
ولسمشر غني د ۱۳۹۵ ښوونیز کال د پرانیستې پرمهال د فعاله او شاګردپاله زده کړو په ترویج ټینګار وکړ، هغه وویل زموږ د ماشومانو وړتیاوې بې سارې دي، خو د نصاب ستونزې او د تدریس ناسم مېتود مو د ماشومانو د وړتیاو د غوړېدا مخه ډب کړې. هغه په ټولو مسوولینو غږ وکړ، چې په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي. شاګردپاله زده کړې پرېمانه ښېګڼې لري، یوه له دغو ښېګڼو څخه داده چې ماشومانو ته لوست لا په زړه پورې کوي او لکه د لوبو له زده کړې څخه هم خوند اخلي. ښکلا پرون د نورو ورځو په پرتله بېخي ډېره خوشاله وه، د خوښۍ راز یې دا وو د ریاضي ښوونکې تختې ته پورته کړې وه. هغې ویل، درې پوښتنې مې حل کړې چې دوه یې سمې او یوه یې غلطه وه. ښکلا ځکه خوشاله وه چې هم یې پوښتنې حل کړې وې، هم ښوونکې هڅولې وه او هم یې ټولګیوالو ورته لاسونه پړقولي وو، تختې ته د زده کوونکو د پورته کولو ګټه داده چې د نورو پر وړاندې د ودرېدو، درسي فعالیت د ترسره کولو او حتی خبرو جرئت پیدا کوي. که د فعالیت د سم ترسره کولو له امله ښوونکو او زده کوونکو وهڅول، نو بیا به لکه ښکلا ټوله ورځ خوشاله وي. زموږ اکثر ماشومان په لوینې هم د نورو مخته نشي غږېدلی، غږ یې ټپ او خوله یې وچه وچه کېږي، د خبرو لړ هم ترې پرې شي، په زړه یې یوه وي، په خوله بله وایي. مګر که ښوونکي زده کوونکي په درسي فعالیتونو کې ور ګد کړي، په کوچنیوالي یې تختې ته ورپورته کړي او یا یې د ټولګي مخته ودروي، وې پوښتي، وې غږوي، درسي فعالیتونه پرې ترسره کړي او وې هڅوي، نو باور دی چې په لوینې به بیا د نورو پر وړاندې بې پړکه، بې رېږېدېدا او بې چوخسه خبرې وکړي. جوړه ییز او ګروپي کارونه، بېلابېل رولونه، تمثیلونه او لوبې هم د شاګردپاله زده کړو ګټورې او په زړه پورې بڼې دي چې ښوونکي یې درسي موضوعاتو ته په پام پلانولی او ترسره کولی شي شاګردپاله زده کړه کې د ښوونکو ستړیا او سرخوږی را کمېږي، ښوونکی اړ نه دی چې هره شیبه مه کوه او غلی شه په نارو ځان ستړی کړي او یا زده کوونکو ته د سزا په ورکولو پاذاب شي، ځکه په شاګرد پاله زده کړو کې ټول زده کوونکي په درسي فعالیتونو بوخت وي او یا هم د نورو جوړو او ګروپونو فعالیتونه څاري، شوخي او بې شرمي ته وخت نه مومي. ښوونکو ته یې بله ګټه داده چې ښوونکي له اوږدو، ستړي کوونکو، بې ګټې او بې اغېزې تشریحاتو څخه هم بېغمه کېږي، ځکه په شاګرد پاله زده کړو کې ښوونکی د اسانچاري او لارښود دنده ترسره کوي، یانې یاد فعالیت د ترسره کولو لپاره زده کوونکو ته تشریح کوي، پاتې فعالیت زده کوونکي په خپله ترسره کوي، ښوونکی یوازې ننداره کوي او د اړتیا پرمهال ورسره مرسته او لارښوونه کوي. د شاګردپاله زده کړې ارزښت ته په پام که د ښوونې او روزنې مسوولین او ښوونکي دغه زده کړه دود او وپالي، نو باور دی چې دوی به هم د اوسمهاله بې کیفیته زده کړې له پېغوره خلاص شي، ځکه د زده کړو کیفیت نه په پرېمانه مرستو لوړېږي، نه د رنګه کتابونو په چاپ او نه هم د ښوونځیو د پخو او لوړو ودانیو په ابادولو، یوازې او یوازې د دودیز درسي نظام بدلون مو د باکیفیته زده کړو خاوندان کولی شي. یانې معلم پالې زده کړې مو باید په شاګرد پالو هغو بدلې شي، څو درسي فعالیتونه په خپله زده کوونکي ترسره کړي، خو د ښوونکو په مرسته او لارښوونه.