
نن سبا که وګورو دموبایل استعمال ډیر زیات شوی،لامل یې هم کیدای شي دټیکنالوژۍ بي ساری پرمختګ وي ځکه دموبایلونو هره کمپنۍ په دې کوښښ کې ده چې د نویو ماډلونو په رامنځته کیدو سره خپل پیردونکي ډیر کړي.
موبایل چې د اړیکو نیولو چټکه وسیله ده، خلک یې په دې موخه کاروي چې د خپلو خپلوانو پوښتنه پرې وکړي او دهغوی له احواله خبر شي.
پخوا به چې چا دلري پرتو خپلوانو خبر اخیسته، نو دهغوی خبر به یې دلیک په وسیله ترلاسه کاوه.
دې کار بیا ځینې ستونزې درلودې، یو دا چې هغه لیک به ډیر کله په خپل وخت نه رسیده،بله خبر دا چې تر هغې به د مقابل لوري لخوا لیک را نه غلو، اندیښنې به ډیر وي چې هغه لیک به یې ترلاسه کړی وي که نه؟
اوس نو دا چاره ټیلفون یا موبایل ختمه کړي ده. په کم وخت کې دلریو پرتو دوستانو سره اړیکه نیولی شو او دهغوی،غبرګون هم ترلاسه کولای شو.
دموبایل په استعمال سره چې ډیرې ستونزې یې هوارې کړي،یو څو ټکو ته مو توجو غواړم.
۱: په موبایل له بي ځای خبرو لاس واخلو:
یو داچې دموبایل مصارف ډیر لوړ دي اقتصاد ته مو ضربه رسوي، بل مو ورسره وخت هم ضایع کیږي.
۲: بغیر له دې چې چا سره کار ولري، بي ځای زنګ ورته مه وهه، ځکه که ته وزګار یې شاید هغه وخت ونه لري.
۳: کله مو که چا ته ټیلفون کاوه، په لومړي سره کې ورته ځان ور وپیژنئ بیا ورسره هغه موضوع شریکه کړئ چې له امله مو ورته زنګ وهلی وي.
۴: په موبایل مو داسي زنګ ثبت کړئ چې په لوړ غږ نه وي او نه هم ډیر شوخ وي،چې نورو خلکو ته مزاحمت نه شي.
۵: تر ډیره کوښښ کوئ چې دموبایل یوه شمیره همیشه فعاله وساتئ ځکه بل څو ک که غواړي تاسره اړیکه ونیسي په کومه چې تا ورته زنګ وهلی هماغه یې له ځان سره ساتلې وي.یانې له ډیرو سیمکارتو څخه استفاده مه کوئ.
۶: هغه څوک چې ډرایور وي د ډرایورۍ په وخت باید په موبایل خبرې ونه کړي ځکه چې فکرتمرکز مو په خبرو وي،نو ډرایورې ورڅخه خرابیږي.که په داسي حالاتو کې مو موبایل ته زنګ راتلو که موټر،موټرسایکل یابل څه وي دسړک غاړې ته یې ودروئ کله مو چې په موبایل خبرې خلاصې شوې بیا خپله ډریورې وکړئ.
۷: کله چې جومات ته دلمانځه لپاره ورتلئ نو خپل موبایل مو یا سایلینټ کوئ یا یې ګول کوئ.
دا او دې ته ورته لارښوونې که مو ورځنې ژوند کې عملي کړي، دموبایل دښې استفادې ترڅنګ به مو ځانونه له ګڼو ستونزو ژغورلي وي
ګلزاده سنګر
۱۳۹۵/۲/۱۲