د ولسمشر ننۍ خبرې او وروستی اپشن

 
نن د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني  د ملي شورا له دواړو مجلسونو يانې ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړو سره ځانګړې ناسته درلوده او په دې ناسته کې يي ډيرې هغه خبرې نن وکړې چې په تير يو نيم کال کې يي نه وې کړې په دې خبرو کې له افغان ځواکونو ملاتړ، د دوی پياوړي کيدل، د ملي پوځ په لا پياوړتيا کې  د امنيت شورا د سلاکار ښاغلي محمد حنيف اتمر او د دفاع وزارت د سرپرست ښاغلي محمد معصوم ستانکزي د کړنو ستاينه او  قدردانی د پام وړ خبره وه.
د اتمر او ستانکزي د سياستونو ستاينه په داسې يو حساس وخت کې د افغانستان د شرایطو غوښتنه ده ځکه دښمن او اجرتي مبلغين تل کوښښ کوي په دې دوو څيرو باندې بيلابیل تورونه ولګوي خو دا دواړه څيرې له کومې ځان ښودنې او يا فردي ګټو پرته د يو باثباته افغانستان لپاره په پټه خولو نه ستړی کيدونکی کار کوي چې کارونه يي د هیواد په تاريخ کې په زرینو کرښو باندې ثبت دي که نن يي غندي همدا به يي سبا ددې خاورې د اتلو بچيانو په توګه ستايي ځکه چې دلته تپل شوې استخباراتي جګړه همداسې پيچلي ماغزه غواړی څو  پکې د افغانستان جهت او ګټې معلومې کړي.
په ټول کې په ننیو خبرو کې ولسمشر داسې ټکو ته نغوته وکړه چې نور به يي نه ګاونډی هیواد پاکستان معقول ځواب ولري او نه به ترهګر له هرې شونې لارې ځان ته مشروعيت پيدا کړي ځکه د ولسمشر په ننيو خبرو کې ټول هغه چې افغانستان ورانوي، افغانان وژني او زیاتی کوي باغيان وبلل شول، دښمن ته د باغي له خطاب سره سم د افغان ځواکونو لپاره يو ښه زیری وو ځکه دوی اوس پوی شول چې دوی باید له دښمن سره څه وکړي.
پاکستان په تیرو ۱۵ کلونو کې له موږ سره دوه مخې لوبه کړې له دې سره سره چې پخواني ولسمشر په تیرو ۱۳ کلونو کې پاکستان ته شل بې پايلې سفرونه درلودل د نن په څير يي ورته سپينې او پاکې خبرې ونشوای کړای او د يو کلیوال ملک يا خان په څير يي یوازې شخصي عقده مخې ته کړه او  له هند سره يي د يارانې يو نامعقول تار ټينګ کړ، منو چې هندوستان تر بل هر هیواده له افغانستان سره ډيرې مرستې کړي دي خو سیمه ايزه اړتيا داده چې موږ باید تعادل وساتو که چیرته موږ له امريکې سره دوستي کوو نو له ایران سره د دښمنۍ پالل یي موږ ته هيڅ ګټه نه کوي، که چیرته موږ له پاکستان سره دښمني کوو نو له چين سره مو باید دوستي او تاريخي اړيکې پیاوړې وي، همداسې که له امريکې سره امنيتي تړون لرو نو روسیه هم د سیمې د خان په توګه باید زموږ تر څنګ وي.
په تیر يو نيم کال کې د ولسمشر معقول سیاستونه، د امنيت شورا د سلاکار موخه ایز سفرونه او وړ مکانیزم باالاخره دې ته موکه برابره کړه چې هندوستان تر پخوا هم زموږ پوخ دوست شي، چين سره مو تاريخي دوستي په اوس وخت کې نوره هم پياوړې شي، روسيه کرار کرار د مرستې لاسونه راکړي او باالاخره د يوې ملې او نړۍ والې اجماع په شتون کې پاکستان رسما يوې سياسي انزوا ته ولاړ شي.
په هره برخه کې چې په تیر يو کال کې زموږ بهرنی سیاست،کفايت او تدبر باندې فکر کوې نو شونې ده يو څه خبرې پرې وشي موږ په تیر يو نيم کال کې ريښتوني سياست، له حالاتو سره سم اقتصاد لرو منم چې کارونه کم شوي، ناامني ډيره شوې خو راځئ دا هم مه هیروئ چې دلته درې ټريليونه ډالره مصرفیدل، يو نيم لک بهرني سرتیري وو او باالاخره زموږ يو مصنوعي اقتصاد وو، په دفاع وزارت کې وروستي سمونونه او د اتيا جنرالانو تقاعد کول او نویو ځوانانو ته موکه ورکول ملي پوځ ته يو ښه زيری دی، په کورنیو چارو وزارت کې تر اوسه هم ځينې ستونزې شته دي خو شونې ده د نوي مشرتابه له راتګ او د امنيت شورا د سلاکار د مشورو په شتون کې دا وزارت هم سم شي، د ملي امنيت رياست په جوړښت کې ستونزې نشته خو له تجهیزاتي پلوه ستونزې لري،  د کدرونو له تشې سره مخ کيدونکی دی نو په داسې يو وضعيت کې همداسې يو سياست ته اړتیا وه.
