د وسلوالو طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د ۲۰۰۱ م کال د ډسمبر پر درېیمه نېټه د افغان غمیزې د پایته رسېدو په پار د جرمني په بن ښار کې یو دری ورځنی کنفرانس جوړ شو. دا هغه وخت و چې د کورنۍ جګړې له کبله مو ټول نهادونه نړېدلي وو؛ هېواد په بشپړه توګه کورنیو جګړو ویجاړ کړی و، اداره نه وه، د بیا رغونې د چارو څرک نه لیدل کېده، پوځ او پوځي تجهیزات د جکړو پر مهال له منځه تللي وو، د زده کړو کچه صفر وه، ښوونځي د کورنیو جګړو پر مهال د سنګر په توګه کارول کېدل، بانګونه لوټ شوي وو، خلاصه په اقتصادي، سیاسي او نورو ټولو برخو کې له سختو ستونزو سره مخ وو او طالبان هم په خپله پنځه کلنه دوره کې نه وو توانېدلي چې د هېواد د آبادۍ او سوکالۍ په موخه کوټلي ګامونه اوچت کړي؛ دا ځکه چې له یوې خوا دوی له نظار شورا سره په مخامخ جګړه کې ښکېل وو او له بلې خوا لکه څنګه چې ضرور وه په هغه کچه یې نړیوال ملاتړ نه درلود، د دوی حکومت صرف او صرف د څو محدودو اسلامي هېوادونو له خوا حمایت کېده چې تر ډېره بریده پاکستان او عربو ونډه درلوده.
د یاد کنفرانس پر مهال دری مهمې او اساسي پرېکړې وشوې؛ لومړی د موقتې ادارې رامنځته کول، دویم د موقتې ادارې پر مهال ولسمشریزو او پارلماني ټولټاکنو ته زمینه برابرول او درېیم د ډیموکراټیک نظام رامنځته کول. موقته اداره رامنځته شوه او د موقتې ادارې مشر پخوانی ولسمشر حامد کرزی وټاکل شو؛ دا هغه وخت و چې شمال ټلوالې د نړیوالو ځواکونو په مرسته کابل ښار ونیوه او ټولې دولتي ادارې یې تر لاس لاندې وې، د موقتې ادارې مشري په داسې حال کې پښتون ته وسپارل شوه چې ټولې دولتي ادارې دیوې خاصې ډلې تر لاس او واک لاندې وې.
د موقتې ادارې مشري صرف د نمایش لپاره یوه پښتون ته سپارل شوې وه، نور ټول واک شمال ټلوالې په ځانګړې توګه نظار شورا منحصر کړی و؛ ټول مهم او کلیدي وزارتونه لکه دفاع، داخله، خارجه، ملي امنیت او ... د دوی تر کنټرول لاندې وو. لنډه دا چې د موقتې ادارې پر مهال ټولټاکنو ته زمینه برابره شوه او د دغو ټاکنو دوه مخکښ نوماندان، چې یو خپله د موقتې ادارې مشر حامد کرزی او بل کس د موقتې ادارې د کورنیو چارو او معارف وزیر چې همزمان یې دوه دندې پر مخ بېولې، یونس قانوني و.
دا هغه وخت و چې د افغانستان په تاریخ کې یو څپرکی واوښت، خلک له جګړو را وتلي او په ناڅاپي توګه له ډموکراسۍ سره مخ شول. اړینه ده چې د هغه وخت د ټاکنو د مدیریت یادونه وشي، د هېواد په تاریخ کې تر ټولو شفافې ټاکنې ورته ویلی شم؛ ځکه هغه ټاکنې داسې مدیریت شوې چې هېڅ نوع درغلي نه وه او ټول افغان ولس د ډموکراسۍ په فضاء خپل د خوښې نوماند ته رایه وکاروله. لنډه دا چې ټاکنې په ډېر کم توپیر پخواني ولسمشر حامد کرزي وګټلې او رسما د افغانستان ولسمشر وټاکل شو.
