
جمهور رئیس غني پرون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي شورا استازو سره مشورتي ناسته لرله. نوموړي یادې ناستې ته د وینا پرمهال وویل، د سالنګ مسیر څخه د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د انتقال پرېکړه درې کاله وړاندې د افغانستان کابینې کړې وه. د محمد اسماعیل خان د وړاندیز او مرحوم مارشال د لاسلیک په اساس موظف شویو پلاویو د سالنګ مسیر ټاکلی دی.
د ملي یووالي حکومت د برېښنا د لیږد په مسیر کې هیڅ ډول بدلون نه دی راوستلی. په تېرو شپږ میاشتو کې د ملي یووالي حکومت د دغې پروژې په اړه بیا څېړنه او ارزونه وکړه او د دانش او محقق په ګډون د حکومت مشرتابه په دې اړه څو مشورتي غونډې او ناستې لرلې، مګر دغو یادو هزاره مشرانو په هغو ناستو کې نه کوم وړاندیز درلود، نه کوم اعتراض او نه هم کومه سپارښتنه، مګر یو په یو دوی خپل اعتراضات شروع کړل.
د هزاره مشرانو له اعتراضاتو څخه داسې معلومېږي لکه د دغې قضیې تر شا چې بهرني لاسونه وي، ځکه له کومې ورځې چې په کابل کې په رجال برجسته ریاست باندې طالبانو ترهګریز برید ترسره کړل او په پایله کې یې ګڼ بې ګناه هېوادوال شهیدان شول او خلکو ته د سر او مال پرېمانه زیانونه واوښتل، نو له هغه وروسته د افغان حکومت او پاکستان اړیکې بیا سره ترینګلې شوې او ولسمشر غني وویل چې پاکستان د افغانستان په برخه کې صادق نه دی، بلکې هغوی غواړي په افغانستان کې ناامني، جنګ او بدمرغي همداسې جاري وساتي.
پاکستان او ایران دا ځل په ګډه کوښښ کوي چې افغان حکومت ته ستونزې زیاتې کړي او هغوی له بېلابېلو لارو تر فشار لاندې راولي. د هزاره ګانو وروستي اعتراضات د ایران او پاکستان د ناوړه هڅو او لمسون ښکاره بېلګه ده، ځکه چې دغو دواړو هېوادونو هزاره اقلیت د حکومت او په ځانګړي ډول د هغې ملي پروژې په تقابل کې ودرول چې خیر یې ټول افغانستان ته رسېږي.
سره له دې چې حکومت په دې برخه کې ډېر نرمښت وښود، ځکه حکومت ورسره ژمنه وکړه، چې بامیانو ته به د ۳۰ میګا واټه برېښنا پرځای چې د دوی ټولې اړتیاوې پوره کوي، ۳۰۰ میګا واټه برېښنا ورکړي، مګر هزاره ګان لا هم ځانونه قانع نه بولي، حال دا چې پخواني حکومت دبامیانو لپاره یوازې پنځه میګاواټه برېښنا په پام کې نیولې وه. هغه مهال دوی په پنځه میګا واټه برېښنا ځانونه قانع کړي وو، مګر نن په ۳۰۰ میګا واټه برېښنا هم ځانونه قانع نه بولي او لا هم خپلو غیر منطقي اعتراضاتو ته دوام ورکوي، نو له دې څخه څرګنده معلومېږي چې د دوی غوښتنه برېښنا نه ده، بلکې دوی غواړي چې په افغانستان کې د حکومت او د دغې ملي پروژې د تطبیق پر وړاندې پاکستان او ایران شومې دسیسې او پلانونه تطبیق کړي.
هزاره ګان غواړي حکومت تر فشار لاندې راولي او یا هم دوی خپله وروستۍ هڅه کوي چې د دغې پروژې د تطبیق مخه ډب کړي، ځکه دوی فکر کوي چې که خپلو اعتراضاتو ته دوام ورکړي، نو ممکن تمویلونکی هېواد د یادې پروژې له تمویل څخه په شا شي او په دې ډول به دوی د خپلو پاکستاني او ایراني بادارانو دسیسې عملي کړي او خپل ولس به بیا د زیات وخت لپاره په تیاره کې پرېږدي او د څو کالو لپاره به یې بیا له برېښنا څخه محروم کړي.
حکومت ته ښایي چې د دوی پر وړاندې له نرمښت څخه کار وانخلي، بلکې د قانون او اصولو مطابق دې یاده پروژه په همغه خپل ټاکلي مسیر کې تطبیق کړي، ځکه که حکومت د دوی فشار ته تسلیم شي، نو دوی به لا زړور شي او سبا به د نورو مهمو او ملي پروژو او برنامو پر وړاندې په دغسې اعتراضاتو لاس پورې کړي، نو حکومت دې د تېر حکومت د کابینې پرېکړه تطبیق کړي، تر څو دوی پوه شي چې حکومت غیر منطقي او غیر اصولي فشارونو او د بهرنیو دسیسو ته نه تسلیمېږي.