آرامه زړه نه لرم، څه ډول مې ژوند منظم کړم؟

  آرامه زړه نه لرم، څه ډول مې ژوند منظم کړم؟
زه ولې مړاوی یم؟
ژباړه: حامدالله ستون   هو دا سمه ده، چې هر څه په واک کې لرې او د اللهﷻ نعمتونه لکه؛ روغتیا، اېمان، کورنۍ، مېرمن، اولاد، دنده، لږ تر لږه یو له دې څخه یا څو دانې او یا هم ټول هرو مرو لرې، مګر ولې بیا هم نا آرامه او مړاوی یې؟ ځکه چې تل په دې فکر کې یې، چې سبا ته به څه وشي؟ یوه میاشت وروسته څه وکړم؟ یو کال وروسته به څه وشي؟ لس کاله وروسته به څه وشي؟ که چېرې مې دنده له لاسه ورکړم، څه به وشي؟ که چېرې مې پیسې خلاصې شي، څه به وشي؟ اولادونه به مې څه ډول لوی شي؟ او داسې نور...؟...؟...؟ په قضا او قدر او د خدایﷻ په شر او خیر اېمان: هر هغه څه چې انسان ته پېښیږي، ټول د اللهﷻ له لوري څخه دي. نو پوه شئ، هر هغه څه چې درته را مخ ته کیږي، امکان نه لري، چې درته پېښ نه شي. امکان نه لري، چې درته مقرر شوي نه وي او هغه څه چې درته مقدر شوي نه وي، امکان نه لری، چې درته پېښ شي. د اللهﷻ په قضا او قدر باندې اېمان لرل د نېکمرغه خلکو مهمې ځانګړنې دي، ځکه نېکمرغۍ ته لار موندل شونتیا نه لري، مګر د هغو خلکو لپاره، چې په اللهﷻ اېمان لري او د اللهﷻ په قضا او قدر اېمان لرل په اللهﷻ د اېمان یوه برخه ده؛ ځکه انسان په دې نړۍ کې ناچاره دی، باید غمونه او اندېښنې ورته پېښې شي، نو څوک چې په قضا او قدر اېمان نه لري، له منځه ځي. په قضا او قدر باندې د اېمان لرلو او د انسان په نېکمرغۍ کې د هغو د اغېزې یوه بېلګه را اخلو:
عروه بن زبیر رحمه الله غوښتل، چې پښه یې پرې کړي، ځکه په هغې کې یو ډول سرطان و. هغه ته یې و ویل: باید شراب درته درکړم، تر څو وکولای شم، پښه دې پرې کړم، پرته له دې چې د درد احساس وکړې(په ځانګړي ډول وروسته د پښې له پرې کولو څخه هغوی یې پښه په ګرمو غوړیو کې ږدي، تر څو وینه ونه کړي) موضوع څه ډول وه؟ دا وړاندیز یې ونه مانه او ویې ویل: نه، آیا غواړم، چې زړه مې د اللهﷻ له یاد څخه غافل شي؟ ورته ویې ویل: نو څه کار وکړو؟ ویې ویل: تاسو ته یوه بله لاره ښایم. هر کله چې د لمانځه لپاره ودرېدم، هر کار چې غواړئ، ترسره یې کړئ. ځکه زړه یې په داسې حالت کې له اللهﷻ تړلی وي او د هغه په یاد کې دی، نو هر کار چې له هغه سره کوي، هغه یې نه احساسوي. په پيل کې یې چې کله د لمانځه لپاره تکبیر تحریمه و ویلو، پښه یې له ګونډې څخه پاس پرې کړه او عروه بن زبیر هېڅ ټکان ونه خوړ. مګر کله یې چې پښه په ګرمو غوړیو کې کېښوده، د بې هوښۍ په حالت کې په ځمکه وغورځېده او د شپې په هوښ راغئ. کله چې د خلکو په منځ کې و، هغه ته یې و ویل: اللهﷻ دې د پښې او زوی په اړه درد نېک وګرځاوه! زوی یې په همدې منځ کې وفات شو، مګر هغه څه و ویل؟ په ډېرې تسلیمۍ او قضا باندې یې په اېمان سره و ویل: (شکر خدایه! یا اللهﷻ ! که چېرې مې په کوم درد آخته کړې، هماغه روغتیا او عافیت مې په برخه کوې او که چېرې مې دې زوی واخیست، بل را کوې او هغه ساتې.) دا دی په قضا او قدر باندې رښتینی اېمان. مګر چېرته دي، د دې ډول پرهېزګارانو او امر منونکو او د اللهﷻ ارادې او غوښتنې ته د تسلیمېدونکو بېلګې:
وَماَ یُلَقَّاهَا إلاَّ الَّذِینَ صَبَرُوا وَمَا یُلَقَّاهَا إلَّا ذُو حظٌّ عَظِیمٍ ﴿ د فصلت سورې ۳۵ آیت﴾
ژباړه: دغه صفت نه په برخه کیږي، مګر هغو خلکو ته چې صبرکوي او دغه مقام نه په برخه کیږي، مګر هغو خلکو ته، چې له ښه خلق څخه د غټې برخې خاوندان دي.
