د ښکلا په موخه د جراحي عملیاتو حکم

ددى څخه موخه اوهدف دادې چې دبدن دښايست  اوحسن په خاطر جراحي عمليات کوي اوياهم نقصان ورته رسيدلې وي نو غواړي چې دهغه جبيره وکړي
دښايست جراحت دووډولونو ته ويشل کيږي :
١- دحاجت په خاطر جراحت .
٢- دښايست اوزينت پخاطر جراحت .
لومړې : د حاجت په خاطر جراحت څخه مقصد دادې چې انسان خپل بدن څخه ناسم عيب رفع کړي برابره خبره ده که دا دنقصان له مخې وي او ياکوم اندام تلف شوې وي ، اويايې شکل بد رنګه شوې وي ، داځکه ضروري ياحاجتمند دى چې لاملونه يې دجراحت غوښتنه کوي او تحسيني ځکه ورته ويل کيږي چې پايلې يې ښايسته اوغوره دي .

هغه عيبونه چې لدې لارې يې علاج کوي په دوه ډوله دي :
لومړې : طبيعي عيبونه په کوم ډول چې انسان  و هماغسې پيداشوى وي ،لکه دشونډې کوږوالې ، دپښو يا لاسونو دګوتو ترمنځ بندوالې ، داوبو دمجراء بندوالې اوداسې نور.
دويم : هغه عيبونه چې دنارغيو او مصيبتونو څخه منځته راځي لکه دالتهاباتو دورۍ  ښکته کيدل ، يا دجذام او سيل له کبله دغوږونو دروندوالې اوداسې نور .
دريم ډول : هغه عيبونه چې دناوړه پيښو له کبله رامنځته کيږي لکه : داور لګيدنۍ له کبله سوځيدل چې له امله يې دمخ کوږوالې يادبدن دپوستکي تغير ، يادګوتو ترمنځ  ټينګښت صورت نيسي اوداسې نور.
٢- دښايست او زينت جراحت :
دغه قسم دانسان په مظهر کې ښايست اوځواني راولي داهم په دوه ډوله دې دشکل عمليات ، دځوانۍ جوړونې عمليات .
دښايست په خاطر دجراحت حکم :
لومړې : دضروري ښايست جراحت : دغه قسم جراحت جوازلري اوهغه لدې کبله :
١- ديو صحابي پوزه پرې شوه نو هغه بله درسول الله صلى الله عليه وسلم په امر سره پيوند کړه، له عبدالرحمن بن طرفه څخه روايت دى وايې : دده نيکه عرفجه بن اسعد پوزه دکلاب په ورځ قطع کړې شوه ، بيايې دسپينو زرو څخه بله پوزه جوړه کړه اوپه قطع شوى ځاى يې پيوند کړه ، بيا رسول الله صلى الله عليه وسلم ددى کار امر وکړ وروسته سې دهغه په امر دسروزرو څخه جوړه کړه . ( )
٢- دغه قسم عيبونه حسي اومعنوي ضرر لري نوانسان ديته اړدې چې له منځه يې يوسي اوفقهي قاعده وايې:  ((حاجت کله ناکله دعام يا خاص ضرورت حالت ته رسيږي ))
٣- په نورومشروعه عملياتو قياس ، ځکه پدې واړه جراحاتوکې ضرورت دې
ددې دلائلو څخه داځواب شوې چې دغه دلائل دهغې نهي سره ټکر خوري په کومه کې چې رسول الله صلى الله عليه له تغيردخلقت څخه منع کړي .
ددي نيوکي څخه لاندې ځوابونه شوي :
الف : کله چې تغير ته اړتيا وليدله شې نو دا بيا دحرمت څخه استثناء کيږي ، نووي رحمة الله عليه ويلي : (( داخبره چې دښايست پخاطر عمليات کوي ديته اشاره ده چې منع دښايست له کبله ده که چيري جراحت ته اړتياوي ترڅو دناوړه عيبونو مخه ونيسي نودا رواده )) ( )
پدې اساس که چيرې جراحي عمليات دبدشکلۍ له منځه وړلو په خاطر وي دا روا ده او که دزيات ښايست په خاطروي نو بيانه ده روا .
