
د پنجابي ابوجهل لښکر نن بيا په خپل ټول ځواک او بې رحمۍ سره په کابل کې د ولسي وګړو په منځ کې چاودنه وکړه چې څه کم څلور سوه بې ګنا ښاريان يې مړه او ټپيان کړل. نه به د ابوجهل زړه يخ شوی وي او نه به هم دا د ولسي وګړو وروستۍ ټولوژنه وي چې د جهاد په نامه له څلورو لسيزو راهيسې په پر له پسې توګه د منظم پلان له مخې سر ته رسول کېږي.
د چاودنې پړه طالبانو نه يوازې په رسمي توګه پر غاړه واخيسته، بلکې همداسې يې د دغه جرم او جنايت مبارکي په ټولنيزو رسنيو کې يو او بل ته ورکوله. حيرانوونکې لا دا چې د ټولو ښاريانو مرګ يې روا ګڼه. دا چې دوی به له کوم کتاب څخه د دغه جرم او جنايت فتوا راوړې وي، هغه کتاب به له پنجابي ابوجهل سره وي، خو هغه قرآن چې له دې مظلوم مؤمن ولس سره دی، داسې جرم او جنايت په سخټو ټکو غندي. د يوه بې ګنا انسان وژنه د ټول انسانيت وژن ګڼي او د يوه بې ګنا انسان ژغور د ټول انسانيت ژغور بولي.
اوس نو هر سړی پوهېږي او خپل پوهای يې چې دغه جرم څنګه و ارزوي او طالب ته په کومو سترګو وګوري. سليم عقل به قرآن او حديث ته ور ګرځي. هغوی چې په څېره مسلمان، خو په زړه کافر، په خوله مجاهد، خو په شخصيت منافق، په ښکاره د خدای د لارې مجاهد، خو په پټه د دوو روپيو نوکر وي او ناموس يې له پنجاب سره يرغمل وي، هغه کسان به خوامخوا طالب وي او د خدای مظلوم مخلوق به د خپل جېب او د پنجابي ابوجهل د رضا لپاره وژني.
د طالبانو اېمانونه نشته، د دوی عقيده د پنجابي ابوجهل امر ته غاړه اېښوول دي، د دوی ضمير د يخ په څېر ګنګل دی، د دوی سجدې الهي احکامو ته نه، بلکې پنجابي احکامو ته دي، د دوی سرونه نا اهلو انسانانو ته ټيټ دي. له دې ځناورو څخه د رحم تمه مه لرئ. دا د پنجابي ابوجهل لښکر دی. دوی په ټوله مانا انسان خوراه دي، دوی د وينو تږي دي او د غوښو وږي.
په دې کې شک نشته چي افغان دولت له لويو ستونزو سره لاس او ګرېوان او د ډېرو ستونزو زيږوونکی په خپله همدا دولت دی، خٰو تر ډېره دغه ستونځې سياسي دي. دا هېڅکله په دې مانا نه چې ولس دې د نظام په وړاندې کرکې ته مخه کړي. د پنجابي ابوجهل او د دوی له طالبي لښکر څخه يوازينۍ او اړينه د خلاصون لار له امنيتي اورګانونو سره هر اړخيزه همکاري ده. تجربو دا ښوولې ده چې د ولس همکاري د بشپړ امنيت، سياسي او نظامي خپلواکۍ ضمانت کولای شي او بس. له همدې امله بايد د طالب په وړاندي په هر کور، کلي او ښار کې ولسي پاڅونونه وشي تر څو دغه وحشت ته پای ورکړل شي.