زما د ننني تحلیل ډېره برخه د نظار شورا راتلونکي برخلیک ته ځانګړې شوې ده. لکه څنګه چې مخکې مې ورته اشاره وکړه، د طالبانو د واکمنۍ له نسکورېدو وروسته نظار شورا ټول واک منحصر کړی و؛ خو د نړیوالو په ځانګړې توګه د امریکایانو او په هغه وخت کې د افغانستان لپاره د امریکا سفیر زلمي خلیلزاد، د یو شمېر فشارونو له کبله نظار شورا څه نا څه کنټرول شوه او تر یوه حده په حکومت کې نورو قومونو په ځانګړې توګه پښتنو ته هم ځای ورکړل شو. لنډه دا چې ورو ورو واک وېشل کېده، خو بیا هم تر ډېره بریده واک له دوی سره و؛ خلیلزاد په خپل کتاب استازي کې لیکي: (د اساسي قانون د تصویب په موخه کرزي جرګه را وغښته، کله چې کرزی سټېج ته د خبرو لپاره پورته شو، یونس قانوني له دې کبله چې د کرزي خبرې یې نه شوای زغملی پر هغه یې د بوټ ګوزار وکړ چې ورپسې ډاکټر عبدالله هغه تر لاس ونیوه او له تالاره یې وایست.) همدارنګه خلیلزاد د خپل کتاب په یوه بله برخه کې لیکي: (کله چې نظار شورا کابل ونیو، نو رباني ارګ ته د ننه شوی و او د ولسمشرۍ ټولې چارې یې پر مخ بیولې، په داسې حال کې چې لا تر اوسه د موقتې ادارې مشر هم نه و ټاکل شوی، ما ورته زنګ وکړ او د اخطار په شکل مې ورته وویل: وروره! ته هېڅ حق نه لرې چې پرته د نورو له خوښې دا کار وکړې، پرېږده چې له نورو سره په توافق یو کس مشر وټاکو. همغه وو چې رباني څوکۍ پرېښوده.)
لنډه دا چې پرته له حزب اسلامي ټولو خواو په حکومت کې ونډه واخیسته، خو تر ډېره بریده لا هم واک له شورای نظار سره و. دا سلسله لا تر ننه روانه ده، خو نن د پخوا په څېر نه ده؛ نن نظار شورا له سختو ستونزو او ننګونو سره مخ ده، دوی تر بل هر څه ډېر اوس په خپلمنځي اختلافاتو کې ښکېل دي. د نوي حکومت البته د ملي یووالي د حکومت د جوړښت پر مهال تر ډېره بریده یو ځل بیا واک نظار شورا منحصر کړ، خو په دې وروستیو دغه شورا له سختو ننګونو سره مخ ده، د دوی خپلمنځي اختلافات، یو پر بل تورونه، له حکومتي دندو څخه د دې شورا د یو شمېر مطرحو څېرو ګوښه کول او .... هغه څه دي چې نظار شورا یې سخته ورخطا کړې ده.
په دې وروستیو کې د نظار شورا وضعیت خورا کرکېچن دی، ویل کېږي چې عطا محمد نور له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله سره په یوه خصوصي مجلس کې لفظي او فزیکي شخړه کړې وه او هغه یې په دې تورن کړی و چې ګواکې د جمعیت په استازیتوب په حکومت کې دی، خو تر اوسه یې د دې ګوند حق نه دی تر لاسه کړی. له بلې خوا ویل کېږي چې امرالله صالح او عطا محمد نور هم له یو بل سره شخړه کړې. له دې ټولو سره سره په دې وروستیو کې ولسمشر د یوه فرمان پر اساس په ښې حکومتولۍ کې خپل ځانګړی استازی احمد ضیا مسعود له دندې ګوښه کړ چې دې چارې د جمعیت ګوند یو شمېر غړي سخت غوسه کړل، عطا محمد نور اعلامیه خپره کړه چې اجراییه رییس دې د مسعود د ګوښه کېدو ځواب ووایي، له بلې خوا اجرایه رییس په یوه خپره کړې اعلامیه کې وویل چې عطا محمد نور چې د جمعیت په استازیتوب له ولسمشر سره خبرې کوی، د ضیا مسعود د ګوښه کېدو عوامل دې د جمعیت ګوند له غړو سره شریک کړي.
بله مهمه مسئله چې د جمعیت یو شمېر غړي یې ورخطا کړي، هغه د حزب اسلامي د امیر انجینر ګلبدین حکمتیار راتګ دی. که څه هم د جمعیت یو شمېر غړو له همغه ورځې چې له حزب اسلامي سره د سولې خبرې اترې پیل شوې وې، د دغې پروسې تر وروستیو شېبو مخالفت وکړ؛ دا ځکه چې دوی د انجینر صاحب حکمتیار له حضور څخه ډارېدل او په دې فکر کې وو چې که حکمتیار راشي، نو نه یوازې چې جمعیت ګوند ته به لوی لوی خنډونه ایجاد کړي بلکې د دغه ګوند سیاسي فعالیتونو ته به هم لوبه ضربه ورسوي.
کله چې د حزب اسلامي له امیر سره مذاکرات نهایي کېدل د جمعیت ګوند په ځانګړې توګه د دغه ګوند اجرایوي رییس عطا محمد نور غوښتل چې د دغو مذاکراتو پر وړاندې په یو ډول نه یو ډول خنډونه ایجاد کړي، خوشبختانه هغه اراده چې د افغانستان ولسمشر او ټیم یې درلوده، دوی ونه توانېدل چې د سولې په دغه بهیر کې خنډ رامنځته کړي.
