کاش چې طالب نه پوهيدای

 
طالب د ۲۱ پيړۍ په ټولو اړتياوو،موخو،سياستونو او اندونو ښه پوی دی پرون يي ښځې يوازې د کور او ګور بللې خو نن هغه ده له شکريي بارکزۍ، فوزيه کوفي او... سره په پردي او دريم هیواد کې مجالس او اختلاطونه کوي، ان تر دې چې زه يي ځينې پيژنم د ښځو په نوم شاعري کوي، تپل شوې نښتې ته روايتونه جوړوي. طالب پرون ويډيو کتل حرام بلل خو نن يي ويبپاڼې او ټولنيزې پاڼې د مظلومو افغانانو د سر پرې کولو، وهلو، وژلو او وطن د ورانولو له ويډيوګانو ډک کړي دي ان تر دې چې ځينې اجرتي فکري پلويان خو يي د دوبۍ او پاکستان  انځورونه هم رسنیز کوي خو کاش دوی دا انرژي د وطن په خاطر مصرف کړې وی، کاش طالب په هلمند کې کيدونکی مقاومت پر وطن د پنجابي اشغال او خاورې لاندې کولو په خاطر  کړی وی،پرون همدې طالب د ټوک ډوډۍ خوړه په جومات کې به ناست وو، په مدرسه کې به ديره وو، زما او ستا دروازې، مړي او سقاط ته به يي سترګې وې چې دلته مې موخه سپيڅلي طالب او ديني علماوو ته د سپکاوي نه بلکه يوازې او یوازې د دوی د تير ژوند انځوردی، خو نن هغه ده په قطر کې ورته درهم او دينار، په پاکستان کې ورته کلدارې، په روسيه کې ورته روسي پيسې، چينايي ين، ایراني تومن او امريکايي ډالرې را روانې دي خو طالب دا پيسې د دې د وطن آبادۍ لپاره نه بلکه ددې وطن د ورانيدو او جوړو شويو ځايونو په ورانيدو لګوي.
طالب د بل وطن له سړک څخه چې کله په موټر کې ناست وي په مري يا اسلام آباد کې چکرونه وهي او يا په دوبۍ کې د ساحل غاړې ته ناست وي ښه خوند اخلي خو د خپل وطن سړکونه، پلونه، ويالي او کانالونه يي په بمونو داسې سوري سوري کړي دي لکه د ده په جومات کې د لګيدلي لوډسپيکر مايک ،خوافسوس په دې راځي چې کاش طالب د بل وطن آبادۍ او ښوی سړکونه نه وی ليدلي ده هرڅه لیدلي دي په قدر يي پوهيږي چې خبرو ته ورسره کينې د وطنپالنې ژور منطق ورسره دی خو په عمل کې ددې وطن د تباهۍ لپاره يي د والله باالله ثم تاالله قسم يادکړی دی.
طالب په دې ښه پوی دی چې عالم او بې علمه سره برابر نه دي خو په دې وطن تياري يي يوازې د بل د خوشالۍ په خاطر لورولي دي، طالب ددې وطن له سکون سره هغه تاريخي جفا کوي کومه چې له ننه سل کاله مخکې له قبايلي پښتنو سره شوې وه، هلته نن هم ښونځي نشته، نن هم د فاټا او انګریز  جوړ شوی خرافاتي او وحشي قانون حاکم دی، قبایل د ازادو په نوم په اصل کې د وحشت او دحشت په داسې يو مرکز بدل شوی دی چې عرب هلته، ازبک هلته، پنجابی هلته او... ټول د شر او تباهۍ خوښونکي او پردیو ته کارول کيدونکې پروژې په همدې سيمو کې دي.
طالب په کوټه کې ناست اوپه افغانستان کې افغان وژنه ثواب بولي، درګرده يي وژني، د وژنې په انداز کې نوښتونه کوي، وحشت يي د ۲۱ پيړۍ په وحشي کړو وړو کې ساری نه لري  خو ځان بیا د افغانستان له غمه  مړبولي او په هره خبره کې به یي لومړۍ خبره داوي چې ددې وطن، ناموس او ارزښتونو ساتنه کوو.
