کیري د څه په لټه کې؟

 
خلکو د لویې جرګې په اړه فکر کاوه خو خبر نه وو چې د حکومت بنسټګر پر لاره دی؛ د ۱۳۹۳ کال کړکېچنو ټاکنو دې ته لاره پرانیسته څو بهرنیان په ځانګړې توګه امریکا ته د افغانستان د برخلیک په ټاکلو کې د منځګړیتوب زمینه برابره شي، دوی برخه واخیسته او د افغان ولس د اوو میلیونو رایو خلاف د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ یې یو غیر قانوني حکومت پر ولس وتاپه. دا حکومت د دواړو رهبرانو په خوښه د یوه هوکړه لیک پر بنسټ په لاندې توګه رامنځته شو:
د اساسي قانون د ۶۱مې مادې پر بنسټ په افغانستان کې ولس د ټاکنو له لارې خپل راتلونکی برخلیک ټاکي، ولس خپله رایه کاروي او په پایله کې هغه څوک د ولسمشر په توګه غوره کېږي چې ۵۰+۱ رایې خپلې کړې وي، خو په افغانستان کې دا هر څه له خاورو سره خاورې شول؛ د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راغی او د اساسي قانون په ماتولو سره یې پر ولس یو داسې حکومت وتاپه چې نه یوازې ستونزې یې هوارې نه شوې کړی، بلکې لا نورې وزېږولې. د ملي یووالي حکومت د یوه اووه ماده ییر هوکړه لیک پر بنسټ رامنځته شو؛ دغه هوکړه لیک چې د ۱۳۹۳ کال د غبرګولي په ۲۹مه نېټه لاسلیک شو، په دویمه ماده کې یې داسې راغلي: ډاکټر اشرف غني د افغانستان ولسمشر او ډاکټر عبدلله عبدالله د هېواد اجرایوي رییس دی، دا چې اجرایوي پوست د هېواد په اساسي قانون کې ځای نه لري، نو بناً اجرایوي څوکۍ به دوه کاله دوام کوي او وروسته له دوو کلونو به د اساسي قانون پر بنسټ لویه جرګه دایرېږي، په اساسي قانون کې به اجرایوي څوکۍ ته ځای ورکول کېږي، کله چې دغه هوکړه لیک وشو نو د حکومت له جوړېدو سره سم د امریکې په سفارت کې دوه اړخیز امنیتي او دفاعي تړون هم لاسلیک شو. دغه تړون چې امریکې یې له پخوا هڅې کولې او ان تر دې چې له پخواني ولسمشر کرزي سره د امریکا اړیکې خورا کړکېچنې شوې، خو کرزي تر اخره یاد تړون لاسلیک نه کړ او د لاسلیک په بدل کې یې د امریکا متحده ایالاتو ته یو شمېر شرطونه وړاندې کړي وو چې مهم يې په هېواد کې سوله راوستل و.
په دې وروستیو کې یو ځل بیا د امریکې د بهرنیو چارو وزیر جان کیري راښکاره شو او یو ځل بیا یې د ملي یووالي د حکومت نېټه تر پنځو کلونو وغځوله. جان کیري چې له ولسمشر سره یې په یوه ګډه خبري ناسته کې د طلوع تلوېزیون د یوه خبریال په ځواب کې وویل چې د ملي یووالي حکومت به دوه کاله نه، بلکې پنځه کاله دوام کوي، ده په دې هم ټینګار وکړ چې د ملي یووالي د حکومت په هوکړه لیک کې داسې کوم څه نه دي راغلي چې ګواکې حکومت دې دوه کاله دوام وکړي او وروسته له هغه دې لویه جرګه دایره شي. دغه حکومت د پنځو کلونو لپاره دی او پنځه کاله به دوام کوي.
