وحشي لاريون او د نوي قانون اړټيا

 
د هزاره ګانو ننۍ لاريون پرته له مدني څخه بل هر څه وو: غير مدني، وحشي، د هزاره ګټو پر ضد، د نورو توکمونو پر ضد او په ټوله کې د افغانستان د ګټو سره ناباندې (مخالف) وو. تر ټولو ستر خيانت لا دا چې لاريون کوونکيو ځانونه افغانان هم ګڼل، خو عکسونه يې د خميني او خامنيي خوځول. 
د لاريون مشران په اصل کې پاکستان سفارت، د ايران سفارت او استخبارات ول،  خليلي او محقق يې بېګار کړي ول تر څو ناپوه هزاره ګان د تشناب د کاغذ په څېر وکاروي. د ايران دغه توطئه بريالۍ شوه، خو اغېزه يې ځکه لنډمهاله ده چې پرته له لاريون څخه به هزاره ګان نور هېڅ شی هم و  نه کړای شي. تر ټولو دردوونکي دا ده چې همدغه ناپوه هزاره ګان چې نن يې په لاريون کې څارندوی، خبريالان او ملکي وګړي په تيږو ويشتل، دومره مغز نه لري چې له خليلي وپوښتي چې دا پروژه او پرېکړه خو ستا په وخت کې وشوه، نو هغه وخت دې ولې خلک لاريون ته نه راغوښتل. له کينې او سپکاوي پرته،سړي ته پوښتنه پيدا شي چې آيا هزاره دومره ناپوه دی چې دې ته يې نه پام کېده او که له ازله د افغانستان غليم دی. 
که ايران په دې تمه وي چې ګواکي هزاره به د دې وړتيا ولري چې د افغانستان ټولګټې پروژې به ايران ته واړوي، دا به هسې يو خوب او خيال پاتې شي. او که هزاره په دې تمه وي چې ايران به د دوی ريښتينی ورور يا معنوي او مذهبي پلار وي، دا به هم د هزاره لپاره يو خوب او خيال پاتې شي. خو تاوان به يې په هر حال افغانستان او دغه مظلوم ملت وويني، هغه که هزاره وي که بل څوک.
هزاره د بل هر افغان په څېر د دې خاوري بچی دی، په بشپړه توګه هغه رښتې (حقوق) لري چې بل افغان يې لري، خو که د نني لاريون په څېر د خپل هېواد په ضد مورچل نيسي، د پردي هېواد د مشرانو عکسونه اوچتوي، پردي هېواد ته د پروژو لېږد غواړي يا هم د بل افغان څو چنده حقوق غواړي، په ټوله مانا د افغان ولس له سوک سره خوله موښي. شپه که تياره هم شي، مڼې بايد په شمار وي. پښتانه او نور توکمونه چې د هزاره وجود مني، نو هزاره خو بايد په خپل ټول واک او ځواک د دې ملت برخه وګرځي او ګټو ته يې ژمن پاتې شي. باميان يوازې د هزاره نه دی، نه سالنګ يوازې د تاجک، بلکې دا وطن د ټولو دی، خو ټول به په يوه وجود د دې وطن ګټې ساتي.
د نني لاريون ټوله پازه (مسئوليت) د هزاره توکم د ټيکه دارنو پر غاړه دی. د هر ډول تاوان پړه د دوی پر غاړه ده، هغه که ملکي يا دولتي شتمنۍ اغېزمنې شوې وي يا وګړي اغېزمن شوي وي، ځواب به يې خليلي، محقق او د دوی ملګري وايي.
د دغه ډول ناروا غوښتنو او امينت ورانوونکي لاريون لپاره بايد يو نوی قانون جوړ شي. د افغانستان روان حالت ته په پام سره بايد داسې يو کميسون جوړ شي تر څو د لاريون کوونکو غوښتني د حقوقي اړخه په  پام کې ونيسي. که چېرې يې غوښتنې د منښت وړ نه وې او يا هم په ټوله کې د افغانستان پر اقتصاد، امنيت او ټولنيز ثبات يې منفي اغېزه درلوده، بايد لاريون منع او سرغړوونکيو ته جزا ورکړل شي.