د طالب حقاني، طالب اخترمنصور ، شيرمحمد عباس، ملا هغه او ملا دغه زامن په قطر، پاکستان،اسلام آباد او پنډۍ کې په ښو ښونځيو کې درسونه وايي خو زما په زوی يي په خپل وطن کې د سوال په پیسو جوړ شوی د نړۍ له معيارونو ډير شاته پاتې ښونځی هم نه لوريږي ځکه چې طالب ته خپل بچي محترم او زموږ بچي ورته د مرګ لايق ښکاري، همدا لوبه چې نن طالب کوي پرون له موږ سره د حزب، اتحاد،جمعیت، پیر، سيد، حضرت او مخور په نوم ځينو هم وکړه نن دوی جهادي مشران شول او زامنو يي هغه ده ددې وطن د سياست واګي په لاس کې اخیستي دي او مظلوم ولس ورته ټول اجرتي غلامان ښکاري نو د طالب ننی کړنې سبا ته موږ د سياف، ګلبدين، مسعود، فهیم او رباني پاتې شوني په ميراث پريدي.
طالب په نوره دنيا کې اصول پيژني،سياست ته درناوی لري، له پوتين او ایرانيانو سره ليدنې کتنې کوي خو په خپل وطن کې يي د ادکې مور د زوی د سولې، پخلاينې او ورورۍ په خبره غوږ نه خلاصيږي، کله  چې د دنيا او ۲۱ پيړۍ اړتياوو باندې له طالب سره بحث کوې نو دی درته دستي د جنت، حورو،شرابو او شاتو د ويالو او حوزونو کيسې شروع کړي خو دی تر اوسه هم پوی نه دی چې که ددې دنيا ژوند، عبادات،زکات،خیرات او .... نه وی نو الله تعالی به جنت هم نه وی جوړ کړی، طالب ته داسې ښکاري چې جنت يوازې هغه ته ورکول کيږي چې ځان چوي، ښونځی ورانوي، وطن تباه کوي، د ده په نوم يا دی په خپله ددې وطن د برښنا پايي نړوي.
طالب ته ډک جيب ښه خوند ورکوي خو که تا يوازې د يوې ګولې حلالې روزي په خاطر چيرته ماموریت، مديريت واخيست اويا په ملي پوځ، ملي پوليسو يا ملي امنيت کې دنده واخيسته، واجب القتل، اجیر، مزدور، غلام، د اشغال حامي او لنډه دا چې يوازې مرګ ته جوړ سړی يي، ځکه طالب ځان ته د هرڅه روايت له دينه را وباسي او له دينه يي داسې یو شی جوړ کړی چې خير پکې یوازې د ده دی.
خو زه وايم کاش د کوټې، قطر، اسلام آباد او دوبۍ د طالب مشر يو زوی هم ځانمرګی کړی وی، کاش د ده يو زوی او يا ورور هم يو وارې د څرخي پله زندان تیر کړی وی، کاش طالب مشر ته هم لکه زموږ د ځوانانو په څير ځوانې ميرمنې کونډې او واړه ماشومان ورته يتيمان شوي وی .
نو طالب چې نن يي ټوټه وجود کرار کرار د محوه کيدو په حال کې دی لا هم يوه موکه لري، لا هم ددې ملت په زړه کې ورته د يو غوليدلي بچي په توګه رحم شته، را دې شي نور دې ددې وطن د تباهۍ پر ځای د وطن د آبادۍ لپاره مټې را بډ وهي، د برښنا د پايو ويشتل یا د ده په نوم د قومي نسل وژنې د لړۍ دوام نه د ده په خیر ده او نه هم ددې وطن، ددې وطن خير په يو والي، سکون، مينه، وروري  او لاس ورکړه کې ده.
نو طالبه که پوی شې د منصور له عقدې، د ملارسول له ایرانپالنې، د ملاعمر د مظلوميت له مرګ او څو وارې په نورو له پلورلو درس واخلي په داعشي معما ځان پوی کړې ځان سره فکر وکړې چې زه څه کوم شونې ده ډيرې پوښتنې دې ځواب شي، که دې له ملا برادر، ملاعبيدالله، دادالله منصور او..... څخه درس واخلې نو سر به دې خلاص شي چې ته ترکستان ته روان يي نه مکې ته، راځه ددې وطن د آبادۍ لپاره نورې د امريکا، بريټانيا، ایران، پاکستان، ټلوالې او اجرتي مشرانو او پرديو دسیسې شنډې کړو او له دې لارې ستا ديني، زما ټولنیز او د بل نسل له نورو سره دسيال کيدو ارمان پوره کړو ځکه ته هغه انرژي چې ددې وطن د تباهۍ په خاطر مصرفوي، ته هغه زور چې  د خپل بچي په وژلو ضايع کوې که لاسونه سره ورکړو شونې ده د سيالانو سيال شو او د تل لپاره له سياسي،فکري، اقتصادي، فرهنګي، دوديز او تاريخي محروميت څخه خلاص شو.
سيد سميع الله راشد