د پښتو معاصره رومانوي شاعري

 
        درمانیت تقاضا د انسانا نو له تهذیبه لوړه وي. تهذیب  دیوه  داسې شي په لټه کې   وي چې لاس ته راوړل یې د کلتورونو په محدوده کې ځایدای شي. خو رمانیت د انسانانو د کلتوري تهذیب له ممکناتو څخه لوړه غوښتنه وي. درومانوي  انسان خیالات د یوه مذهب په دایره کې نه شي ځایدای. هغه داسې چې مذهب دیوې لارې او طریقې په مانا دی، خو رومانیت په یوې خاصې لارې پسې تګ نه شې کولای. ځکه یوه خاصه لار د یو خاص شي په نماینده کې وي. همدا علت دی چې ټول ګوندونه محکوم وي. یانې د دوی مذهب محکوم وي. دوی د یوه فکر نماینده کي کوي. او رمانیت  د مذهب په څېر محکوم، نه وي. همدا علت دی چې شاعري ډېره د خوند لپاره  وي. که په شاعري دیوې خاصې لارې تحکیم وي؛ نو  رومانوي نه شي کیدای. او که شاعري  د یوه خاص فکر محکومه وي؛ نو د شاعرۍ جوهر به ومري.او بیا که دې په هر لفظ کې پیغام وشېنده ، نو شاعري به نه وي. ځکه که تکراري خبرې ته څومره نوي بندونه وتړې مبتذله به وي. همیم جلالزي خو ځکه دغه دایرې ملامتوي.
مجبوریتونه دایرو غوندې له ژوند تاو دي
مینې ته ووایئ چې پړه ټوله زمانه ده
همیم جلالزی
         همدا  د دایرو ماتول د رومانیت تقاضا ده. خو په پورتني بیت کې د( ژوند) د کلمې مانا دانسان دوه بعدي جوړښت په مانا نه دی. بلکې همدا په کلتورنو کې ایساره زندګي ښیي.  یانې د یوې لارې د پلیوني کولو په ما نا دی. ځکه چې ژوند، خو ( انا)  وي، روح  وي. که دا نه وي، نو ژوند نشته.  موږ چې موجود یو، په همدې روح  (انا)  موجود یو.  د شاعر د بیت مفهوم د انساني کلتور یا د انساني مذهب له  دایرو شکوه ده. او خدازده چې مینې ته به دغه محکومېدل منظور وي که نه؟ مینه دلته د ګرانښت په مانا، نه ده. بلکې  یوه  خاص انسان ته مخاطبه کلمه ده. ځکه چې مینه خو په انسان کې وي، نو  بیا  څه ضرور ده  چې موږ دې د بل چا په واسطه پیغام ور  ورساوه.  همدا د مجاز اصل دی. چې د یوې اصلي کلمې مفهوم،  په مجازي مفهوم  ودروي .  د شاعرۍ خوبي هم په همدې شي کې ده چې له کلمو نه مانا وي جوړوي. په مفروضي شکل یې نه پریږدي.
       شاعر په خپل کلتور کې بند دی. او لا  دا  چې پړه  هم نه مني.  دی  وایي چې زه خو رومانوي انسان یم.  کنه ما  دا  غوښتل چې: په ښکاره نارې وهم چې خوله یې راکړه.(دخوشال د یوه بیت مسره)  هو رومانوي انسان په یوه ډله پورې ځان نه شي تړلی. او دا نارې به څنګه نه کوي. زموږ په ټولنه کې مینه همدا  وړ  پټه وي. دا زموږ کلتوري جرم دی چې څوک دې مین شي.  نو یو رومانوي انسان به ولې د زړه ساندې په مجازي کلمو کې نه تړي.  او  طاهر کلاچوي صیب  هم ځان په همدې دایرو کې بند لیدلی دی. او چیغه یې کړې ده:
ستا بې کچې حسن څنګه احاطه کړم
وتی نه شم لا له خپلې دایرې هم
طاهر کلاچوی
    نو طاهر به په یوه داسې ټولنه کې هغه حسن څنګه را ښکاره کړي، چې لا پخوا د هند لوی عالم ابوالکلام  ازاد  ویلي  و  چې که وغواړم چې د قران او حدیث له رویه د وجود او شهود نظریه تشریح کړم.( خو یره یې دا وه چې دا وګړي د پوهې له میخانکي ښکیلاک سره مخامخ دي) ؛ نو ملا به مې پرې ماته شي. ځکه چې رومانوي انسان چې څه غواړي، هغه د ټولنې د تهذیب له پوهې لوړه غوښتنه وي. او همدا دوه نظریې په شاعرۍ کې دتلپاتې حسن ته یې ملاوې  تړلې وي. او  درد صیب خو د یوه رومانوي انسان د خیلاتو  داسې ترجماني کړې ده چې  ټوله د مینې د ازادي  غوښتنه یې را ښکاره کړې ده:
محبت چې پکې جرم نه وي خلکه
موږ د هغې زمانې په انتظار یو
