که چیرې فساد همداسې دوام وکړي؟

 
 
د پخواني ولسمشر حامد کرزي دې کور ودان وي په زرهاوو داسې وږي یې په نس داسې ماړه کړل چې هغه د چا خبره چې خېټې یې نشوای وړای اونن هم تر ډیره په همغو پاتې شونو مردارو لګیا دي او خوري يې، کله چې پخوانی ولسمشر د دوهم ځل لپاره له ډاکتر عبدالله څخه ړومبی شو او د دوهم ځل لپاره جمهور رئیس اعلان شو لکه څنګه چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره حپلې مرستې د اداري فساد سره د مبارزې په شتون شرط کړې وې  نو سم له لاسه یې له فساد سره  په نمایشې مبارزې پیل وکړ چې پدې کارونو کې د حساب ورکونې اونۍ پیل شوه د دولتي لوړ پوړو چارواکو دارایانې په نمایشي ډول ثبت شوې او دیته ورته نور کارونه هم وشول خو دشته معلوماتو په اساس په هغه پروسه کې چې وزیرانو به پکې ملت ته حساب ورکاوه هم په پراخه کچه درغلي وشوه او بډې پکې واخیستل شوې چې د دې پروګرام یوتن مسوول د فساد په تور په هوایې ډګر کې ونیول او بیا وروسته د پیسو په بدل کې خوشې شو اوتر دې بدنامي وروسته دومره غټ شخصیت شو چې مې کوه پوښتنه او په دولت کې یې لوړه څوکۍ ترلاسه کړه.
پخواني ولسمشر حامد کرزي نه د فساد په وړاندې مبارزې ته ژمنتیا لرله او نه یې هم غوښتل هغه داړه ماران چې تر د را چاپیروو وږي پاتې شي او هغوی ته يې د زمینې په برابرولو کې خورا هڅې وکړې، د ملت په وینو ماړه لیډران نن هم د فساد لپاره د زمینې برابرولو لپاره هڅه کوي له وړو څوکیو نیولې بیا تر غټو پوستونو پورې ټول وړ کسان له دوي سره دي اوهره ګمارنه باید چې ددوي له تنظیم او ډلې څخه وشي د هیواد ډیری وزیران معینان والیان او نور ډیر په ټیټه کچه چارواکي د دوي چوکره ګان دي او د دوي په خوښه ګمارل شوي او ګمارل کیږي، د والیانو په ګمارنه کې تل معاملې شوې او کیږې او  دا ګمارنې هم په وړتیا نه بلکې په حزبی تړاو ترسره شوي او کیږي.
ولسمشر غني چې کله په ټاکنیز کمپاین مصروف وو ځان یې د ملت د خلاصون پرښته معرفي کړه او ملت ته تر ډیره داسې ذهنیت ورکړل شو چې که غني ناکام شي هیواد به پخپل لاس د تور تمونو کندې ته ورټیل وهل شي او که چیرې نوموړی د جمهوري ریاست تر څوکۍ ورسیده هر څه به نوي رنګ راوړي او هر څه به سم شي او په همدې موخه تر ډیره ملت هم چې د فاسد حکومت او چارواکو څخه په تنګ راغلي وو غني ته رایه ورکړه او ډيرو ځوانانو ورته د خدای په رضا او ډیرو د خپلو شومو موخو لپاره کمپاین پیل کړ، اشرف غني تر ارګه ورسیده او ولسمشر شو ملت لکه څنګه چې ژمنه ورسره شوې وه انتظار یې ویست ترڅو په ریښتینې معنی اصلاحات رامنځته شي ، اوسنې ولسمشر هم په نمایشي ډول دکابل بانک قضیه ګرمه تعقیب او د ملت غولونې لپاره یې ورته یوڅه پاملرنه وکړه خو دادئ تر نن پورې د ملي وحدت حکومت له دوه کلونو ډیره موده پوره کيږي او هیڅ درک یې معلوم نشو بلکې دتیر په څیر په دولت کې په هماغه شان رشوت او بډې اخیستل اوس هم دوام لري او دملت وینې څکل کیږي، والیان لا هماغه شان په ولایاتو کې پخپله تر ډیره په سیمه ئیزو شخړو کې لاس لري او د ا ډول شخړو ته لمن وهي اوبه خړوي او ماهیان پکې نیسي، ځیني والیان په ولایاتو کې په توکمیزو شخړو کې پوره لاس لري چې همدا شخړې دوی ته د فساد زمینه برابروي .
