
د2009 کال دجمهوري ریاست دلومړي پړاو ټاکنو وروسته کله چې ټاکنې دوهم پړاو ته لاړې امریکایانو په یو نه یو ډول هڅه وکړه چې دمشکلاتو په ایجادلو سره دجمهوري ریاست د دوهم پړاو د ټاکنو ترسره کیدل ناممکن وښایي او د یو جوړجاړي په صورت کې د دواړو کاندیدانو، پخواني جمهور رئس حامد کرزي او ډاکټر عبدالله،عبدالله ترمینځ ګډ حکومت جوړکړي چې پدې حکومت کې به ډاکټر عبذالله،عبدالله دحکومت اجرایه رييس او حامد کرزی به دهیواد جمهور رييس وای.
لدې ډول وړاندیز څخه امریکایانو دوه هدفه درلودل : اول، د اجرایه ریاست په رامینځ ته کولو سره به په حکومت د قدرت تمرکز ته چې دیوه مشخص شخص په لاس کې وه او امریکایان ورڅخه له ډیره وخته کړیدل د پای ټکی کیښودل شوی وای. دوهم هدف دا و چې که چیرې دامریکایانو غوښتنې د جمهور رس له لورې نه منل کیدائ پدې صورت کې به دوې بل انتخاب هم درلودای او دخپلو عوښتنو د پوره کولو لپاره به يې هغې ته مراجعه کوله ،بر عکس که چې داجرایه ریاست له لورې یې عوښتنې نه منل کیدائ جمهور رس ته به مراحعه کوله . دوهم وار کله چې د 2014 کال دجمهوري ریاست ټاکنې جنجالي پړاو ته لاړې او د ژیړو او نارنجي حرکتونو خبرې تودې شوې نو امریکایانو یو واربیا موقع مناسبه وګڼله او ورته وړاندیز یې وکړ چې پدې توګه یې په خپله دوهمه هڅه خپلو غوښتنو ته تحقق ورکړ. چې خوصله مو تنګه نه شي راځم لدې څخه په راپیدا شویو دوو غټو مشکلاتو باندې یو کوچنی نظر ورکوم. اول د نظام ثبات: دیو هیواد ثبات دهغې هیواد دنظام په ثبات پوري تړلی دی،هرڅومره چې نظام ثبات ولري په همغه اندازه هیواد له ثبات څخه برخمن وي. په افغانستان کې د ملي وحدت حکومت د جوړیدو څخه وروسته زما تحلیل دا و چې د نظام ثبات به هر وخت له ستونزو سره مخ وي او دړنګیدو امکان به یې ډیر وي. که څه هم اوسني نظام ته د ملي وحدت دحکومت نوم ورکړل شوی دی، خو په حقیقت کې له ایتلافي حکومته پرته بل څه نه دي او په نړۍ کې ایتلافي حکومتونه پدې مشهور دي چې هر وحت د ړنګیدو له حطر سره مخ وي. وحت نا وحت دحکومت د لوړ پوړو چارواکو استعفاوې دنظام د عدم ثبات یو څرګند دلیل ده او که خدای مه کړه کومه ډله له بلې ډلې سره دکار کولو څخه انکار کوي نو د نظام برخلیک به څه وي؟ دوهم لوی مشکل چې اوسنی نظام ورسره مخ دی هغه په ټولو لویو پریکړو د عدم توافق شتون دی، دواړه ډلې غواړي چې ټولې لوې پریکړې په خپله ګټه وڅرحوي چې څرګند مثال یې په دواړو ټاکنیزو کمیسونونو داصلاحاتو پر موضوع د دواړو مشرانو د عدم توافق شتون دی. او تر دې بده لا دا ده چې د پریکړو دوروستي حل لپاره هغه چاته مراجعه کیږې چې دا نظام یې جوړ کړی. داچې رتلونکې ولسي جرګې ټاکنې داهمیت له مخې د تیرو ټولو ولسي جرګې له ټاکنو څخه مهمې او د واړو ډلو د سیاسي بقا لپاره حیاتي ارزښت لري. په پای کې د یوه اباد،پرمختللي،سمسور،دسمې او نړۍ دهیوادونو سره دسیال افغانستان په هیله