رحمت الله درد
       رومانوي شاعري تر  ډېره،  ژوند  نه غندي. رومانوي شاعري انساني  ژوند ته خوشاله وي. ژوند کې مسرت او خوښي غواړي. او که په دې کې یې کوم  قیدونه  مات هم  وي  پروا  یې  نه کوي. نو  همیم جلالزي خو ځکه دغه اعتراف کړی دی:
زه به خپل کار کوم دچا نظر که بد شي کنه
درنه چا پېره  لکه ستا نري کالي یم  حوا
همیم جلالزی
       حوا بي بي  په تلمحي لحاظ ټولو ښځو ته استعاره شوې ده. یانې  یوه  تلمحي  استعاره  ده. او  تلمحي استعارې  په هغو  ټولنو کې ډېر نه وي چې  هلته  رومانوي  ژوند محکوم  وي. ځکه چې که موږ مین و؛ نو ممکن دا دلیل ونه  وایو  چې یوسف (ع) سلام  ولې  له  ذلیخا  سره مینه وکړه؟ د رباب د غږولو  لپاره ممکن دا دلیل چاته ونه  وایو  چې  داوود(ع) ښه رباب غږاوه. ځکه چې موږ خپل کلتور او تهذیب ته دومره ژمن یو  چې شریعي امور  به  هم  ورته پریږدو، خو کلتورې امور نه شو ورته پرېښودلای. د یوه رومانوي انسان لپاره دا  دایره  خنډ کیدای نه شي. همیم جلالزي خو ځکه د چا پروا نه ده ساتلې . همدا خوشالي د رومانوي انسان تر ټولو  لومړۍ غوښتنه ده.
        موږ د رومانتسېزم په تاریخ خبره نه کوو. ځکه چې استاد محمد صدیق روهي په ادبي څېړنو کې ډېر ښه بحث پرې  کړی  دی.  ممکن تکرار شي.  یوازې یې د رومانیت په تعریف کې یې دا جمله را اخلو چې : د رمانتیک لیکوال اصلي مقصد دا  و  چې له کلاسېزم سره مبارزه وکړي.  او  رومانیت تر عقل څخه هیجان، او له حقیقت څخه خیال غوره ګڼي.  نو موږ پوهیږو چې په کلاسېزم کې عقل او حقیقت پلوي ډېره وه.
           د رومانیت  خیلات دومره نازک وي، چې درواغ ښکاري، مګر هغه یو ډول  د مشاهدې لطافت وي . یو ډول ذهني ادراک وي. کنه درواغ  هیڅ  مشابهت  نه لري. حالانکې رومانوي خیالات یو ډول باریک شبا هت لري. مثلاً : که موږ  ووایو چې پلا نی لاړو. خو په حقیقت کې هغه تللی نه وي.  نو  دلته د مشابهت کومه اړیکه نشته. ځکه چې هغه شته. او  په شتوالي  د نه شتوالي کیسه تپل کیدای نه شي. خو که یو رومانوي شاعر ووایي:
تماشه به زما هله در ښکاره شوای
که ته ما غوندې بې دل وای زه دلبر وای
رحمان بابا
       د پورته بیت مشابهت په دې کې دی چې یو دلیل یې را وړی دی. هغه داسې دلیل چې ټول منطق یې د منلو دی. ځکه دلبر موږ هغه چاته وایو چې زړه مو پرې مین وي. او کله چې زړه په یو چا مین شي، نو هغه بیا د ځان په بې پروایي او  د  دلبر په امر سربلند وي. نو بیا خو د زړه تقاضا لاړه. ځکه چې د زړه تقاضا د بل په لاس کې ده. او   ولې به رحمان بابا د خپل زړه( نه) شته والي دعو ه نه کوي. موږ ځکه د رحمان بابا  دعوه  منو. نو  ددې خبرې راز، راز محمد راز صیب ښه را څرګند کړی دی. د رحمان بابا معشوق ته یې په ښکاره ویلي دي:
تا ته ځکه زما د غم اندازه نه شي
تا دې خدای مینه لېدلې نه ده خدایه
      ممکن د خدای د کلمې مانا ځینې کره کتونکي په لویي واخلي. هغه لویي چې په انسان کې ده. خو دا تو جیه به غلطه وي. ځکه چې خدای( ج) مستقیمه یادونه په بل شي اطلاق کېدای نه شي. او نه هم د هغه لوی ذات لپاره دلایل تراشل کیدای شي. موږ دا منو چې دا به یوه مشاهده وي. دا به راز او نیاز وي . خو خلک کله دومره پوهه لري چې دا  وړ خبرې دې په درک کې را ولي. یو شی چې په فساد محکومیدای شي، نو غوره ده چې دا وړ افراطي نه شو.  نو ښه ده چې پکې رحمان بابا شو. او  یو  انساني  مشابهت  ورته  پیدا کړو. بیا دا د خلکو په تاثر پورې  اړه  لري چې کوم معشوق ترې مراد وي.