په راتلونکي کې به څه وشي؟ که چېرې زده کوونکی یا زده کړیال اوسې، دا وایې چې زده کړې به څنګه شي؟ څووم نمره به شم؟ که چېرې هټۍ وال اوسې، هم په دې فکر کې یاست، چې راتلونکې ورځې به څه وشي. په هر حالت کې چې اوسې، یوازې په دې فکر کې یاست، چې راتلونکی په څنګه شي او هم تېرې شوې مفکورې او غمونه په سر کې ګرځوې، چې ولې مې دا کار کړی دی. که چېرې مې دا کار کولای، اوس به داسې کېدل، ولې داسې وشول؟ افسوس چې دا وشول او افسوس چې هغه. که چېرې اوس داسې کېدلای؟ په داسې حال کې، چې له دې څخه نا خبره یې، چې راتلونکو لسو ثانیو ته په اسلام کې غیب وايي. په هغه باندې له اللهﷻ پرته بل څوک نه پوهیږي او که چېرې څوک له اللهﷻ مخکې غیب و وایي او وړاندوینه وکړي، کافر دی. حتی پیغمبران په غیب نه پوهیږي. اللهﷻ فرمايي:
وَعِندَهُ مَفَاتِحُ الْغَیْبِ لاَ یَعْلَمُهَا إِلاَّ هُوَ وَیَعْلَمُ مَا فِی الْبَرَّ وَالْبَحْرِ وَمَا تَسْقُطُ مِن وَرَقَهٍ إلاَّ یَعْلَمُهَا وَلَآ حَبَّهٍ فِی ظُلُمَاتِ الاَّرْضِ وَلاَ رَطْبٍ وَلاَ یَابِسٍ إلاَّ فِی کِتَابٍ مُّبَینٍ ﴿د انعام سورې ۵۹ آیت﴾
ژباړه: له همغه سره د غیبو کیلي ګانې دي، چې له هغه نه پرته بل څوک پرې نه پوهیږي. په وچه او اوبو کې چې هرڅه دي، له ټولو څخه هغه خبر دی. له ونې څخه کومه را لوېدونکې پاڼه داسې نشته، چې هغه پرې عالم نه وي. د ځمکې په ترږمۍ پردو کې کومه دانه داسې نشته، چې هغه ورڅخه باخبره نه وي. وچ او لانده ټول په یوه روښانه کتاب کې لیکل شوي دي.
