
د افغانستان اسلامي امارت
دنظامي چاروکميسیون
دملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې خبرداری
هیوادوال خبر دي چې دافغانستان اسلامي امارت دمختلفو ادارو مسئولین دهیواد په لر او بر کې د نظامي چارو ترڅنګ په کلتوري، سیاسي، تعلیمي، اجتماعي او نورو برخو کې دخپل هیواد د استقلال د دفاع، دیوه سوچه اسلامي نظام دحاکمیت او خپل مظلوم مسلمان ملت ته دخدمت او د دهغوی د ښه ژوند لپاره شپه او ورځ هلې ځلې کوي.
په همدې اساس په دې وروستیو کې دملکي تلفاتو دمخنیوي ادارې ته له بیلابیلو سیمو څخه قومي مخورو، مشرانو، او نورو عامو مسلمانانو لخوا په مکرر ډول له مختلفو سیمو څخه دترانسپورتي نقلیه او باربري وسايطو د چلوونکو څخه شکایتونه او پيشنهادونه رارسیدلي دي، دا ډول چې زموږ ګران هیوادوالو ته دچلونکو او ترانسپورتي شرکتونو لخوا د سفر په جریان کې دبې احتياطۍ او بې غورۍ له امله په مسلسل ډول مشکلات پيښيږي، مرګ ژوبله رامنځته کیږي او زیانونه اوړي.
موږګورو چې وخت ناوخته زموږ زیات شمیر هیوادوال په داسې حادثاتو او ترافيکي پيښو کې قرباني او متضرر کیږي له تیره ورځ چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې زموږ ۷۳ تنه هیوادوال په داسې پيښه کې شهیدان او لسګونه نور ټپيان شول، چې په دې قربانیانوکې ډیری ماشومان، ښځینه، سپین ږیري او ځوانان شامل دي.
په همدي اساس د اسلامي امارت د نظامي چارو کمیسیون په چوکاټ کې د ملکي تلفاتود مخنیوي ادارې مناسبه وګڼله چي اقدام وکړي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي اداره د هیواد والو د ژوند د تحفظ او خوندیتوب په غرض ټولوشخصي، ترانسپورتي اوباربري موټرو شرکتونو اونمائندګیوته خبرورکوي، چي په لویو لارو د سفر په مهال ټول ترافیکي قوانین په پام کې ولري اوپه عملي کولو یې مکلف دي.
اسلامي امارت ژمن دی، چي له دې هيسته به له سرغړونکو سره شرعي او قانوني چلند کوي.
همداراز که چیري په کومه سیمه کې کوم موټرچلونکی د سفرپه جریان کې زموږ هرهیوادوال ته تکلیف او ستونزه ایجادوي، هیوادوال کولای شي، چي په سیمه کې نژدي د اسلامي امارت مجاهدینوته شکایت ورسوي او یاهم په ولایتونوکې د ملکي تلفاتو د مخنیوي ادارې له استازو سره په لاندي شمیرو اړیکه ونیسي. والسلام
د اسلامي امارت د نظامي کمیسیون د ملکي تلفاتو دمخنیوي اداره
۱۴۳۷/۸/۲هـ ق
۱۳۹۵/۲/۲۰هـ ش ـــ 2016/5/9م
بریښنالیک: Molkietalafat_m@yahoo.com
(۱)مرکزي شمیره، ۰۷۰۷۹۱۸۳۸۴
(۲)ـــ میدان وردګ ۰۷۸۱۸۱۱۵۷۷
(۳)ـــ زابل ۰۷۰۳۴۳۶۵۳۱
(۴)ـــ هلمند ۰۷۹۳۶۵۵۶۸۵/۰۷۹۵۶۲۶۶۴