د محمد معصوم ستانکزي ژوند او اند

 
له ډير وخت وروسته اول وار د يو داسې کس په اړه مې څه لیکلو ته زړه شوی دی چې ډيرو ته شونې ده یو ډول چاپړوسي،خودغرضي يا هم کوم بل شی ښکاره شي خو په سر کې درته يوه خبره کوم چې په دې لیکنه کې مې څو اساسي موخې دي یو دا چې ددې وطن د يو اصلي بچي په اړه څو پاڼې توروم او بل دا چې غواړم د داسې یو کس له وړتياوو مو خبر کړم چې تر اوسه يي ځان ته هيڅ هم نه دي کړي خو افغانستان ته يي ډير څه کړي دي او بله مهمه خبره دا چې نه يي زه مادون يم او نه به  يي مادون پاتې شم خو ددې وطن د یو بچي په توګه غواړم يوازې او يوازې خپل مسولیت ادا کړم.
په افغانستان کې هر سړی چې را مخې ته شوی دی په ناڅاپي ډول را پيدا شوی دی خو له صحنې هم ناڅاپي وتلی دی يا يي د ناڅاپي را پیدا کيدو په لړ کې ځينې داسې سهوې کړي دي چې پخپله محوه شوی دی او يا يي خپلې ګټې په خطر کې ليدلي دي او چیرته يی ځان غلی کړی دی څو  د ولس خوړلې غوښې هضم کړي ولې داسې خلک هم شته چې پوره څو لسيزې يي ددې وطن د سکون، ابادۍ، ټيکاو او بساينې په خاطر منډې ترړې کړي دي خو کله هم غلی شوی نه دی بلکه د سر په بیه يي بیا بیا هڅې کړي دي.
هغه چې زه يي ستايم له  هر ډول تړاو پرته داسې يو څوک دی چې ددې وطن لپاره يي پوره څلور لسيزې منډې ترړې کړي له سره بیا تر کورنۍ پورې يي ددې وطن لپاره پر ځان قرباني منلې او له ماسره يي شخصي خاطرې ډيرې دي خو وايم يی نه ولې د وروستیو څو لسیزو د ناورين د مخنيوي په برخه کې يي کړې هڅې د يوې تاريخي پيښې په ډول ما په خپله سينه کې ثبت کړي دي، هغه چې درته ستايم يو وخت زموږ د مخابراتو وزیر، بیا د سولې شورا د دارالانشا رئيس، د دفاع وزارت سرپرست، په ډيرو نړۍ والو ادارو کې د مشر او اوس اوس د ملي امنيت د لوی رياست د سرپرست په توګه ټاکل شوی پر وطن مين، مسلکي پوځي او استخباراتي څيره ښاغلی محمد معصوم ستانکزی دی.
ما چې ددې شخصيت په اړه قلم را اخيست تر دې مخکې په تصادفي  ډول سره د دوهمې نړۍ والې جګړې د تاريخ په لوستلو بوخت ووم دوه خبرې مې پکې ډيرې ژورې پیدا کړې يو د الماني جنرال امریه چې ويلي يي وو سړک جوړ کړی چې مواد راوړو او بیا مو لوڅې پښې پټې شي او بله هم  د يو فرانسوي جنرال د سختو ورځو او زندان کیسه.
