتو چین یو ځل بیا غواړي خپلو دې اړیکو ته پراختیا ورکړي. په دې کار کې نه یوازې زموږ اقتصادي پیاوړتیا نغښتې ده، بلکې د نړۍ د ستر اقتصادي قوت سره مو د تلپاتې ملګرتیا لپاره د لارې هوارېدو ته زمېنه برابرېږي.
څه باید وشي چې د چین زړه په داسې توګه په لاس راوړل شي چې هغوی زړه ښه کړي چې افغانستان ته د یوه سټراټيژیک ملګري په سترګه وګوري؟
ـ له ډیپلوماټیکو لارو د یوه داسې سیاست رامنځته کول چې موږ وکولای شو چین ته قناعت ورکړو چې افغانستان له هر هېواد سره ازاده ملګرتیا لري او د دې یقین ورکول چې چین د افغانستان لپاره په اسیا په ځانګړې توګه په سیمه کې په ځانګړې ارزښت قایل دی.
ـ د لویو او مهمو پرژو لپاره چې چین پرې پانګه اچول غواړي زمینه برابره شي چې د راکړې ورکړې لومړني پړاونه طی شي.
ـ په پوځي برخه کې د چین د همکاریو جذب، د سرتېرو د روزنې بهیر، د مهمو پوځي مشرانو سفرونه او په نظامي برخه کې د چین پر همکارۍ تمرکز ډېرېدل، هغوی ته ډاډ ورکوي چې افغانستان یې تلپاتې دوست دی.
ـ د سوداګرۍ او راکړې ورکړې دوام، په دې برخه کې د ابرېشم لاره، د رېل پټلۍ غځول او نور چین ډاډ ورکړي چې افغانستان ورسره په نورو برخو کې هم خپله اړیکه تړلې ده.
ـ په فرهنګي او ښوونیز ډګر کې د چین لپاره زمینه برابره شي چې کار وکړي، دا که د پوهنتون جوړېدل، د سټراټېژیکو مطالعاتو په برخه کې د اړیکو غځېدل او د زده کړیالانو ترمنځ د لویو غونډو جوړېدل او نور وي ډېره به ښه وي.
په دې توګه موږ کولای شو د چین پښه افغانستان ته پوره را دننه کړو او د همکارۍ او ملګرتیا څخه یې د خپلو ملي منافعو په درک سره ګټه پورته کړو.