د دوست او دښمن تعریف

    په افغانستان کې د روانې جګړې د اوږدوالي یو لامل د دوست او دښمن د تعریف ابهام وو، ځکه په تېرو کلونو کې د افغانستان دښمنانو ت د ناراضي ورور، مرور ورور، وسله وال مخالف، سیاسي مخالف، طالب او نورو بېلابېل خطابونه کېدل. د افغانستان له دښمنانو له دغه ابهام او بېلابېلو خطابونو څخه د خپلو ورانکاریو او بریدونو د ترسره کولو لپاره ناوړه ګټه واخیسته. حکومت او چارواکو به د ورورۍ لاس ورغځاوه، مګر دوی تل د دښمنۍ رفتار او ګوزار کاوه. حتی د ولس او عامو خلکو پر وړاندې یې داسې بریدونه ترسره کړل چې له امله یې زموږګڼ هېوادوال شهیدان او ټپیان شول. د افغانستان جمهور رئیس پرون د ملي شورا په تالار کې د ولس استازو او ټول ولس ته خپله ارزښتناکه وینا واوروله. د نوموړي د وینا ارزښت په دې کې وو چې د حکومت سیاستونه او سیاسي کرښې یې تر پخوا لا روښانه کړې، د حکومت دریځ او د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو جنګي وړتیا هم په کې په ډاګه شوه. همدارنګه د دې ټولو تر څنګ د افغانستان دوست او دښمن هم په کې تر بل هر وخت ښه او په واضح توګه تعریف شو او هغه ابهام چې له ډېر پخوا راهیسې په شعوري او یا غیر شعوري توګه په دې برخه کې موجود وو، له منځه لاړ. جمهور رئیس غني وویل، د نظام پلویان، بې طرفه اشخاص، د حکومت سیاسي اپوزیسیون او ټول هغه هېوادوال چې بېلابېل لیدلوري او سیاسي دریځونه لري، مګر د دې ټولو باوجود د افغانستان ملي ګټو ته ژمن وي او د خپل وس تر بریده د هغو دفاع، ساتنه او پالنه کوي، دا ټول په حقیقت کې د افغانستان صادق او ژمن دوستان دي. نوموړي د افغانستان دښمنان داسې تعریف کړل، هغوی چې د افغان ځوانانو له پاکو او سپېڅلو مذهبي احساساتو څخه ناوړه ګټه اخلي، حال دا چې دوی په خپله د نشه یي توکو مافیا برخه دي او له همدې لارې څخه تورې پیسې ترلاسه کوي او په عیش او عشرت بوخت دي، دوی په حقیقت کې د افغانستان او افغانانو دایمي دښمنان دي. جمهور رئیس زیاته کړه، د افغانستان دښمنان د داعش، القاعده، د حقاني له انسان وژونکو ډلو او هغې ډلې طالبانو څخه عبارت دي چې زموږ د بې ګناه هېوادوالو د وینو له تویولو خوند اخلي او جنګ او دهشت ته ادامه ورکوي. جمهور رئیس غني وویل د بهرنیو اجیرانو او د افغانستان دښمنانو سره د مذاکراتو او خبرو هیڅ لاره او اړتیا نه ده موجوده، مګر د طالبانو هغه ډلې چې غواړي په افغانستان کې له جګړې او د بې ګناه هېوادوالو له وژلو لاس واخلي او د سولې او ثبات د تامین له لارې د وطن په ابادۍ او پرمختګ کې همکاري وکړي د هغوی لپاره د مذاکراتو لارې پرانیستې دي، مګر دا فرصت به هم د تل لپاره نه وي. ولسمشر د افغانستان دښمنانو او مخالفانو ته په څرګنده توګه دا پیغام ورکړ، چې موږ له دښمنانو سره پر خبرو نور خپل وخت نه ضایع کوو، دوی به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مېړانې او اتلولۍ له برکته نابود کړو. خو هغوی چې واقعاً غواړي د افغانستان له دښمنانو څخه فاصله واخلي. د هېواد له وراني، تباهي، ورانکاري، ترور، وحشت د خلکو له ځورولو لاس واخلي او سوله ییز ژوند ته ستون شي، نو حکومت به له دوی سره د سولې خبرې وکړي، مګر د ولسمشر په وینا دا فرصت به د زیات وخت لپاره نه وي، نو هغوی چې واقعاً غواړي له تاوتریخوالي څخه لاس واخلي پکار دی چې د سولې له مذاکراتو څخه په ګټه اخیستنې د سولې بهیر سره یو ځای شي.