اللهﷻ هر څه په خپل لوی قدرت سره منظم کړي دي، چې په راتلونکي کې ثانیه په ثانیه، ساعت په ساعت، ورځ په ورځ پېښږي او کوم څه چې په تېر وخت کې ګټه نه لري، هغه تکرار نه کړو، ځکه چې هغه په هماغه شېبه کې په درد خوړل او کله چې ته هغه بیا په یاد راوړې، بیا ځلې یې په غم کې ډوبېږې او مغز او مفکوره دومره ګنجایش نه لري، چې ته ټول تېر شوي او راتلونکي خپګانونه په هغه باندې بار کړې. کله چې دا کار کوې، د غیب او تېر وخت په اړه فکر کوې، نو ته مړاوی کېږې. کوم وخت چې همدا اوس په لاس کې لرې، له لاسه یې ورکوې او همدا اوس چې باید ورڅخه ګټه واخلې، کمرزوری کېږې او د اللهﷻ له لوري مقدر شوی او منظم شوی راتلونکی هم خرابوې؛ ځکه اللهﷻ ته آزاد پیدا کړی یې، مګر دا په دې معنی نه ده، چې د راتلونکي په اړه هېڅ پلان ونه لرې، بلکې خپل وخت په لاندې ډول په وختونو و وېشه: د راتلونکي په اړه (انشا الله که ژوندی وم) و وایه. پلان ولره او په هغه کې د اللهﷻ رضایت وغواړه. یوازې یې په اړه دعا وکړه او لارښوونه وغواړه، تر څو وخت یې را ورسیږي. ډېره حوصله کوه او فکر مه کوه، چې څه به وشي، داسې او داسې او نور. د تېر وخت په اړه مو یوازې له تېروتنو څخه درس واخلئ او له ګناه څخه یې توبه او استغفار و وایه او بس. اللهﷻ فرمايي:
قُل لَّن یُصِیبَنَا إِلاَّ مَا کَتَبَ اللهُ لَنَا هُو مَوْلاَنَا وَعَلَی اللهِ فَلْیَتَوَکَّلِ الْمُؤْمِنُونَ
ژباړه: و وایه! هېڅکله کوم څه (له خیر او شر) څخه مونږ ته نه رسیږي، مګر هغه څه چې اللهﷻ راته مقرر کړي وي او هغه زمونږ مولا او سرپرست دی او مؤمنان یوازې باید پر اللهﷻ توکل وکړي او بس.
همدا اوس چې کومه موقع لرې، خپله ټوله انرژي دې پرې ولګوه او ښه ګټه ترې واخله او له هرې شېبې څخه ثانیه په ثانیه ژوره ګټه واخله، ترڅو راتلونکی دې په خپله منظم شي، اللهﷻ د نساء په سوره ۱۱۱ آیت کې فرمايي:
وَمَن یَکْسِبْ إِثْمًا فَإِنَّمَا یَکْسِبُهُ عَلَی نَفْسِهِ وَ کَانَ اللهُ عَلیِمًا حَکیِمًا
ژباړه: او څوک چې کومه ګناه کوي، هغه یوازې د خپل ځان په زیان کوي او اللهﷻ د هغوی له عملونو څخه خبر دی.
آیا نېکبختي یو خیال دی، که واقعیت؟ ښايي دې پوښتنې ته حیران شئ! هو، هم خیالي نېکبختي شتون لري او هم حقیقي. مګر کوم څه څه د دې سبب شوي دي، تر څو په دې موضوع پورې اړوند څو پاڼې ولیکل شي او په اړه یې ژور فکر وشي؟
د دې موضوع د مطرح کولو دلیلونه زیات سببونه لري، چې ځینو ته یې اشاره کیږي:
۱. هر انسان په ساده ‌ډول هڅه کوي، تر څو نېکمرغۍ ته ورسیږي. انسانان په ډېری اړخونو کې یو له بل سره د نظر اختلاف لري، په مفکورو او نظریو کې، په رېښه او بنسټ کې، په ذوقونو او تمایلاتو کې، په اصولو او مبادي کې او په موخو او مطلبونو کې یو له بل سره د نظر اختلاف لري. پرته له یوه مطلب څخه، چې ټول انسان له اول څخه تر آخره پورې په کې اتفاق لري او هغه هم د سعادت او نېکمرغۍ غوښتنه ده.
هر مؤمن او کافر، نېک او بد کار انسان د نېکمرغۍ په لټون کې دی او که چېرې له هغه څخه پوښتنه وکړې، چې ولې دا کار کوې او د څه لپاره دا فلان عملي کوې، په ځواب کې وايي: نېکمرغي غواړم.
۲ــ ډېری انسانان نېکمرغۍ ته د رسېدلو لپاره غلطه لاره نیسي. هر انسان د نېکمرغۍ په لټه کې دی، مګر له هغوی څخه ډېریو یې د نېکمرغۍ د لاس ته راوړلو لپاره غلطه لاره نیولې ده او یوازې لږ شمېر دي، چې د نېکمرغۍ حقیقي لاره نیسي.