ولسمشر نن د ۴۰ ميلیونه افغانانو د زړه خبرې وکړې داسې هم نه ده چې ولسمشر دا خبرې مخکې نشوای کولای بلکه کولای يي شوای ځکه چې ولسمشر کله راولپنډۍ ته ولاړ مخامخ د پوځ له مسولینو سره کيناست نو موږ باید درک کړې وی چې ولسمشر د ستونزو هغه د ټپ مرکزيت پيدا کړی دی خو موږ دومره جذباتي خلک يو چې موږ يو وار بیا د تیرو کلونو درې ټريلیونه ډالر، يو نيم لک بهرني سرتيري او وارخطا نړۍ واله ټولنه غوښته حال دا چې اوس په نړۍ کې په هر ګوټ حالات په چټکۍ سره بدلون کوي نو باید سياستونه هم له اړتياوو سره سم پر مخ ولاړ شي.
زه په ټول کې د ولسمشر ، امنيت شورا او دفاع وزارت وروستۍ کړنې، د پوځ او پولیسو د سمبالتيا په برخه کې يي منډې ترړې د يو با ثباته افغانستان لپاره لومړني ګامونه بولم او انشاالله چې دا لړۍ به روانه وي ځکه په امنيت شورا، دفاع وزارت او په ټول کې په بهرني سياست کې د یو وړ مکانیزم لپاره طرحه، ذهنيت، اراده او  تعهد شتون لري خو دا کار يوازې افراد نه شي کولای بلکه افراد ددې کارونو د کولو لپاره په پراخه کچه ملي او ولسي ملاتړ ته اړتيا لري.
ولسمشر چې نن د دوست او دښمن کوم پيژند وړاندې کړ، کوم غږ يي چې د طالباني، حقاني او نړۍ والو ترهګرو په اړه وړاندې کړ په تیرو ۱۴ کې يي چا د وړاندې کولو لپاره جرأت نه وو کړی هیوادونه او حکومتونه په کنايو او عقدو نه ساتل کيږي، مشرانو ته له نورو سره په اړیکو کې عاطفه په درد نه خوري بلکه د دوی سياست باید له اړتياوو سره سم وي او ښه به وي چې روان سياست او مکانیزم ته همداسې دوام ورکول شي.
پر امنيت شورا په وروستیو کې د ځینو کړيو فشارونه ددې هیواد دملي ګټو پر ضد کار دی، د ملي امنيت شورا چې د نوم ورکو سرتیرو په توګه د راتلونکي افغانستان پر ثبات فکر کوي باید ملاتړ يي وشي د دوی په اړه کيدونکې عقده مندانه خبرې او افوهات په ټول کې د هیواد په زیان دي باید په دې برخه کې  اندونه او شننې ريښتونې او د افغانستان له اړتياوو سره سمې وي.
راځئ په دې فکر مه کوی چې موږ يو نيم کال بيکاره شو يا ناامني ډيره شوه راځئ په دې فکر وکړو چې د افغانستان راتلونکې څه ډول تضمين کولای شو؟ راځئ په دې فکر وکړو چې باالاخره موږ غولول شوي طالب ته د يو ورور په توګه ترخه خبره په کوم انداز وکړه؟ هر څوک کولای شي په لومړی سر کې ترخې خبرې وکړي خو که لومړی خوږې خبرې وکړې، صبر وکړې او په پای کې ورته د زور له ادرسه مخکې ور شې نو پايله يي ډيره مثبته وي اوس موږ ته ځکه داسې خبرې په کار وې چې پوځ سمبال شوی، د نړۍ والې ټولنې ژمنې ډيرې شوي دي، ډيرو هیوادونو په افغانستان کې پاتې کيدو ته زړه ښه کړی دی، افغان هوايي ځواکونه سمبال شوي دي، د طالبانو پر ضد ولسي کرکه مخ په ډيریدو شوې، طالبان اوس له ډلې په ډلو ويشل شوي دي چې هره ډله يي بیلابیلې خبرې او موخې لري نو انشاالله که لږ حالات سم سره وچاڼو او په خپل وار سره د نني سیاست او خپلو مشرانو ننګه وکړو باوري يم چې موږ به روان کال له لاسته راوړونو ډک ولرو او بیا به د يو باثباته افغانستان په لور مخکې ولاړ شو.
پای
سميع الله افغانمل