د ګیدړ قباله؛ د ژونالېزم د اخلاقي موازینو وړاندې د رسنیو ملي کول په کار دي

 
د افغانستان د رسنیو او ژورنالېسټانو لپاره د اخلاقي موازینو یوه مسوده تصویب شوه، خو پوښتنه دلته ده چې زنګ جوړ شو، مګر څوک شته چې پیشو ته یې په غاړه کې واچوي؟
افغانستان شاید په نړۍ یوازینی هغه هېواد وي چې د بیان د ازادۍ ګېډه په کې دومره شلېدلې چې د راګنډولو له وسه د باندې ده. دلته هره ورځ همدا خبریالان اخلاق نه قوانین ماتوي، دلته هره ورځ همدا رسنۍ د دښمن په ژرنده کې اوبه اچوي، دلته هره ورځ د رسنیو همدا مسوولین له نورو د خپل وطن د تخریب لپاره پیسې اخلي، پس دا د ګیدړ قباله په چا لولې؟
دلته رسنۍ د هغو کسانو په لاس کې دي چې د یوه ډلې غړي دي، که راځئ ویې شمېرئ چې کومه رسنۍ په چا پورې تړلې ده او د کوم هدف لپاره کار کوي.
د ژورنالېزم یو تر ټولو عمده او مهمه اخلاقي برخه بې‌طرفي ده، په تېرو ټاکنو کې کومه رسنۍ بې‌طرفه پاتې شوه، کومه رسنۍ د نورو د ګټو لپاره غږ پورته نه کړ او کومه رسنۍ خرڅه نه شوه. پس په داسې یو وضعیت کې د ژورنالېزم اخلاقي موازین په کومه مانا او د مسودې د تصویب طرحه یې یعنې څه؟
که هدف له دې دا وي چې بې‌چاره او غریب خبریالان دې بیا له پښو وتړل شي اوکه چېرې کومه وړه ستونزه رامخته کوي او یا ورسره مخ کېږي، سمدواره به یې په خوله د ژورنالېزم د اخلاقو د ماتېدو او یا له موازینو د تېښتې ټاپه وهل کېږي او لومړی به دنده له لاسه ورکوي او بیا یې نور نو الله مل شه.
که موږ په ريښتیا هم د ژورنالېزم اخلاقي موازینو ته هوډمن یوو او دا اخلاق د دې لپاره رامنځته کوو چې د خپل هېواد ملي منافع خوندي کړو، له خبریال سره مرسته وکړي چې له ستونزو یې را وباسي او د ښو او بدو ترمنځ توپیر وکړو؛ نو څوک به دا ومني چې د ملي امنیت د ځانګړې قطعې د برید ژوندۍ او تازه حال پر خپل ټلویزیون خپور کړي؟ داسې لسګونه نورې بېلګې شته چې خپله رسنۍ له اخلاقي موازینو پښې ویستې دي.
که چېرې ریښتیا موږ د ژرنالېزم د اخلاقي موازینو په اړه بحث راپورته کوو، راځئ له هره څه وړاندې د رسنیو د ملي کولو او د ملي منافعو د خوندي کولو ذهنیت په کې پیچکاري کړو، له هغې وروسته د ژورنالېزم اخلاقي موازین یوه ډېره وړه خبره ده.