۳ــ د دې موضوع د مطرح کولو یو بل دلیل، چې بنسټیز دلیل دی (او هیله لرم، چې زیاته پاملرنه ورته وکړئ) دا دی، چې ډېری مسلمانان په ځانګړې توګه دعوت کوونکي، کله چې له داسې چاسره برخورد کوي، چې خیالي او غیر حقیقي نېکبختۍ ته رسېدلی دی، دا کار هغوی له اللهﷻ څخه لرې کوي. نو داعي انسان په خپل تګلوري کې له خنډونو سره برخورد کوي (چې دا پخپله د دعوت د لارې ځانګړتیاوې دي) او یوه چا ته اړتیا لري، تر څو دی په دې لارې کې ثابت قدمه کړي؛ مګر ډېری داسې خلک ویني، چې په (تېروتنې) سره تصور کوي، چې نېکبخته دي او د نېکیختۍ په لوړه څوکه کې ژوند کوي. له دې مخې د دعوت په تګلوري کې کمزوری او سستیږي او له ځان سره وايي (یا شیطان ورته وايي): ولې د دوی په څېر نه یې؟ ولې د دې خلکو غوندې په حقیقي نېبکبختۍ کې ژوند نه کوې؟ نو پر دې بنسټ په خپل تګلوري کې په کمزروۍ او سستۍ کې ښکېل کیږي.
ډېری انسانان ثابت قدمه وو، چې له مرګ څخه مخکې بې لارې شوي او له سمې لارې څخه منحرف شوي دي او ډېری انسانان وو، چې په حقیقي نېکبختۍ کې یې ژوند کاوه او بیا بېرته خیالي نېکمرغۍ ته تللي دي. د دې له مخې په دنیا کې حقیقي نېکبختۍ ته نه دي رسېدلي او په اخرت کې به هم هېڅکله ورته ونه رسیږي.
که چېرې په عبادت کې یاست، صرف په هماغه ټکي تمرکز وکړئ، لکه؛ لمونځ، ذکر (هر هغه کار، چې د اللهﷻ د غوښتنې برابر وي.) او داسې نور... که چېرې د علم په زده کړه کې یاست، په هماغه موضوع یا کتاب باندې فکر وکړئ او که چېرې په فزیکي او عملي کارونو کې یاست، خپل فکر او وړتیا یوازې په هماغه شېبه ولګوئ. په حدیث شریف کې راغلي دي: کتب الله مقادیر الخلائق قبل أن یخلق السموات والأرض بخمسین ألف سنة و کان عرشه علی الما‌‌‌ء.
ژباړه: اللهﷻ د ځمکې او د آسمانونو له پیدایښت څخه پنځوس زره کاله مخکې، په داسې حال کې چې عرش یې د اوبو پر سر و، د مخلوقاتو کچه یې لیکلې ده.
ښايي د داسې چارو منظمول آسانه نه وي، چې بې شمېره بریالیتوبونه لري. مګر یوه ډېره آسانه لار شتون لري، کره لمونځ وکړه، له قرآن څخه مفهوم واخله او ورځ په ورځ به دې ژوند د معجزې په ډول منظم شي او داسې آرامه زړه به دې په نصیب شي، چې هېڅ به د مړاویتوب اغېز ونه لري. حذیفه رض مونږ ته له دې څخه د لرې والي وايي: له منافقانه تواضع څخه ځان وساتئ. ورته و ویل شول: منافقانه تواضع څه ده؟ ویې ویل: هغه ده، چې جسم متواضع او نرم وي، مګر زړه غافل او فضیل بن عیاض فرمایلي دي: دا مکروه دي، چې د بدن غړي له زړه څخه زیات متواضع وي. یعنې اړینه ده، چې دا دواړه برابر او مساوي وي. له صالحانو څخه کوم یوه یو کس ولید، چې ځان یې کوږ کړی دی او په لمانځه کې ظاهراً متواضع و، هغه ته یې و ویل: تواضع او خشوع دلته ده (سینې ته یې اشاره وکړه) نه په ځان کږولو کې.