ژباړه: حامدالله ستون
حضرت محمدﷺ په دې نړۍ کې نشته، مګر ژبه یې ژوندۍ ده. د لارښوونې کوم کتاب یې چې له ځان سره راوړی دی، کوم طبیعت او جوړښت چې د هغه په فطرت کې خلق شوی دی، تر اوسه او تر قیامته پورې یې ملیونونو انسانانو ته لارښوونه کړې، کوي یې او وبه یې کړي. هغه داسې څوک دی، چې په خپله کفارو د هغه د شخصیت په اړه اعتراف کړی دی او د نړۍ په ۱۰۰ غوره کسانو کې یې زمونږ سردار ته لومړی مقام ورکړی دی. تر اوسه څوک توانېدلي دي، چې د محمدﷺ یوه ویل شوې کلمه یې ناسمه ثبوت کړې وي؟
هغه داسې څوک و، چې له خپل امت سره یې له مور او پلار څخه زیاته مینه درلوده. کله یې چې ځان حق ته سپارلو، وجود یې د تبې له شدت څخه سوځېده او دغه کلمې یې عزرایل علیه سلام ته ویلې: چې کومې سختۍ او ستونزې چې زما د امت له بدن څخه د روح وتلو په وخت کې راځي، هغه په ما راوله. هر چابه چې له هغه څخه د کومې اړتیا غوښتنه کوله، هغه بېرته نه لېږه، پرته له دې چې د هغه غوښتنه به یې پوره کوله او یا به یې په مینه او مهربانۍ سره هغه ته ځواب ورکاوه. په رښتیا چې د هغه نېک خوی او پراخه تندي ټول خلک امر منونکي ګرځولي وو. هغه د خلکو لپاره د پلار په شان مهربانه و. په حقوقو کې د هغه په وړاندې ټول یو ډول وو. محمدﷺ تل خوښ، نرم، آرام او خوشحاله و. تند خویه او سخت زړی نه و. غږ یې نه اوچتولو او بدې خبرې یې پر ژبه نه راوړلې. عیب پلټونکی او ستاینکوونکی نه و او د څه هیله یې چې نه لرله، ځان یې بې خبره ګاڼه او پام یې ورته نه کاوه او د نورو دعوت او ډالۍ یې منله او بدله یې هم ورکوله او کله چې ځانکدن ته نږدې و، د کور له پردې څخه یې د ابوبکرصدیق (رض) په امامت سره د مسلمانانو د لمانځه صف ته کتل او په مبارکه څېره یې خوښي څرګندېدله او د وروستیو ساه ګانو په وخت کې یې چې له مبارکې حنجرې څخه کوم آواز اورېدل کېده، هغه لمونځ و، یعنې خپل امت یې لوی او غوره عبادت یعنې لمانځه ته را بللو.
هغه له خپل امت سره داسې مینه لري، چې د قیامت په ورځ به د پیغمبرانو په ګډون ټول انسانان د اللهﷻ له وېرې څخه د خپل نفس مغفرت غواړي، مګر هغه به د خپل امت مغفرت کوي. هغه داسې شخص و، چې اخلاقو یې تر ټولو سخت دښمنان جذبول. که چېرې چا د هغه د وژلو اراده کوله، د هغه له داسې نېکې رویې، صبر، حوصلې او با حکمته شخصیت سره مخ کېدل، چې حتی له هغه څخه د دفاع لپاره د خپل ځان په خطر کې اچولو ته هم تیار وو. نن ورځ له محمدﷺ سره د ډېری مسلمانانو مینه داسې ادعا ده، چې هېڅ پایه او بنسټ نه لري. ځکه د هغه له دین څخه لرې کېدل، د هغه سنت او شریعت پرېښودل او د هغه څه نېک شمېرل، چې د اسلام دښمنان یې مونږ ته را رسوي او د محمدﷺ پر تعلیم او لارښوونو باندې دې کارونو ته غوره والی دا ټول د دې مدعیانو د محبت د ادعا دروغوالی ثابتوي او څرګندوي، چې دا ادعا واقعیت نه لري او دا خالي او دورغ محبت هېڅ کومه ګټه نه لري.
