
یو وخت کابل ته تللی وم ، هو رښتیا له دې مخکې یوه بله خبره را یاده شوه ، په لس کلنۍ کې مې د پنچرۍ دوکان کړی و ، په ډېرو خلکو همدغه ستونزې تېرې دي ، ځینې دي خپلې ستونزې له شرمه نشي بیانولی ، دلته مې په ټلیفون کې یو شعر لیکلی ، ته صبر چې زه یې پکې راواړوم ...
والله خو دا ټکنالوژي هم داسې شی دی کله ، کله د سړي وخت ضایع کوي . ځه همداسې به یو دوه بیته درته ووایم >
نوروز منګل وايي :
خوند کوي سایله پښتانه یاران
تر اټکه افغانستان دی له کابل نه دې لاس واخله پېښوره
که څه هم دا ډېر وخت مې په مشاعرو کې برخه نه ده اخیستې خو بیا مې هم ذهن قوي دی هههه ، ګني مونږ هم په یوه وخت کې ښه جذباتي شاعري کوله .
مونږ پر کومه موضوع خبرې کولې !؟
خیر زه به یوه بله مهمه موضوع یاده کړم : کله چې افغان ادبي بهیر نوې ناستې پیل کړې وې ، زه وم ، پسرلي صیب و ، غضنفر صیب هم په هغه وخت کې دومره تکړه نه و ، دا خو یې اوس داسې هوا ته کړ ، ګوزارشونه به یې لیکل ، کاروان صیب ، شپون صیب ؛ خو قلندر مومند بیا له افغانانو سره ډېر په ټکر کې و ...
والله خو یوه خبره درته وکړم ، ډېره مهمه ده ښه په غور یې واورئ ! اوس وخت کې ننګرهار او پکتیا ډېر ښه روان دي ، په خاص ډول ...
یو خو په دا تالار کې ګنګوسې اوریدل کیږي ، زمونږ د پښتنو بس دغه عادت ښه نه دی چې غونډو ته لاړ شي زما او ستا غوندې ښه عالم سړی به ورته لګیا وي ، خو دوی به پخپلو کې واړه ، واړه بنډارګي سره جوړ کړي وي .
څه خبره مې کوله خدای دې یې ونه وهي !؟ اممم سیاست او ادب سره لازم او ملزوم دي ، اول خو چې له ادبیاتو نه څوک فارغیږي باید پنځه یاګانې زده کړي ، افغانان ځکه تکړه خلک دي چې پنځه زره کلن تاریخ یې ساتلی ، که تاسې ځوانان نه وی خبر جاپان او افغانستان په یوه ورځ ازاد دي ، دا خبره بیا واورئ ( افغانستان او جاپان په یوه ورځ ازاد دي ) .
نو داسې غورې دي نو ... په اخېر کې به دومره ووایم چې خدای دې په دې وطن کې سوله او امن راولي ، سوله اساسي شی دی ، راکړه ورکړه په افغانیو رواج کړئ ، رشوت او اداري فساد دې خدای ورک کړي ، پرون یوه بې چاره او غریب غل پولیسو نیولی و ، بس لس زره کلدارې مې ترې واخیستې او له پولیسو مې خلاص کړ ، مونږ هسې کله کله د خیر کار ته ملا ماته وي .
یوه وروستۍ خبره کوم ، بیا به نور ګډونوال هم خبرې لري : ځینې خبرې ضروري وي او ښه خبره که زر ځله هم وشي ؛ کمه ده ، دا نیت کمي خوند نه کوي ، له سهاره را هیسې لګیا یم یو چک چک مو هم راته ونه کړ ، نور نه هسې تاسو سره دا کار خوند نه کوي ، همدا تاسو ته لګیا یم .
یو خو خدای ته وګورئ غونډو ته وختي راځئ ، او بله دا چې څوک خبرو ته راځي باید لنډې او ارزښتناکې خبرې کوئ .
انانسر صیب اوس دا دي دوه بجې دي ،تاسې شعرونه مه پکې وایئ وخت کم دی . ځکه بیا د ډوډۍ وخت هم دی .
یوه بله خبره وروستۍ کوم . هو ! بلکل ... سمه ده کېنم ، یوه ... یوه خبره کوم ... دادادا ... د مایک تار چا پرې کړ !؟ دا کوم خ... ماته داسې بې مایکه وینا خوند نه راکوي ، چا ته لګیا یم ، تاسو ورک شئ ، مخ مو ورک شه ، څټ مو ورک شه ، څنګ مو ورک شه ...
دا خو مقدمه وه ، زه مو اصلي خبرو ته پرېنښودم ...