په دې وروستیو کې د دغه ګوند یو شمېر کسانو د خپلو شخصي موخو په پار له یو شمېر با احساسه ځوانانو په استفادې د حکومت پر ضد لاریونونه پیل کړل، زه دا منم چې په حکومت کې کمزورې رهبري او پر مهمو پوسټونو په ځانګړې توګه په امنیتي ارګانونو کې د نا اهلو کسانو ګومارنه هغه څه دي چې نن یې حکومت له داسې وضعیت سره مخ کړی؛ خو هېره دې نه وي چې د جمعیت ګوند یو شمېر مشران ځکه په دا ډول حرکتونو لاس پورې کوي چې راتلونکی سیاسي نفوذ یې له کمزورتیا سره په مخ کېدو دی.
زما په اند د دوی راتلونکی له سختو نورو ننګونو سره مخ کېدونکی دی، د حزب اسلامي د امیر راتګ او په کابل کې پراخ ولسي ملاتړ هغه څه دي چې جمعیت ګوند یې ورخطا کړی، دوی ډارېږي چې که اوس غږ اوچت نه کړي، نو راتلونکی به یې تر دې هم تیاره شي.
په کابل ښار کې د ښاریانو پر وړاندې د مدني حرکتونو تر نامه لاندې او خلکو ته د عدالت غوښتنې په بهانه د خیمو درول او د لارو بندول، په ښکاره توګه د جمعیت ګوند کمزورتیا ښیي. په داسې حال کې چې د سړکونو تړل او خلکو ته ستونزې ایجادول نه مدنیت دی او نه هم انسانیت. تېره ورځ د حزب اسلامي مشر د یوې خبري ناستې په ترڅ کې دا ډول حرکتونه وغندل او دا یې له اسلامي او افغاني اصولو بغاوت وګاڼه. حکمتیار وویل چې هېڅوک دې د نظام د نسکوېدو خوبونه نه ویني، له ښاره د خیمې ټولې او ښاریانو ته دې خنډونه او ستونزې نه ایجادېږي. ده د خپلو خبرو په دوام وویل چې موږ د زور له لارې واک ته رسېدل تجربه کړي او دا یوه ترخه تجربه ده، بنا په کار ده چې هغه تېروتنې بیا ځلي تکرار نه شي. حکمتیار زیاته کړه چې که څه هم اوسنی نظام کمزوری دی، خو د یوه واقعیت په توګه یې مني او په ټولو ګوندونو یې غږ وکړ چې دغه نظام ومني او ملاتړ یې وکړي.
د حکمتیار دا ډول څرګندونې او د جمعیت ګوند ټوټه ټوټه کېدل، هغه څه ګڼلی شو چې جمعیت ګوند به له سختو ستونزو او ناوړه راتلونکي برخلیک سره مخ شي. د کابل تر خونړیو بریدونو وروسته د دغه ګوند یوه مخکښ غړي او د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني یو خبري کنفرانس ورکړ؛ له دغه کنفرانس څخه د دوی موخه عدالت غوښتل نه وو، بلکې خپلې شخصي او دجمعیت ګوند یو شمېر شرطونه یې حکومت ته وړاندې کړل. د دوی له غوښتنو هم څرګندېده چې نور دوی سخت ګمزوري شوي او پرته له دا ډول حرکتونو بله لار نه لري.
بنا ویلی شم چې د جمعیت ګوند راتلونکی له سختو ننګونو سره مخ دی. بهرنیان هم پوهېږي او پوه شوي چې دوی ته واک ورکول د دوی شتون ته لویه ضربه واردولی شي، نو بنا هېڅکله به هم بهرنیان په ځانګړې توګه امریکایان دا هڅه ونه کړي چې شمال ټلوالې ته دې واک وسپاري؛ که چېرې دوی دا کار کولی نو د بن کنفرانس د جوړېدو پر مهال به یې دوی ته واک سپارلی و چې تول واک هم ورسره و. د راتلونکو ټاکنو لپاره دوی اوس سرګردانه په لومړي معاونیت پسې ګرځي، حتا دوی په دې شک کې دي چې که همداسې پر مخ لاړ شي، نو کېدای شي راتلونکو ټاکنو کې لومړی معاونیت هم له لاسه ورکړي. بنا د دغه ګوند هر غړی په ځانګړې توګه عطا محمد نور او عبدالله عبدالله په دې هڅه کې دي چې له ولسمشر سره معامله وکړي او په راتلونکي کې لومړی معاونیت تر لاسه کړي. زه دا هم په شک کې بولم، د حکمتیار راتګ طبعا چې یو هدف لري او دا خپله هم حکمتیار په ځلونو ځلونو په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د اوس لپاره هېڅ ډول امتیاز نه غواړي؛ خو په راتلونکي کې به دریږي، دا چې څنګه به دریږي لا څرګنده نه ده. بنا د دا ډول څرګندونو پر اساس ویل شم چې نظار شورا ته د لومړي معاونیت ګټل هم ستونزمن دي.
د سوکاله، آباد او سرلوړي لوی افغانستان په هیله!!
وروستي