
طالب او ترهګر نن بیا خپل وحشت وښود او په پلازمېنه کابل کې یې په ننني ترهګریز برید سره له افغان ولس سره خپله دښمني په ډاګه کړه، ځکه د ننني برید په پایله کې ګڼو کابل ښاریانو ته مرګ ژوبله واوښته، ګڼې کورنۍ د ویر په ټغر کېناستې او ګڼو کورنیو خپل خواږه غړي له لاسه ورکړل. طالب او القاعده چې د خلکو له ځورولو، وژلو، بدمرغه کولو او د وحشت له خپرولو پرته بله اجنډا او موخه نه لري، ځکه هغوی د پردیو له لوري د عام ولس د ځورولو او بدمرغه کولو په موخه ګومارل شوي دي. طالب او القاعده د پاکستان په لمسون او اشاره په افغانستان کې د نظام د بې ثباتي او د حکومت د کاواکه کولو لپاره هر ډول ناوړه هڅې او فعالیتونه ترسره کوي. ځکه دوی د څو پیسو په بدل کې د پردیو د ناوړه موخو او پلانونو د تطبیق په لاره کې ان له خپل ولس سره د دښمنۍ، وژلو او بدمرغه کولو تر کچې ولاړ دي او د پردیو د اجیرانو په توګه د دوی هره غوښتنه او فرمایش په ټول وحشت ترسره کوي. د کابل ننن برید هم د طالب او ترهګر د وحشت او هم له افغان ولس سره د دوی د دښمنۍ ښکاره او څرګند ثبوت دی، ځکه په ننني برید کې دوی یوازې عامو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واړوله. طالب، ترهګر او القاعده ځکه په عامه ځایونو او ښارونو کې دغسې وحشیانه بریدونه ترسره کوي، ځکه دوی غواړي چې له همدې لارې افغان ولس ووېروي، د ولس په منځ کې وحشت او بې باوري خپره کړي، حکومت او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه کمزوري معرفي کړي. مګر دا په حقیقت کې برعکس زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قوت ښیي، ځکه که چېرې دغو بزدلو او د پردیو اجیرانو او ایجنټانو زموږ له اتلو او مېړنیو ځواکونو سره د جګړې په ډګر کې د مخامخ جنګېدو توانایي او قدرت لرلی، نو له هغوی سره به مخ په مخ جنګېدلي وای او عام هېوادوال به یې نه په نښه کولی، خو دوی د امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې نهایت کمزوري دي او بله دا چې دوی غواړي په ښارونو او عامه ځایونو کې د دغه وړ بریدونو په ترسره کولو سره خپل زیات وحشت خپور کړي. افغان ولس ته ښایي چې ټول په یوه غږ د طالب، القاعده او جګړه مارو پر وړاندې راپورته شي. هغوی له خپلو کلیو او سیمو څخه وباسي او په کومو ځایونو کې چې دوی اوسېږي او یا تګ راتګ کوي، نو د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دې د دوی د لارو، ګودرو او پټنځایونو په هکله معلومات ورکړي، تر څو زموږ مېړني ځواکونه هملته پسې ورشي، پټنځایونه یې ویجاړ او دوی مردار کړي. طالب، ترهګر او القاعده په هېواد او ولس کې د خپلو وحشتونو او بریدونو د ترسره کولو له لارې فتنه خپروي او دوی باطله جګړه په افغان ولس تحمیلوي. افغان ولس د اسلامي ارشاداتو په اساس د دې حق لري چې د فتنې او دغې باطلې جګړې پر وړاندې په مېړانه ودرېږي او د دغې فتنې او جګړې عاملین چې زموږ د ولس اصلي دښمنان دي له منځه یوسي..