
دا خو به ټولو افغانانو ته روښانه شوی وي چی د ښاغلی حکمتیار د هغه تر نیمایی عمر زیاته مبارزه د هغه د شخصی مفکوری خوځښت وو. چی دی خوځښت ته یی د اسلامی رنګ په ورکولو سره ډیری خپل نږدی ملګری او د هیواد د مختلفو نظامونو ډيری وطنپاله سرتیری قربانی کړل. د نوی حکومت په راتګ سره نوموړی د حکومت تر سیوری لاندی رهبرانو څخه زیات امتیازات ترلاسه کول .هغه د جګړی ډګر ګرم ساتلی وو او هم یی د جګړی د دوام پرفشار په حکومت کی ګڼ لوړ مهم پوستونه له ځانه سره لرل. د ښاغلی حکمتیار ملګرو به د هغه سرتیری د جنازی لمونځ ادا کاوه کوم به چی د دوی د پخوانیو فکری لارویانو لخوا شهید شوی وو. ښاغلی حکمتیار دا فکر کاوه چی د دوی د نیمایی عمر نه زیات مخالفت به د سیاست ډګر ته د دوی راتګ ته افغانان تږی کړي وي. خو خبره بل ډول شوه نوموړی د صدراعظمی څوکی څخه آن د شمشتو د کیمپ تر ملکتوبه ورسیده خو دغه ملکتوب یی هم له لاسه ورکړ . اکثره ملګری یی له نورو وسله والو ډلو سره یوځای شول. ښاغلی حکمتیار خپل هغه خوب ته شکمن شو کوم چی یی د افغانستان د مشرتابه د څوکی د لاسته راوړلو لیدلی وو.ژر یی د ارګ تر مشره استازی ورواستاوو پداسی حال کی چی د ارګ مشر د خپل حکومت د مشروعیت د پای ته رسیدلو په فکر کی وو. او د جانکیری راتګ ته یی شیبی شمارلی. یو دم د اسلامی حزب لخوا د سولی د خبرو اعلامیه نشر شوه خو د نوموړی اعلامیی ته د ملی وحدت حکومت تند مثبت ځواب ورنکړ. ځکه چی ارګ د خپلی راتلوونکی په خیال کی غرق وو.
نابربره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغی٬جانکیری د افغانانو د روان خلاف له پټی دپلوماسی کار وانخیست بلکه خلکو ته یی هم د خپلی دپلوماسی لنډیز په خپله خوله ور واوراوو. که چیری د ملی وحدت د حکومت څخه د امریکا ملاتړ په نورو نړیوالو غونډو کی په غیر مستقیم ډول شوی وای ٬ د افغانانو د روان او عامه افکارو خلاف به نه واقع کیده. د دولت وسله والو مخالفینو ته به هم د هغوی د جنګیالو د جذب لپاره همدا کار دلیل نه ګرځیده.ځکه د دولت وسله وال مخالفین ډیر واړه دلایل هم د خپلو جنګیالو د جذب د زیاتیدو لپاره د فکری او تبلیغاتی جنګ په اچولو کی کاروي.
د ټاکنو په دوهم دور کی د ښاغلی حکمتیار مشر مرید ښاغلی قطب الدین هلال د ښاغلی ولسمشر غنی څخه خپل ملاتړ اعلان کړی وو او د خبرو لړی هم له هغه ځایه سرچینه اخلی چی اوس ښاغلی هلال د حکومت په بعضو پرکړو کی مشوره ورکوونکی دی.خو خبره دلته ده چی اکثره افغانان فکر کوی چی کابل ته د جانکیری په راتګ سره د حکومتی چارواکو لخوا له نوموړی سره د حکمتیار د راتګ خبره شریکه شوی ده. جانکیری شاید دا ښه ګڼلی وی ترڅو د حکمتیار په راتګ سره چی د غنی پټ ملاتړی دی . هغه جهادی او نفوذ لرونکی مشران چی د حکومت پر کږو لارو تند انتقاد کوی او حکومت یی د ځان د بقا لپاره خنډ بولی ٬ د هغوی په مقابل کی د تلی توازن رامنځ ته کیدونکی کړي . دا پدی معنی ده چی ښاغلی کیری هم د هغوی راتګ ته سر ښوځولوی دی.
بله خبره دا ده چی کوم چا چی د افغانستان جغرافیا کی د بهرنیانو شتون د نړیوال عمومی قانون ٬ اسلامی او افغانی اصولو خلاف باله نن یی هغه مخالف د دوی راتګ منلی دی ٬ پداسی حال کی چی هغوی د نړیوال عمومی قانون پربنا دلته راغلی وو.
اوس افغانان پدی شک لری چی مبادا د ښاغلی حکمتیار څخه له هغه څخه د نورو جهادی رهبرانو په مقابل کی د ملی وحدت حکومت د فشار د آلی په حیث کار وانخلی. هغه حکمتیار چی د ارګ مخالف وو د ارګ په مدافع بدل نشی.