داسې سیاستمدار و، چې د سیاسي نظام بنسټ یې ۱۳۰۰ کاله په نړۍ کې لومړی دی. هغه داسې قدرتمند و، چې د اللهﷻ د قدرت په مرسته یې لویې او سرکشه امپراطورۍ له ماتې سره مخ کړې دي. په خپلو خبرو، چلند او اړیکو کې داسې لطیف و، چې له شتون څخه به یې هر کس په هر ځای کې تازه ګرځېده. حضرت عایشه (رض) وایي: محمدﷺ هېڅکله له خپلو ملګرو سره تند چلند نه کاوه او هېڅکله یې ښځې او خپل خدمت کوونکي نه دي رټلي. ابو هریره رضی الله تعالی عنه روایت کوي چې: له رسول اللهﷺ بازار ته لاړم، تر څو کمیس وپیري، پلورونکي غوښتل چې د پیغمبرﷺ لاسونه ښکل کړي، مګر پیغمبرﷺ یې لاس شاته کش کړ او هغه یې له خپل کار څخه منع کړ او ویې ویل: (دا کار عجم د خپلو پادشاهانو په مقابل کې ترسره کوي، زه پادشاه نه یم، زه ستاسو په منځ کې یو سړی یم) کمیس یې را واخیست. ما غوښتل چې هغه د پیغمبرﷺ لپاره را پورته کړم، مګر اجازه یې را نه کړه او ویې ویل: د هرڅه د لېږد لپاره یې خپل څښتن مکلف دی.
هغه داسې شخصیت درلود، چې حتی ونو او د غرونو کاڼو پرې سلام کاوه. څومره چې د هغه مبارک په شخصیت باندې و وایو، نور هم ډيریږي او د کاغذ پاڼې یې له ګنجایش څخه عاجزې پاتې کیږي، مګر دومره باید پوه شو، چې هغه د اللهﷻ محبوب او د الهي پیغام را وړونکی و، چې په پیغام او خبرو کې یې ټول حیرانوونکي الهامونه او معجزې دي، چې د هرې تیارې د لارښود څراغ په څېر روښنايي کوي او د بشر د ژوند کاږه او لار ورکي، طبعي نېکۍ او انساني فطرت ته هڅوي. ژوند په هر فردي، ټولنیز، سیاسي اړخ، د مادي او معنوي اړخونو له مخې په یوه فطري نظام کې ځای پر ځای کوي. د انس بن مالک رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی، چې وايي: رسوالله ﷺ فرمایلي:
«لا یومن احدکم الیه حتی اکون احب الیه من ولده و والده والناس اجمعین» وفی روایه لمسلم اسضا: حتی اکونه احب الیه من اهله وماله والناس اجمعین»
ژباړه: «له تاسو څخه د هېڅ کوم یوه اېمان بشپړ نه دی، مګر دا چې زه له زوی او پلار او هر چا څخه ورته ګران وم» او همدا رنګه له مسلم څخه روایت دی چې: «مګر دا چې زه له کورنۍ، شتمنۍ او ټولو خلکو څخه ورته ګران وم.»
هغه داسې متقي و، چې شپې یې په سجده، تسبیح، قرآن او په ښو ویناوو او ورځې یې په جهاد او نېکۍ ته د خلکو په رابللو تېرولې. هره شېبه به یې په سجده، استغفار، شکر ایستلو او د امت په غم اوښکې تویولې، سربېره پر دې چې له لویو او وړو ګناهونو څخه پاک و. هغه تل پاتې کېدونکی او د بشر حقیقي لارښود دی. څوک چې د هغه پیروي وکړي، ژوند یې په واک کې دی او څوک چې له هغه څخه لرې شي، هغه د ژوند په قبضه کې په غم او درد سره سرګردان ګرځي. نو اې مسلمانانو د هغه پیروي وکړئ او بې شمېره سجدې وکړئ، لمونځ وکړئ او د قرانکریم په وسیله خپل ژوند منظم کړئ.
وَإنَّها لَکَبِیرَ ه إِلَّا عَلَی الْخَاشِعین﴿البقره: ۴۵﴾
ژباړه: په دې کې شک نشته چې لمونځ یو ډېر سخت کار دی، مګر په اعطاعت کوونکو!
وروستي