د جان کیري دغو څرګندونو په رسنیو کې د خلکو غبرګونونه را وپارول او دا یې د افغانستان لپاره یو لوی شرم وباله؛ د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د جان کیري څرګندونې د هېواد په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله او ویې ویل چې دا د شرم او ننګ خبره ده. پر دې سربېره د مشرانو او ولسي جرګې یو شمېر غړو هم دا ډول څرګندونې وغندلې او تر څنګ یې هغه د هېواد په چارو کې ښکاره لاسوهنه وبلله. د والیانو ټولنې بیا د جان کیري دا ډول څرګندونې افغان ملت ته ښکاره سپکاوی وباله او زیاته یې کړه چې د پردیو دا ډول څرګندونې د هېواد ولسواکي او خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي. په شمال کې د بلخ والي عطا محمد نور هم د جان کیري وروستۍ څرګندونې وغندلې، نور چې د یوه ښوونځي په پرانیست غونډه کې خبرې کولې وویل: که څوک وغواړي یا نه د ملي یووالي د حکومت موده دوه کاله ده او د حکومت رهبران دې نور هڅه نه کوي چې خلکو ته دوکه ورکړي، ده دا هم وویل جان کیري ته په کار وه چې د حکومت دوه کلنې لاسته راوړنې یې ارزولې وای، نه د حکومت دوام. همدارنګه ده د ملي یووالي حکومت، سربېره پر دې چې اساسي قانون یې نقض کړی، د خپل اووه ماده ییز هوکړه لیک پر نقض هم تورن کړ، ده وویل د ملي یووالي د حکومت په هوکړه لیک کې راغلي وو چې وروسته له دوو کلونو به لویه جرګه را غوښتل کېږي چې تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
یو شمېر خلک بیا وایي، کومه پوښتنه چې د طلوع تلوېزیون د خبریال له لوري مطرح شوه، کېدای شي چې دا پوښتنه مخکې له مخکې د چارواکو له لوري جوړه شوې وي او وروسته بیا خبریال ته د مطرح کولو په موخه ورکړل شوې وي.
دا چې ولې جان کیري دا ډول څرګندونې وکړې، خلک داسې نظر لري چې امریکا له پیله تر دې دمه د خپلو شخصي ګټو په لټه کې ده، امریکا په افغانستان او عراق کې زیاتې قربانۍ ورکړې، خورا زیات مصارف یې کړي، دا ټولې قربانۍ یوازې او یوازې د خپلو ګټو او په سیمه کې د لویو اهدافو لپاره وې. کله چې دوی له افغانستان سره پر امنیتي تړون دومره تاکید کاوو یو لوی علت یې همدا و چې دوی دلته اوږدمهال پلانونه درلودل، بله مهمه خبره دا ده چې امریکا هېڅکله نه غواړي په افغانستان کې یوه پیاوړې اداره او حکومت رامنځته شي.
د بن د کنفرانس له پیله تر دې دمه امریکا په افغانستان کې د یوه کمزوري حکومت په لټه کې ده، دوی دا ډول تېرونې زیاتې کړې دي، خو دا ځل نه غواړي چې تېروتنه وکړي، د بن د کنفرانس کمزورې پرېکړې په افغانستان کې یو ضعیف حکومت رامنځته کړ، کله چې پوه شول چې هېواد پرمختګ کوي وسله وال یې وروزل، هېواد ته یې یو ځل بیا د جګړې لمن را خوره کړه، د ملي یووالي د حکومت بنسټ یې هم ضعیف کېښود، څو افغانستان په ورته ستونزو کې ښکېل پاتې شي.
وروسته جګړه له جنوب څخه شمال ته انتقال شوه، کندوز ولایت سقوط وکړ، بېرته په شمال کې څه نا څه ارامي راغله، جګړه جنوب، په ځانګړې توګه هلمند ته انتقال شوه، دا ټول د امریکا هغه پلانونه دي چې تر راتګ مخکې یې په پام کې لرل. داسې ویل کېږي چې جان کیري په خپل وروستي سفر کې د پردې تر شا له ولسمشر سره دې هوکړې ته رسېدلی چې جګړه له جنوبه شمال ته ولېږدوي، داعش ډله باید په شمال کې پیاوړې شي، څو دوی وکولی شي له هغه ځایه روسیې ته ګواښ جوړ کړي.
په دې کار کې نه یوازې امریکا، بلکې نږدې ملګری یې، پاکستان (ای اېس ای) هم له دوی سره اوږه په اوږه روان دي؛ پاکستان خو له وخته د روسیې مخالف پاتې شوی، نو دغه ځل به له امریکا سره اوږه په اوږه پر مخ ولاړ شي او خپلو موخو ته به ځان ورسوي. امریکا ته تر ټولو ډېر کار د دغه هېواد استخباراتي شبکې (سي ای اې) او د پاکستان (ای اېس ای) کړی، د نړۍ په ډېرو پرمختللو هېوادونو کې (سي ای اې) فعالیت کوي، دا شبکه ټول ټال ۸۵۸زره مامورین لري چې له دې ډلې ۲۵۴زره د مرستندویو موسسو تر نامه لاندې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې فعالیت کوي، بناً امریکا په افغانستان کې د خپلو استخباراتي مامورینو په مرسته غواړي روسیه، چین، ایران، شمالي کوریا او ورته نور هېوادونه تر خپل څار لاندې ولري.