
کندز چی د افغانستان په لویو ښارونو کی پنځم ځای لري. کله چی وسله والو طالبانو په ۱۳۷۶ کال کی کندز ونیوه هغه یی په خپل ځواکمن نظامی مرکز بدل کړ. ځکه چی له کندز سره مهم ولایتونو لکه بلخ ٬سمنګان ٬ بغلان او تخار سرحد درلود. طالبانو ته د دی ولایتونو نیول د کندوز په نیولو کی ممکن ښکاریده. په ۱۳۸۰ کال کی کندز په شمال کی اخرنی ښار وو چی طالبان تری ووتل. طالبانو هماغه خوب لا تر اوسه په خپل فکر کی ساتلی وو. نو ځکه یی په ۱۳۸۸ کال کی کله چی ناټو ځواکونو د تیلو په دوو کانتینرونو حمله وکړه او ګڼ شمیر ملکیان پکی ووژل شول . د خپلو لیکو د جذب لپاره یی ښه په درز کی تری کار واخیست. همدغه حمله د طالبانو د تبلیغاتو په سر کی ځای درلود. چی د تبلیغاتی دوری د پای ته رسیدلو وروسته یی په عملی بڼه د کندز پر ځینو ولسوالیو بریدونه پیل کړل.
له ډیری افغانانو سره دا پوښتنی پیدا شوی دي. چی طالبان خو د حکومت په کولو کی دومره هوښیار نه وو٬ څنګه د خپلو نظامی اهدافو په ټاکلو کی دومره هوښیار شوي یا که د دوی مشرتابه سمبولیک حیثیت لري او ټول کارونه یی د بهرنیو استخباراتو په لاس ټاکل کیږي. هغوی د خلکو اساسی حقوق او د دولت نړیوال او داخلی مکلفیتونه نه پیژندل.هغوی تش په دینی برخه تاکید درلود. پداسی حال کی چی د خوږ پیغمبر اسلامی دولت چی د اسلامي دولتونو نمونه او الګو ورته ویلای شو. مسلمانان د حضرت محمد ص د اسلامی دولت په چوکاټ کی په سیاسی ٬ اقتصادي ٬ نظامی ٬ قضایی او د حکومت ولی په نورو برخو کی متوازن پرمخ تلل.
د طالبانو لپاره د کندز اهمیت دا دی چی د منځنی آسیا د تندلارو وسله والو ملاتړ هم له ځانه سره ولري ځکه چی کندز له تاجکستان سره همسرحده ولایت دی. هغوی ته ووایی چی د کندز په نیولو سره موږ تاسی ته نظامی قرارګاه او په منځنی آسیا کی د بریدونو کولو زمینه برابروو ٬ راځی له موږ سره یو شی ترڅو ګډ هدف ته ځان ورسوو . طالبانو شاید دا فکر کاوه چی د دی کار په کولو سره به له یوه طرفه توانیدلي وي د منځنی آسیا د ورانکارو ډلو ملاتړ تر لاسه کړي او له بله طرفه د هیواد شمال هم نا امنه کړي او هم وکولای شي د افغانستان د جنګ جغرافیا ته بدلون او پراختیا ورکړي.
بله دا چی پاکستان چی د طالبانو لمریز ملاتړی دی. نړیوالو ته دا په ډاګه کړي چی موږ د طالبانو ملاتړی نه یو. ځکه هغوی د پاکستان سره پر سرحدی سیمو کی شتون نه لری. بلکه هغوی د افغانستان په شمال کی خپل فعالیتونه د افغانستان په جغرافیه کی تر سره کوي.
همدارنګه د کندز په نیولو طالبان غواړي چی روسیه راویښه کړي ، روسیه پدی قانع کړي چی موږ لا اوس هم ځواکمن یو او د داعش ډله چی تاسی ته د منځنی آسیا له لاری تهدید جوړوي د هماغه تهدید د ځپلو لپاره له موږ سره کمک وکړی ترڅو د دی کمکونو په ترلاسه کولو سره دولت ته سرخوږی جوړ کړي.
د کندز په نیولو طالبانو غوښتل حکومت د لویو ښارونو په ساتلو کی خلکو ته ملامت ثابت کړي. هغوی غوښتل د طالبانو ترمنځ راپورته شوی اختلافات د کندز په نیولو حل کړي ٬ طالب جنګیالی پدی قانع کړي چی خپل منځی اختلافات پریږدی تر واحدی مشری لاندی کار وکړی.
خو افغانان پدی پوهه شوی چی د افغانستان جنګ جهاد نه دی بلکه دا جنګ د بهرنیو استخباراتی کړیو پر بنسټ جریان لري.د کندز جنګ هم د بهرنیو استخباراتی کړیو لخوا په ځان ناخبره استخباراتی مجاهدینو باندی پر مخ وړل کیږي.