      د پښتو ادب په اسمهال کې رومانوي خوندونه ښه پریمانه دي. په معاصره شاعرۍ کې رومانوي خیالات له عقله ډېر لرې افراط نه کوي. مګر خپل کلتوري ژوند ته  هم  ژمن نه دي. او زموږ په ټولنه کې باید همداسې  رومانوي احساس ژوندی وي. زموږ رومانوي ژوند دومره اروپایي هم نه دی چې موږ دې مطلق د هغو په کتار کې ودرول شو. د معاصر دورې  همدا خوبي په شاعرۍ کې څرګنده ده. ولې ځینې به افرا طي وي. خو ډېر په لږو  انډول کول ښه نه دي. تاسې د اشرف مفتون دا بیت وګورئ:
دا مستي مینه جام که خدایه لمسه د شیطان وي
خپه نه شې پاکه ربه زه شیطان پسې به ځمه
***
معتقد په حقیقت کې د اوچت انسانیت یم
هم ګیتا پسې به ځمه هم قران پسې به ځمه
اشرف مفتون
     نو اشرف مفتون ددې افراطیت ښکار شوی دی. موږ دغه رومانیت نه تایدوو. چې ښه به وي . خو زموږ موخه هغه رومانیت دی چې د خدای (ج) خقلت ته مو په بده سترګه نه وي کتلي.  یا مو خدای (ج) څخه د انصاف غوښتنه کړي  وي.  تاسې د اجمل خټک بیت وګورئ:
مېښې منمه د ملا صاحب دي
دې کې خبره کول توان د چا دی
خو  اې اې د قدرتو نو ربه
دغه ګوجر غریب انسان د چا دی
اجمل خټک
          موږ  دا  وړ  رومانیت پلوي نه کوو. ولې رومانوي خوندونه هم دومره نه محکومو چې د ملا سیوری دې  پرې پروت وي. شاعران  ازاد خلک دي، پریږدئ  چې د هنر  ازادي  ونمانځي.
          هغه خیالات دي چې د عقل څخه لوړه خبره وي رومانیت دی. او هغه خیلات چې د عقل سره موازي خبرې وي، کلاسیکیت دی. خو دغه خیالات دومره افراطي نه وي چې بیخي دې تناقص پیدا کړي. تاسو په پورتنیو مثالونو کې  د جلالزي صیب ، کلاچوي صیب ، رحمان بابا او  درد صیب بیتونه ولیدل. مو  دا  وړ  رومانیت ته ژمن یو.
        له کلاسیکیت څخه مو مراد منځنۍ دوره نه ده. ځکه چې هغه خو د یوه زمان نومونه ده. خو کلاسیکیت یا کلاسېزم د یوې خاصې لارې پلیوني کوي. کلاسیکیت په ښکاره  د رومانیت په څېر د جمال تظاهر نه کوي. او په څه شي کې چې جمال نه وي ؛ نو غزل به یې څنګه تغزل پیدا کړي. نو کلاسېزم د یوې خاصې مفکورې نوم دي. او  د رومانیت خاصه مفکوره له تهذیبي دایرو،  را وتل دي. او کلاسیکه دوره کې دومره سبکونه دي چې هر یو یې بیل بیل فکر، جمال، رومانوي خوندونه، عشق او ... پالي. او کلاسیکیت یوه خاصه مفکوره وي. زموږ کلاسیکه شاعري د دورې په لحاظ کلاسیکه وه. د فکر په لحاظ د کلاسېزم په مفکوره استواره کیدای نه شي.
پای