د فرانسوي جنرال کيسه داسې ده چې وايي: کله چې دوهمه تباه کونکې نړۍ واله جګړه په خپل اوج کې وه نو د المان د وخت د پوځ قومندان خپلو یو لک سرتیرو، درې زره توپونو او زر جنګي الوتکو ته د تيارسی او پر فرانسه باندې د برید لپاره د تابیا امر وکړ، له دې امر سره سم د فرانسې د وخت جنرال خبر شو او سمدستي يي المان ته پرته له دې چې پادشاه  په جريان کې کړي د سولې وړانديز وکړ او ښه وو چې الماني جنرال هم دستي ومانه او جنګ ونشو خو کله چې پادشاه د جنرال پر دې کار خبر شو نو دا فرانسوي جنرال يي بندي کړ او پوره اتلس کاله يي په زندان کې تير کړل او په همدې زندان يي ساه و و  وته، نو له مړينې وروسته څارنوالان راغلل څو دده خونه وپلټي او دده ټول اسناد او کتابونه هم له سره وڅيړي په دې منځ کې د يو څارنوال سترګې ددې مړه جنرال د خاطراتو پر کتابچه ولګيدې ژر يي را پورته کړه او چې دا پاڼه يي واړوله نو د سولې د شوي وړانديز  راز پکې داسې لیکل شوی وو:« هغه وخت جنګ هرڅه په مخه کړي وو، نيمه نړۍ ورانه شوې وه، خو پاريس يا د ښيښو ښار يو څه جوړ پاتې وو،خو کله چې المان د جنګ تابیا وکړه زما په ملت کې نه د جګړې زور وو نه هم موږ يو لک سرتيري، زر الوتکې او درې زره لرې واټن ويشتونکي توپونه لرل نو ددې لپاره چې ما مې ملت او پاريس ژغورلی وي د سولې وړانديز مې وکړ او نښته ونشوه دا چې نښته ونشوه زه بندي شوم خو ملت مې ژوندی پاتې شو تر دې ماته ستر خدمت او  لوی منصب بل نشته دلته تير کړی زندان هم ماته د ولس لپاره د خدمت يوه برخه ده ژوندی دې وي زما ولس.»
وايي د وخت څارنوال دا موضوع کټ مټ پادشاه ته ولیږله او پادشاه چې نور يي تاسف او  خپګان ګټه نه لرله دده له مرګ وروسته يي د هغه ټولې پوځي رتبې اجرا کړې او په نوم يي يو پوځي مډال هم جوړ کړ چې اوس هر کال د فرانسې په پوځ کې يو وتلي جنرال ته ورکول کيږي.
نو ما چې دا کيسه ولوسته ما ویل راشه له تیرو تجربو باید زده کړو مخکې تر دې چې موږ ددې وطن لپاره نوم ورکي سرتيري له لاسه ورکړو ځينې يي له کړنو، هڅو او منډو ترړو خبر کړو لږ تر لږه خو به مو  يوازې يو کس په ژوندينې په خلکو پيژندلی وي.
ښاغلی معصوم ستانکزی په خپل وار سره څو ښه خویونه لري:
الف: يو ښه مدير: ستانکزی صیب د ښه مديریت هغه بیلګه ده چې پيل يي له ځانه کړی دی، يانې دی په خپل وخت په دفتر کې دی، خاين، قومپالی، سمتپالی، ژبپالی او يا فرد پالی نه دی، تل يي پر وطن فکر کړی دی او د وطن په هره برخه کې يي هر افغان ته خپل حق ورکړی دی، تر خپل هر مادون مخکې په دفتر  کې دی او تر خپل هر مادون ډير ناوخته له دفتر څخه وزي، له دې سره سره چې په لویو منصبونو پاتې شوی دی او ډير ترې شونې ده په دې خپه وي چې ولې خيښي، دوستي يا قومي او فردي اړيکې نه پالي همدا يي د پاکي یوه بله بیلګه ده چې له ځوانۍ تر سپينې ږيرې نه ښارګوټي لري نه هم سوداګریز مرکزونه او یا په بهر کې تجارتونه.
پاکي: په پاکې  يي شونې ده تر ما هغه خلک چې له ده سره يي کار کړی دی ښه خبر وي، د ستانکزي پاکي که په سنګين يا شغنان کې د ملي اردو له يو سرتيرو وپوښتو هغه به يي په اړه په زړه کې ډير څه ولري ځکه د ستانکزي په ورتګ په ځوان او لوستي پوړ چې په دفاع وزارت کې وو او هيڅ ډول سياسی یا فردي ملاتړ يي نه لاره نوې ساه وټکولوه، خو بیا هم که د ده په شتون کې په دفاع وزارت کې وروستي اصلاحات، د بهرنیانو مرستې راجلبول او د ملي پوځ په مسلکي کيدو کې نه ستړې کيدونکې هلې ځلې يي سمې وڅيړل شي شونې ده د شته اردو په ټول تاریخ کې دومره ستړې ورته بل چا نه وي تیرې کړي او اوس موږ عملا دده په شتون کې د ملي پوځ لاسته راوړنې او د ځوانو کدرونو رامخې ته کيدل د سر په سترګو وينو او دا هم وينو چې د شفق په نوم ډيزاين شوي عمليات څومره په مسلکي ډول سره د ټولو درې ګونو ادارو يانې پوځ، پوليسو او ملي امنيت د پوره همغږۍ په شتون سره پر مخ روان دي او هره شيبه ددې وطن په کلیو او بانډو کې دښمن ته غاښ ماتونکي ځوابونه ورکول کيږي.