ملت له فساد، ظلم او زور زیاتي څخه د خلاصون په موخه ولسمشر غني ته رایه ورکړه او هغه هم عبث شوه نن نه دې فساد مخه نیول شوې نه داچې په هیواد کې زور زیاتی نده کم شوی بلکې نور هم پکې اضافه شوی ده، په ولایاتو کې خپل سرې وسلې ویشل شوي دي او د یوې نا څرګندې جګړې لپاره تابیا نیول شوې ده، په هیواد کې د زور زیاتي پیښې ورځ تر بلې ډیرې شوي دي ملت د هیلو پرځای د مایوسي پرلور مخه کړې ده چې له هیواد څخه د ځوان قشر وتل یې ښه بیلګه ښودلی شو.
په ولایتونو کې له والیانو نیولې تر ولسوالانو او بیا آمینه قوماندانانو پورې ځینې ځینې یې په فساد کې ښکیل دي او په بیلابیلو ډولونو له ولس څخه بډې اخلي او هغوی ته خورا ستونزې پیداکوي، حکومت په ریښتینې معنی سره ملت ته د سهولتونو چمتو کولو مرجع ده نه داچې د ملت ځورونې لامل شي او خلکو ته ستونزې پیداکړي ، ولسمشر غني هغه ازمایل شوي والیان چې د کرزي په حکومت کې د ملت وینې وڅکلې یوځل بیا په دندو وګمارل او یا یې په پخوانیو ځایونو پریښودل، داچې پخوانی ولسمشر حامد کرزی نرم مزاجه سړی وو نو والیانو یې هم کمینې اختیار کړې وه او خپله غلا یې کوله خو نن هغه کسان چې غني ګمارلي هیچاته تن نه ورکوي ځانونه ورته نابغه ګان ښکاري په ولایاتو او ولسوالیو کې په خلکو ملنډې وهې حتې تر دې پورې چې په ډیرو ځایونو کې قومي مشرانو ته سپکاوی هم شوی چې دا کار د دې حکومت د بقا پایي نه بلکې د پناه سبب کیدلای شي.
په ولایاتو او مرکز کې د پخوا په څیر اوس هم  دځمکو غصب ناقانونه ا و غیر عادلانه ویش روان ده والیان او ولسوالان اوس هم د پوهنې، مهاجرینو معیوبینو او نورو ټول ښارګوټو په نامه چې ځمکې ویشل کیږي خپلې برخې اخلي آیا ملت دهمدې لپاره ځان له خطر سره مواجه کړ او رایه یې ورکړه ترڅو ظلم؛ زیاتي او فساد دوام ومومي خو هیڅکله هم ملت د دې لپاره رایه نده ورکړې.
که چیرې فساد همداسې دوام وکړي؟
د نظام سقوت به نه وي خو داسې یونظام به وي چې ژوندی به هم نه وي په پښو ګوډ په لاسونو شل او په سترګو ړوند او په ژبه ګوونګی نظام به وي.
هغه د ملت او دولت د واټن خبره به تر ډیره بریده په حقیقت بدله شوې وي او پرته له آړتیا څخه به څوک نه له دولت سره همکاري کوي او نه به دولت ملت شموله وي.
د هیواد اقتصادي جرړې چې تر ډیره په خصوصي سکتور پورې آړه لري په مکمله ټوګه وچې شوې وي ملت به په هیواد کې لکه څنګه چې اوس لیوالتیا نلري نوره هم د پانګې اچونې روحیه کمه شي.
آمنیت به په پلازمینه کابل او د ولایتونو په مرکزونو کې په پوره اندازه خراب شي.
د ښوونې او روزنې، لوړو زده کړو، روغتیا ، سوداګري او داسې نورو برخو کې به د خصوصي سکتور ونډه له صفر سره ضرب شي.
د مخالفینو لپاره به د جلب او جذب ښه زمینه برابره او خپلې لیکې به پیاوړې کړي.
د نړیوالې ټولنې ملاتړ لکه څنګه چې همدا اوس مخ په کمیدو ده نور به هم له نشت سره برابر شي.
خپل سري وسله وال لکه څنګه چې اوس مخ په ډیریدو دي نور هم ډیر او د دولت د حاکمیت لمنه به راټوله کړي.