
په نړۍ کې ځیني نوښتونه اواختراعات داسي وي،چې دانسانانو دژوند بڼه له یوه مخه بدلوي.
اوس چې دمالوماتو په دوره (پېر) کې ژوند کوو،دسل کاله پخوا څخه اوس ژوند ډیر زیات توپیر لري.هغه وخت ټیلفون عام نه و،تلویزیون نه و،دموټرواسانتیا نه وه،کمپیوټر،موبایل اودا ډول ټیکنالوژي خو بیخي دچا خیال ته هم نه راتله،که څو کاله پخوا چا دا خبره کړی وای،چې داسي وخت به راشي چې یوکس دهیواد یوسرکې وي اوته بل، هغه به تاته ښکارې او نیغ په نیغه به ورسره خبرې کوي.
خلکو ته به لیوني ښکاره شوې و.خو که اوس له خپل ژوند څخه دا شیان لري کړو اوتصور وکړو چې ژوند به موله دې شیانو پرته څه ډول وي.یوسخت ټکان به وخورو،اوداسي ژوند به راته بیخې دمنلو وړ نه وي.
دټیکنالوژۍ په پرله پسي انقلابونو کې یوهم په ټولنیزو اړیکو کې فیسبوک دی چې دټولنیزو رسنیو دټیکنالوژۍ په مټ رامنځ ته شو.
فیسبوک او په ټولیزډول ټولنیزو رسنیو دانسانانو ترمنځ ټولنیزه راشه درشه په ژور ډول بدله کړه.اوس دیوبل حال احوال دفیسبوک له لارې اخلي.که چیري یوبنډار ته تاسو ورشئ وبه ګورئ چې ټولو مبایلونه مخ ته نیولي وي، هغه پخوانۍ مینه یې له منځه وړې،داځکه چې فیسبوک کې دیو کس اړیکه له ډیرو خلکو سره ټینګیږي او دهمدي په اساس یوکس کولای شي ډیر مالومات لاس ته راوړي.
زه هم فیسبوک ته ددي لپاره سر ورښکاروم چې له نویو مالوماتو خبرشم.ځکه فیسبوک کې ترډیره ټولنیز مطالب،خبرونه نوي پېښې،خندونکي مطالب،ویډیوګانې،ساینسي مسایل او دملګرو انځورونه تازه په لیکه کیږي ددي په لیدلو زه کولای شم چې ډیر مالومات ترلاسه او که ځیني مطالب مې خوښ شي له ځان سره یې ساتلی شم.اوپه خپلو ورځنیو کارونو کې ورڅخه استفاده کولای شم.