سوله: ستانکزی صیب د سولې دومره لېوال دی چې ان د ځان په بيه يي هڅې کړي دي، د ستانکزي دا لېوالتيا له دې درته ښه ښکاریدای شي چې په لونګۍ کې له بم راوړي وحشي سره ان د سولې د شهيد برهان الدين رباني تر کوره ولاړ يوې مرګونې چاودنې د سولې شورا مشر له موږ واخيست او ستانکزی صیب په دې سپينه ږیره پکې سخت ټپي شو. په دې برخه کې يي لږ مکث کوم ځکه ځينې مخربې څيرې او پردي پالې استخباراتي کړۍ له تیرو کلونو را هيسې په نوموړي پسې تبلیغ کوي خو زه ورته څو خبرې لرم يو خو دا چې د سولې په برخه کې شونې ده د استاد رباني او ستانکزي صیب ارمان يو شانې وو چې یو د سولې قرباني شو او بل لا هم د سولې په خاطر ان شخصيتي توهين مني، له هيڅ چا سره عقده نه کوي او نه ځان سپینوي خو لګيا دی او هره شيبه کوښښ کوي چې دې وطن ته به ټيکاو راځي او باالاخره به معاصر افغانستان په خپلو پښو دريږي، دا خبره ځکه کوم چې د ستانکزي مخالفين او د استاد رباني مصنوعي پلويان نن سبا د ډيرو شتو، ښارګوټو، بهر کې د تجارتونو او .... خاوندان دي خو نه تر اوسه د ستانکزي ښارګوټی چیرته معلوم دی او نه يي هم په بهر کې چیرته کوم کس يوازې د پیسو ساتلو ته په کرايه نیولی دی.
ګورئ مخربې کړۍ په هرڅه پسې خبرې کوي، ډيری فکرونه خرابوي او پردیو ته په کار سره د وړ شخصیتونو مخه نيسي خو زه وايم که ستانکزی په ځان مين وی  نن به يي ډير د ځان په پلوی کسان ګمارلي وی، فيسبوکي پاڼې به وی، له هر رسمي او نارسمي ادرسه به يي په پلوي غږونه پورته کيدای خو داسې نه ده، ستانکزی په وطن مین دی نو ځکه خو په خلکو ځان نه درنوي.
هغه چې له ده سره مخالفت کوي څو لاملونه لري:
الف: مخالفین مصنوعي او ناورین را پورته کړي خلک دي کوښښ کوي په ماجراجویانه شکل سره خپل ځان ته په بیلابیلو افوهاتو سره ځای جوړ کړي خو ولس باید يوه خبره ومني په افغانستان پر هرچا چې نيوکې ډيرې وي هغه دکار سړی دی ځکه دلته هغه چې غل دی يا ماجراجو دی د ځان د سپيناوي لپاره يی بیلابیل، رسنیز،مدني او نور ادرسونه ځان ته جوړ کړي دي او هغه چې کار کوي هغه په هر حال کې پر ځان متکي دی او له هيڅ چا يي ډار ځکه نه کيږي چې په ده کې څه شی نشته دي.
نور نو اوس باید ولس، د دوی استازي او هغه په دې اړه فکر وکړي چې ځانونه ددې وطن اصلي بچيان او مالکين بولي یوازې او یوازې يو تاریخي واقعيت او د يو نوم ورکي سرتيری هغه کړنې چې مادرسره شریکې کړې د يو افغان په توګه مې خپل فرض ادا کړ نور نو:
ستا د ښايست ګلونه ډير دي
ځولۍ مې تنګه زه به کوم يو ټولومه
ومن الله توفیق