زموږ د تاریخ نیمګړتیاوې

 
تاریخ مې د ښوونځي له وخته د خوښې وړ مضمون و او هر وخت به مې یې له  مطالعې خوند اخیستو په 2012 کال کې له مکتبه تر فراغته وروسته د کانکور له لارې د شیخ زايد پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی  ته بریالی شوم چې په حقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی کې له یو کال زده کړو وروسته د خپلو پاتې لوړو زده کړو د ترسره کولو زمینه راته د بورس له لارې په هند کې مساعده شوه. دلته له راتګ وروسته د دوونورو ریشتو دولتي ادارې او سیاسي علومو تر څنګ د خپل پخواني ذوق او د سیاسي علومو سره د نیږدې اړیکې له مخې مې د تاریخ په برخه کې په زده کړو پیل وکړ چې اوس يې دوهم کال په خلاصیدو دی.
دتیرو دوو کالونو په جریان کې مو دهند دتاریخ مختلفې تاریخي دورې :
Ancient Indian history, medieval Indian history and Indian freedom struggle 
ولوستلې، چې په ډیره مفصله توګه يې هره برخه څیړل شوي وه.
د دواړو هیوادونو د تاریخونو دمقایسوي مطالعې څخه وروسته غواړم چي پر یو څو مهمو نیمګړتیاوو چې متاسفانه زمونږ تاریخ يي لري بحث وکړم.
اول: دافغانستان معاصر تاریخ چې داحمدشاه بابا دپاچاهی سره شروع کیږي په ښوونځیو او پوهنتونونو کې په دوامداره توګه تدریس کیږي، که مو له افغان محصل او زده کوونکي څخه پوښتنه وکړه چې احمدشاه بابا په خپله شپږ ویشت کلنه پاچاهی کې څو جنګي سفرونه کړیدي، تر ټولو مهم جنګ يې کوم ،له چا سره او څومره انسانان پکې ووژل شول؟
عاجل به ځواب درکړي چې احمدشاه بابا په خپله شپږ ویشت کلنه پاچاهی کې اووه جنګي سفرونه کړيدي چي پنځه يې د هند یو يې د لویدیځ او یو يې د بخاره په طرف شویدی، تر ټولو مهم جنګ یې د پاني پت دریم جنګ وو چې د پاني پت په ډګر له مرهیټیانو سره شوی دی، چي له لسګونو زرو ډیر مرهیټیان پکې له تیغه تیر شول چي همدې جنګ په هند کې د مرهیټیانو د امپراطوری بنسټونه ولړزول.
خو که پوښتنه مو ورڅخه وکړه چې احمدشاه بابا خپله دلویه امپراطوري چې په ختیځ کې يې سرحدات تر ډهلي په لویدیځ کې تر مشهد په شمال کې تر بخاره او په جنوب کې په غالب ګومان دعربو تر بحرې پورې رسیدل څه ډول اداره کوله ،اداري جوړښت يې څه ډول و، ددلويې امپراطوری لاندې دخلکو ټولنیز او اقتصادي حالت څه ډول و؟
حتمآ به يې ځواب منفي  وي او هیڅ ځواب به ونلري او که ځواب وهم لري په نیشت به حساب وي ، همدرانګه دافغانستان په تعلیمي مرکزونه کې تدریس کیدونکی اسلامي تاریخ هم له ورته حالت سره مخ دی.
 دوهم: بله مهمه موضوع داده چې زمونږ دتاریخ ټول تمرکز یواځې په جنګ او پاڼې يې هر وخت له جنګ څخه غږیږي په داسې حال کې چې دتاریخ مفهوم یواځې دجنګ څخه غږیدل نه دي.
پر جنګ دتاریخ تمرکز او دفغانستان دتاریخ د اتلانو یواځې دجنګي اړخ څیړل هعه څه دي چې 
په ځوان کهول کې دخپلو تاریخي اتلانو څخه دکرکې روحيې ته اوبه ورکوي او مخ پرزیاتیدو ده.
دریم: که چیرې مونږ دفغانستان معاصر تاریخ ته ګورو داحمدشاه بابا او تیمورشاه څخه وروسته دتیمورشاه د 21 زامنو تر منځ دواک پر سر د داخلي مشکلاتو اوپه هند کې دانګریزانو مخ پر زیاتیدونکي قدرت دوره ده .
اساسي موضوع داده چې له دوخته  بیا تر 1919 کال پورې چې له انګریزانو څخه دافغانستان دخپلواکی له نیټې سره سمون خوري هر وخت د افغانستان تاریخ په دې ټینګار کوي چې افغانستان په سیمه کې ددوو لویو قدرتونو تزاري روسیې او انګریزانو په موجودیت کې خپله خپلواکي تر اخیره په پوره قوت سره وساتله .
په داسې حال کې چې په د وخت کې دافغانستان داخلي او خارجي چارې هیڅ وخت د انګریزانو له  لاس وهنې خالي نه وې.
چې څرګند مثالونه يي دافغانستان او  انګریزانو  تر مینځ په څو تړنونوکې دافغانستان له لوري دا اوداسې نور ټکي قبلول چې د انګریزانو دوست به د افغانستان دوست او دښمن به یې دښمن وي، او افغانستان غیر له انګریزانو له بل چا سره اړیکې نلرلې.
دامیر شرعلي خان دحکومت په وروستیو کالونو کې دولعهد دټاکلو په موضوع کې دانګریزانو غوښتنې،دتزاري روسیې سره دافغانستان دپولو دټاکلو په موضوع کې سره ددې چې افغانستان یو اړخ د قضيې و دافغاني نمایندګانو نه شتون دامیر عبدالرحمن خان په وخت کې دانګریزانو له خوا دافغانستان دخارجي سیاست کنټرول  اوداسې نور....
اوس سوال دادی چې ایا په هعه وخت دازادی مفهوم همدا و او که ریښتیا مونږ ازادي نلرله؟
دمحصل او شاګرد څخه دتاریخ داصلي مفهوم ورکیدل محصلینو او شاګردانو ته د ملي ګرايی روحيې ورکول دخپلو تاریخي اتلانو څخه دشاګردانو او محصلینو په زړونو کې دکرکې زیاتېدل او داسې نور مشکلات دپورته ذکر شویو  نیمګړتیاوو زیږنده ده.
زما یو کوچنی وړاندیز دادی چې په نسبي توګه باید په تعلیمي مرکزونو کې دجنګ او په جنګ پورې داړوند موضوعاتو مخه باید ونیول شي.
په پای کې د یو سوله يیز افغانستان په هیله