
که له تېرو نږدې څلور لسیزو را تېر شوو او یوازې مخکني څوارلس کلونه په نظر کې ونیسوو، افغانستان له یوې سختې استخباراتي جګړې سره مخ دی. دا جګړه یوازې ګاونډي هېوادونه پر مخ نه بیایي، بلکې د سیمي او نړۍ په کچه لاسونه هم په کې ښکېل دي.
که څه هم زموږ ملي امنیت(پخوانی خاد) تر یوې کچې توانېدلی چې د یو شمېر دسیسو او جګړو پر وړاندې مثبت ثابت شي، خو په ټوله کې یې د یوه خوندي امنیت لهپاره هڅې هومره بریالۍ نه وې.
شاید بېلابېل عوامل په ګوته شي، د امکاناتو نشتوالی، له صفر بیا پیل، د استخباراتي مالوماتو په لړ کې د یوې مهمې برخې له لاسه ورکول او تر ټولو مهمه یې د کادرونو رامنځته کول او یا هم پرې نه پانګهونه او د راتلونکې لهپاره د یوې قوې نه رامنځته کول هغه ټکي دي چې ضربه یې وارده کړې ده.
دا هم یو تریخ حقیقت دی چې باید پرې اعتراف وکړو چې زموږ ملي امنیت په تېرو ۱۴ کلونو کې په کور دننه دومره بوخت ساتل شوی چې د یوې سیمهییزې او نړیوالې فکري جګړې ذهنیت یې له لاسه ورکړی او یا یې په دې اړه هیڅ توجه نه ده کړې.
که د امرالله صالح ماموریت تر مطالعې لاندې ونیسوو، ډېرې نیمګړتیاوې به یې را برسېره شي چې نه یوازې د پولو د باندې یې ماموریت صفر و، بلکې په کور دننه یې د یو شمېر منفي سیاستونو په لار اچولو له کبله ملي امنیت ته سخت زیان ورسوه.
ښاغلي صالح نه یوازې دا چې د یو مهم اورګان د مشر په توګه ټوله اداره له یوه سمت او خېل ډکه کړه، بلکې دولتي وسایل یې دومره تر خپل تاثیر لاندې راوستل چې تر ننه ترې ګټه پورته کوي.
اسدالله خالد که څه هم یوه استخباراتي څېره نه وه، خو تر یوه حده یې کار دومره مخته یوړو چې خپله یې قرباني ورکړه. ده هم منفي سیاستونه درلودل. د طالبانو په لیکو کې د نفوذ لپاره ډېر هڅه وکړه، خو ایله یې دومره وشول کولای چې خپل ځان قرباني کړي او هغه مهم ځایونو ته و نه رسېږي چې اړتیا یې محسوس کېده.
رحمت الله نبیل د یوه امنیتي ټولګي مشر و، په دومره یو مهم پوسټ یې مقررول له لومړیو د ښاغلي کرزي اشتباه وه، خو کرار او د وخت، منابعو او بشري قوې په زیان سره ترې استخباراتي څېره جوړه شوه.
نبیل څو کمزورۍ درلودې چې و نه توانېد د ملي امنیت په راس کې مفید تمام شي، که څه هم هڅه یې وکړه او ان تر یوه ځایه هم ورسېد. د پاکستاني طالبانو په لیکو کې یې څو سرچینې پیدا کړې چې د هېواد ملي منافعو د ساتلو لهپاره ترې ګټه پورته کړي، خو د یوې پوره استخباراتې تجربې په نه درلودو یې طلایي چانسونه له لاسه ورکړل. مثلا ده د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره ځان دومره نږدې کړ او د هغوی دومره اعتبار یې تر لاسه کړ چې هغوی زړه ښه کړ د لوګر له لارې کابل ته راشي، مګر نبیل دا پلان و نه شو ساتلای او ژر ترې افشا شو. د استخباراتي کارونو یو اصل دادی چې ښې لاس یو کار کوي، مګر چپ لاس یې په اړه مالومات نه لري، مګر نبیل د رازونو په ساتلو کې پاتې راغلی او ان له ادارې یې دا مالومات ووتل چې د پاکستان په ګټه یې څرخ وخوړ.