ب: دغسې حالاتو کې په قصدي توگه دخلقت بدلون نه وي ځکه په دي کې مقصد اوموخه داوي چې ضرر رفع کړي خو په دي صورت کې دښـايست راتلل قصدي نه دي بلکي په طبيعي شکل  صورت نيسي .
ج :  دضرر له منځه وړلوپه خاطر علاج روا دى نو په دي بنسټ دهغو آثارو علاج چې دسوځيدني له کبله رامنځته شوي وي روادى اوهم يې دبد شکلۍ آثار ختمول روا دى
دښايست په خاطر دجراحې عملياتو حکم:
دغه رنگي جراحي عمليات دلاندي دلائلو له کبله حرام دي :
١- په دي کې دالله تعالى دخلقت تغير دى او دا تغير په داسې حال کې دې چې هيڅ ضرورت ورته نه ليدل کيږي نو ځکه دا حرا م دي او الله پاک د شيطان حکايت دملامتيا په صورت کې کوې فرماېې :
﴿ولامرنهم فلیغیرین خلق الله ﴾ ( ) .
ژباړه: او زه به هغو ته امر وکړم او هغوۍ به زما په امر جراحي ساخت کې ردوبدل راولي
٢- دعبدالله بن مسعود رضى الله تعالى عنه حديث نوموړى وايې : درسول الله صلى الله عليه وسلم څخه يې واوريده چه هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل:
الله پاک لعنت وايي پر هغو ښځو چې خپل ويښتان کاږي او هغه ښځې چې دښايست په خاطر دغاښونو په منځ کې بيلوالى راولي تر څود وړو جنکيو په شان ښکاره شي،او هغه ښځي چې دښايست په خاطرد الله په خلقت  کې تغير راولي . ( )
حديث په هغه کسانو لعنت وايې چې دغه کړني ترسره کوي،اوداسي يې تحليل کړې چې دا دالله په خلقت کې تغير راوستل دي، دحديث په بل روايت کې راځي ((او هغه ښځي لعنتي دي چې د ښايست له مخي دخپلو غاښونو په منځ کې بيلتون راولي دوۍ  دالله په خلقت کې تغير روالي)) ( )
 دغه کړنه دښايست په خاطر دالله په خلقت کې تغير راوستل دي نو په  جراحي عملياتو کې دا دواړه کړنې موجود دي :
٣_ دښايست په خاطر جراحي عمليات په  هغي کړني قياس دى چې کومي ښځي خپل پوست په ستنو وهي او بيايې په نيلي رنگ او رانجو سره شين کوي، اوبيايي دتوروالي په خاطر دغوړو په دود سره توروي، نو دا واړه کارونه حرام دي ځکه دا  دالله په خلقت کې تغير دې دا رنگه جراحې عمليات هم دا لله په خلقت کې تغير دې نو حرام دى .
٤_  دغه کړنه دغدر، دهوکي اوخيانت لامل گر ځي او دا واړه کړنې ناروا او حرامې دي ځکه د جراحې عملياتو په ترڅ کې زړې ښځي دځوانانو په شکل کې ښکاري او دا کار ددې لامل گر ځي چې دنکاح غوښتونکي به پري دوکه کيږي .
٥ _  دغه رنګې جراحي عمليات له ناروا کړنو څخه خالي نه وي لکه دنارينه له خوا دښځو جراحي عمليات، دعورت ليدنه، دپرديو له خوا، د ناروغ بې هوشى او داسې نور  آن چې شونې ده د ډېر وخت له پاره بې طهارته پاتې شي ځکه کوم اندام چې عمليات کړي دهغه تر جوړېدو پورې نه شي وينځلى او دطهارت پرېښودل پرته له ضرورت څخه حرام دي.
٦_ د ښائست جراحي عمليات له ګڼ شمېر اضرارو او نفسي تنګسيا ؤ څخه خالي نه وي، په طبي موسوعه کې راغلي (( دغه قسم جراحي عمليات هغه مهال اختياري وي چې کله دانسان پر مخ داسې څه ښکاري چې څښتن ېې نه خوښوي نو په دې صورت کې په کار ده چې ښه فکر وکړي او له عملياتو څخه وړاندې دمسلکي او پوهه کسانو سره پرې مشوره وکړي ځکه  ډېر ځله داسې پېښېږي چې عواقب ېې پېچلي او خورا ستونزمن وي)) ( )