د غويي له اومې د غوا تر اتمې:سيد سميع الله راشد

 
نن د  غويي د مياشتې اتمه نيټه د افغانستان د اردو، پولیسو،نظام،هوايي ځواکونو او شتمنۍ د لوټلو له ۳۸ کال سره سمون خوري له نن څخه پوره ۳۸ کاله مخکې په همدې ورځ په پاکستان کې را سترو شويو اوو ګونو تنظيمونو  د ډاکټر نجيب الله حکومت را نسکور کړ، په کابل کې کورنۍ جګړې، ملوک طوايفي، قومي، سمتي، ژبنۍ او مذهبي نښتې، مرده بازي، ميخ کوبي،غلاوې، زناوې، زياتي، جنسي تيري، لوټ تالان او... پيل شو.
ددې ورځې کرامات او برکات دومره ډير وو چې ناهيد له يو بلاک څخه  د خپلې حيا په خاطر ځان را خطا کړ، ناهيد شهيدې ته هغه وخت ژوند او د پيغلتوب غرور نه بلکه حيا او عفت مهم وو او دا د عفت ساتنې لومړۍ قرباني وه، د جهاد ټيکه دارانو جنګي، ټرانسپورتي، کشفي او... الوتکې له کابل، کندهار، شينډنډ، بلخ او ننګرهار څخه  د پخوانيو پلورل شویو چپيانو پر مټ په هوا کړې او پر پاکستاني پوځ يي وپلورلې د دوی دې کار د پاکستاني جنرالانو تیر ارمانونه په حقيقت بدل کړل، د ننګرهار د جګړې غچ يي واخیست او پر پنځه زره کلن تاريخ لرونکي افغانستان يي به داسې حال کې زړه يخ کړ چې د همدومره تاريخ لرونکی هیواد يي تر ننه پورې په پښو کې پروت دی.
په غويو به همدومره تبصره بس وي ځکه دا د غويي اوومه او اتمه دواړه په تاريخ کې هغه تورې ورځې دي او هسې هم اته دیرش کاله غويي ته سلامونو کولو داده نن په خرمرګو، ځانمرګو، بل مرګو او خپل مرګو باندې واړولو څيرې بدلې شوې خو د افغانستان تباهي او افغان وژنه هم هغسې په درز کې روانه ده د مجاهد په وخت کې پيښور، شمشتو او... مهم وو او د خرمرګو لپاره بیا وزیرستان، کراچۍ، کوټه، پنډۍ او لاهور مهم شوي دي.
نن مو که فکر کړی وي ځينې مصنوعي او د ناورين څخه را پنځيدلو مشرانو تر ډيره ځانونو ته سل نمبرې ورکړې،دوی نن يو وار بيا په رسمي او نارسمي ناستو کې يخ ايرکنډيشن ته د تیر فرض جهاد او يو نيم ميلیون شهيدانو امتيازات خپل وبلل خو کاش په دوی کې يوازې يو تن يي نن دا جرأت کړی وی چې د يو پخوانی شهيد، يتيم، کوڼدې، سپين سرې يا تورسرې کور ته ورغلی وی پوښتنه يي کړې وی چې د يو ريښتوني مجاهد بچيان، مور، میرمن او کورنۍ په څه حال کې ده.
خو ويده باید نه شو راځئ ور په ياد يي کړو چې بريا اصلي ورځ د جدي ۲۶ نيټه وه  دا هغه عظيمه او لویه ورځ ده چې ولس او مجاهد ملت سره پوځيان له آمو پورې ويستل تر هغه وروسته هر شوی کار خيانت، جفا او زياتی دی هر سړي چې تر هر نوم لاندې کړی د شوي وحشت عاملین دي.
متاسفانه موږ دومره  ډارن،مظلومان او  فکري بې سوادان يو چې هيڅوک را پورته نه شول او دې ننيو لکسيس سپرو مجاهدینو ته يي ونه ویل چې کاکو! که جهاد تاسو کړی وي نو کابل چا وران کړ، که وطن تاسو ساتلی وي، اردو، نظام او په لکونو پوځ،رادار، شتمنۍ، کارخانې او ګل غوندې کابل چا لوټې لوټې کړ؟ افسوس د هغو پر حال چې نن هم همدې اجرتي قاتلانو ته ناست دي، که موږ نن پر طالب لعنت وايو باور ورکړئ نني مجاهدين تر دې ډير د غندنې دي که دوی وحشت نه وی کړی، اردو او نظام يي نه وی ړنګ کړي باوري يم چې نه به مو نن په وطن کې وينې روانې وی او نه به هم  دلته امر یکا، القاعده، داعش، امارت، وحشت او دحشت وی همدا دوی ددې وحشتونو بنسټ کيښود نو د امتياز پر ځای باید په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړي او ځانونه محاکمه کړي.
زه نه پوهيږم دا ډارن ملت به تر کله په چوپه خولو دا هرڅه زغمي پرون يو مړ شو نن يي هغه ده ورور، زوی، وراره، تره او ان مړي پر موږ راج چلوي او دا لړۍ به ځکه روانه وي چې دا ظالمان د هرې ورځې په تيريدو سره نور هم چاغيږي، بله بدي خو يي لا دا چې پخواني وطن تباه کونکي اوس د طالباني وحشت لپاره په راتلونکې کې روايتونه جوړوي، شونې ده  داسې يوه ورځ هم راشي چې ننی افغان وژونکی اجرتي قاتل اخترمحمد منصور سبانی رباني،هيبت الله يي مسعود،سراج الدين يي ګلبدین،ملاقيوم يي رشيد دوستم او.... شي او بیا به دوی د جهاد،مقاومت، امريکايي سرتیرو د ماتې او... په نوم امتيازات غواړي هغه وخت به د کابل د تیرې اونۍ وحشت هم د بهرنیانو کار وي، د شاه شهيد کنډوالې به د پیريانو  کارونه او د کامرې مخې ته افغان وژنه به هم امريکا، روسيي يا چين او اروپا کړي وي هی هی افسوس او صد افسوس.
زه خو چې ګورم په  دې وطن کې خو نور امتيازات پاتې نه دي ځکه دولتي ځمکې مجاهدينو غصب کړې، کانونه دوی قاچاق کړل، په ترکیه او دوبۍ کې کورونه دوی واخیستل، اتيا سلنه سياسي واک له دوی سره دی ،اردو او نظام دوی دړې وړې کړ،ګل مرجاني فلسفه دوی را منځ ته کړه او........نو که چیرته پرونۍ ورور وژنه سمه وي، که چیرته پروني مجاهداني قاتلين قهرمانان وي او نن امتيازات غواړي يا يي حق وي، نو سبا به له اخترمحمد منصور،هيبت الله سراج الدین او دې نورو چاچا خيلو او  پنجاب خيلو سره څه کوو.
خو ګورئ یو شی مه هیروئ د دواړو موخې يو شانې دي هغه وخت مجاهدينو نظام،اردو او پولیس ولوټل او طالبان ملت، سرونه، شته او سکون لوټي، یوازې په څيرو کې توپير راغلی دی، وحشت یو څه عصري شوی دی او نور نو خوار افغانستان ته جوړه ده هغه وخت هم ملت قرباني ورکړه او نن هم ملت قرباني ورکوي.
سيد سميع الله راشد