د افغان دولت نوې کړنلاره او د پنجاب بله لومه

 
حيرانوونکې ده چې طالب نه په زور او نه په خپله خوښه له سولې سره لېواله وو، خو د کابل له وروستي ځانمبي څخه وروسته چې افغان دولت د پنجاب په وړاندې خپله کړنلاره بدله کړه، نو د سترګو په رپ کې طالب خپل پنجابي خردجال بادار ته ورسېد او له خپل ابدي او اځلي منافق پلار سره يې د سولې نغارې ته بيا لرګی واچوه. 

 
د طالبانو پر زېږد، روزنه، پالنه او استعمال په زرګونو لاسوندونه (ثبوتونه) شته چې د پنجاب، انګرېز او امريکا سړيخواره دي، خو تر دې لوی لاسوند به بل پيدا نه شي لکه پنجاب چې پرون د خپلو موخو لپاره له قطر څخه  پنجاب ته ور وغوښتل. سهار افغان دولت خپله کړنلاره اعلان کړه، ماخوستن ته طالب سړيخور په پنجاب کې په ګونډو وو. 

 
که طالب ريښتيا له افغان دولت سره ستونزه لري، نو سوله خو له افغان دولت سره بايد وکړي او د دې لپاره تګ افغانستان ته اړين وو. نو طالب ولې پنجاب ته ځې؟ ځان واکسين کوي که څنګه؟؟؟ 

 
د سولې لپاره په وروستۍ څلور اړخيزه غونډه کې هم طالب د ګډون او نه ګډون واک نه درلود او  نه به يې کوم ځل پيدا کړي. پنجاب او طالبانو غوښتل چې د سولې په خبرو کې په خپل نه ګډون سره دا زباد کړي چې ګواکي يوه خپلواکه ډله ده. خو د دوی دغه پلان د پرتوږ په بيه پرېووت. د افغان دولت يو اعلان، د پنجاب او طالب ټوله عقيده ولړزوله.  طالب له قطر څخه پنجاب ته داسې ور والووت چې وار له وړاندې يې لا اعلان هم و نه کړ. خو دا د غلام شخصيت، لوښه او دنده ده چې د خپل بادار لپاره له پېري څخه ګړندی او چابک شي. غلام چې د بادار له اجازې پرته لوی لوی کارونو ته لاس اچوي، يا به غلام ياغي شوی وي يا به بادار مړ وي. خو په اوسني اکر کې نه غلام ياغي شوی او نه بادار مړ دی. 

 
د سولې په اړه د پنجاب د روان ساز و سرود او د طالبانو د حاضرولو په اړه د نوي چل او فريب په اړه د افغان دولت کړنلاره او پر پنجاب د بې باورۍ په ډاکه کولو دريځ د ستاينې وړه دی. که افغان دولت او جهادي ټيکه دارانو له څلويښتو کلونو څخه راهيسې د پنجاب په اړه خپل دريځ داسې ټاکلی وای لکه نن چې افغان دولت اعلان کړ، په بشپړ باور سره سړی ويلای شي چې نن به په افغانستان کې روان ناورين ګرد سره پيل شوی نه وای. که پيل شوی هم وای، تر نن ورځې پورې به نه را رسېده. خو بدمرغي دا ده چې د جهادي ټيکه دارانو ملا، طالب، فتوا، عقيده، ايمان او اسلام ټول د پنجاب لخوا ټاکل کېږي.
 
افغان دولت او دغه مظلوم ولس بايد په خپل ټول واک و ځواک، ټوک او ټول (جز و تام) سره د پنجاب او د دوی د غلامانو په وړاندې په يوه غږ اوچت شي او نور د دوی په خبرو و نه غولېږي. موږ – افغان مظلوم ولس – بايد په ډاکه کړو چې نور د مکارو، دروغجنو او د صليبي غلامانو له اسلامي اخوت څخه کرکه لرو، د خپل وطن، ناموس، سر او مال ساتنه په زغرده کوو او په يرغلګر رحم نه کوو. موږ  بايد پنجاب، د دوی غلامانو او ملګرو ته په ډاکه کړو چې يا وطن يا کفن.