کابل په ویرکې

 
اخ! کابله زه دکړم غمجن  خو ته يې له هرڅه  ودردولې او ستا په ښار کې سرې وینې روانې او واویلاوې خپرې دي،  ماته هغه کورنۍ رایادیږي، چې  دورځې اوشپې لپاره يې خوراکي  توکې دبازارڅخه رانیول، خو افسوس  چې  کورونوته یې  دماشومانوپلرونه او ورووڼه  په وینوسرو ورننوتل.  اخ نوکوم زړونه  به وي، چې  داسې حالاتو ته  ونه ژاړي او یا ورته اوښکې توې نکړي.
کابل یوځل بیا  ظالمانوپه وینو سورکړ؛  له دری سوه  ډیري کورنۍ  د ویرپه ټغرکینول، آسمان  ددغو ویرجنوکورنیولپاره  ژړیږي او لپه لپه اوښکې تویوي. اې ظالمه!!!  خونه  دورانه شه! ستا له لاسه مو زړه په چاودیدو راغی، تاخو زمونږهیوادوال سخت وځپل، خو ستا څخه  ددې ورځې پوښتنه کیږي اومخ توری به دسخت دردناکه اورخوراک شې، ځکه  تا دهغو کورنیو خوشحالي ته دپای ټکی کیښود، دهغوی ژونداو هرڅه مو ورځنې واخیست، نوبیا الله تعالی ته څه ځواب وايئ. بس کړه، نورظلمونه مه کوه، توبه وباسه، بښنه وغواړه ، نوکه داسې ظلمونوته دوام  ورکړې انشاالله داسې وخت به ژر راورسیږي، چې  ستا ټوله کورنۍ به داسې په وینوولړل شي ، لکه چې تا پرون  داکار په نورو ترسره کړل.  بس کړه نورظلمونه مه کوه، خدای دې نور دځمکې له مخې ورک اونابود کړه.
داظلمونه به  ترکله؛ ستا له لاسه اې ظالمه!  نن ټول افغانان ځوریږي، زمونږ وروڼه، خویندې او میندې ترڅوبه د توروخاوروښکار ګرزي. اې ظالمه! لږ فکر وکړه، دخلکو خوښي اوخوشحالي ولې په غم بدلوې. خو تاظالم اودخدای څخه نه ویریدونکې دخپلوهیوادواولو آرمانونه دخاورې سره یو کړل، لورینه دې پرې ونشوه، چې دو ی څومره له ځانګړو هیلو سره له کوره بهر وتللي ؤ، خو هغه هیلې اوس به دتورو خاورو په غیږ کې ساتل کیږي. ددې دردناکې ورځې دشهیدانو واړه بچیانو  ته  به څوک جان اوقربان ووايي، دتنکي اوپاکوماشومانو  نازونه ؛ چې وویل به يې  پلارجانه مادرسره  له کوره بهر بیوزه، ماته داشی اوهغه شی راوړه، خو خبر نه چې اوس پلاريې په کفن کې پټ او شیبې شمیرل کیږي، چې نور دماشومانو دسرتاج  په توروخاورو کې پټیږي او معصومانه نازونه   ته  نور دپای ټکی کیښودل شو.
بس ده نور مونږستاظلمونه ډیر وځورولوو، ډیری افغانان يي ودردول، نور يي مه ځوروئ، اې ظالمانو!!! دخدای په لحاظ دپردیو خلکو په خولې مه غولیږئ. ځان ته پام وکړئ، چې تاسو څه کارونه کوئ. آیا دغه عمل داسلام خلاف کارندی، چې تاسو يي ترسره کوئ. نن  کابل کې دغم او ویرنارې آوریدل کیږي اوهرې لورې ته به جنازې وړل کیږي. نن دکابل سیند ژاړي، دهوامرغان، الوتکي او دځنګل وحشي ژوي چپه چپتیا غوره کړی دی او دکابل په پیښې غمجن دي اوستاپه څیر ظالمان  په یادې  پیښې  خوښي اوخوشحالي څرګندوي. افسوس سل افسوس پرتا  اې ظالمه! ترکله دخلکوخوشحالي له خاوروسره یو کوئ. بس دالله له  لوی نه وویریږه، چې  دغه بندګان چاپیداکړي دي نور پریږده ظلمونوته دپای ورکړه، بس دی نور مونږ يي نشوزغملای تاخو دافغان خونه ورانه کړه، تاخو دهیواد هستۍ نابوده کړه او تردې چې دافغان  خاوره دهم بدنامه کړه.  خدای دې تاپه شان ظالمان ورک اونابود لري، چې مونږافغانان ستاله تیري نه خلاصی پیداکړو، دژوند په خوند پوه شوو، بس نور بس دی، خدای پاک موتل خوار اوذلیل لره، چې خوارملت مو په وینو سور کړاوخدای مو تل داسې غم  درپیښ کړي، چې نور په دې ملت زړونه  وخوږوئ او له ظلمه  لاس واخلئ انشاالله، چې دظالم  خونه ورانه ده اوژرترژه به يې په ځان وویني؛ بس  خدای تعالی دهغو کورنیو ثواب وکړي، چې خپل دکورغړی يې په پروني  ناځوانمردانه بریدکې شهیدان او یاټپیان شوي دي، خدای (ج) دې دشهیدان شهادت قبول اوټپیانوته دبیړنۍ روغتیا په نصیب کې کړي او دکورنۍ پاتې  کسانوته دزړه صبر ورکړي.