د نبیل بل ضعف د واک تنده وه. هغه هیڅکله نه غوښتل خپل ریاست له لاسه ورکړي او د همدې لهپاره یې ان په ولسمشریزو ټاکنو کې ځان څنګ ته وواهه او د دواړو لوریو اعتماد یې خپل کړ.
نبیل بیا د خالد او صالح په پرتله په کورنیو ستونزو کې دومره ښکېل پاتې شو چې ان ستونزې یې رامنځته کړې. بهرنۍ او د سیمې فکرې جګړه ترې له یاده ووته او یوازې د همدې ستونزو د حل او یوې نیمې پالیسۍ په جوړولو بوخت شو. له دې پرته یې په څنګ کې داسې څوک نه وو چې د ده ملا وتړي او د ملي امنیت د یوې قوې ادارې په توګه رامخته شي. که څه ده د ملي امنیت د اصلاح لهپاره یو شمېر ګامونه هم پورته کړل، خو په ټوله کې یې دا اداره هومره پاکه نه شوای کړای چې ورته اړتیا وه.
له دې پرته د نبیل په خوا کې یو شمېر بېباوره خلکو د نبیل دومره اعتماد خپل کړی و چې هغه یې په هره خبره اعتماد کاوه، خو اصلا د هېواد په ګټه نه وو.
په هر حال اوس دا ریاست یوې نوې مرحلې ته رادننه شوی چې اړتیا ده هر اړخیز اصلاحات او ریفورم په کې رامنځته شي. معصوم ستانکزی چې د ملي دفاع په وزارت کې د امنیتي ګډوډیو شاهد پاتې شوی او له هغه ځایه د ریفورم تجربه له ځان سره لري، په کار ده چې په څو مهمو برخو کې کار وکړي. دا مهمه نه ده چې دی د څومره وخت لهپاره دا دنده له ځان سره لري، بلکې مهمه داده چې تر ځان وروسته څه ډول اداره تر شا پرېږدي.
د یوه ژمن افغان او هېواد پرست شخص په توګه اړتیا ده چې ملي امنیت د فکري اشخاصو په مرکز بدل شي، مهمه نه ده چې توپک تر شا په نظامي برخو کې د ملي امنیت سرتیرې جګړه وکړي. که موږ غواړو چې جګړه کنټرول کړو، د جګړې رېښې باید لهمنځه یوسوو او د دې کار لهپاره له جګړې وړاندې د فکر اړتیا ده.
اړینه ده چې ملي امنیت د خاد رنګ خپل کړي، هغه خاد چې په پېښور کې د ترهګر برید د پلان سره سم په کابل کې ترې اطلاع ولري، هغه خاد چې د شمشتو په کمپ کې د یوه برید د پلان له طرحې وړاندې ورته دلته د دفعې پروګرام په لار اچول شوی وي او یا هم یې په نطفه کې د شنډېدو پلان عملي شوی وي.
دا اداره اړتیا لري چې د یو شمېر کړیو له واک او انحصار راووځي، له تنظیمي او داخلي توطیو پر ځای د ګاونډیو، سیمي او استخباراتي جګړو لهپاره سپر شي، داسې پلانونه برابر کړي چې د جګړې ۹۰ سلنه زور را کم او له کبله یې سرتیري او پولیس د ارامښت ساه واخلي.
نن د امنیت کارکوونکی مخابره په لاس په موټر کې د خپلو کارونو کیسې کوي، د یوه دوکانه د سودا په رانیولو خپل کارټ ښکاره کوي او حتی په ډېری ځایونو کې ورته ولسمشر هم څه نه ښکاري.
دې ټولو ستونزو ته په کتو اوس د ښاغلي معصوم ستانکزي مسوولیت پیلېږي چې تر خپل شا څه ډول ریاست پرېږدي. مهمه ده چې د ځوانو کدرونو په جذب، پانګهونې او بهرنیو هېوادونو ته د استخباراتي زدهکړو د لېږلو لهپاره یوه مهمه برنامه تر لاس لاندې ونیول شي.
اوس دنده د ښاغلي ستانکزي ده چې ایا غواړي په کورني خټو کې ونښلي او که نه غواړي داسې یوه ریاست او یا هم اداره تر شا ولري چې د ده له ماموریت وروسته په کې د افغانستان ملي منافع خوندي او د ګاونډیو، سیمي او نړۍ استخباراتو پلانونه تر خاورو لاندې وي.