کله چې ملي باور زیانمن شي

 
دا یو څرګند حقیقت ده چې د نړۍ د اکثرو هیوادونو کې په ملي کچه ډیری سیاسي ډلې فعالیت کوي او د هر هیواد اتیا سلنه وګړي کم او زیات له دغو سیاسي ډلو ټپلو څخه په یو ډول نه په يوډول ملاتړ کوي او همدا سیاسي ډلې د سیاسي مبارزو په ترڅ کې هڅه کوي چې د خپلو پلویانو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي او د مبارزې لپاره د خپل سیاسي کمپاین شعار هم په همدې اساس سره چمتو کوي چې ګواکې دوی د خپلو پلویانو د حقونو او په ټوله کې د هیواد ملي ګټې خوندي کوي او کار ورته کوي، نو همدا لامل دی چې ډیری سیاسي لیډران( مشران) خپلو موخوته د نورو په آوږو رسیږي او د خپلو کړو ژمنو د پوره کیدو لپاره هلې ځلې کوي خپلو پلویانو ته په نظام کې ډیر امکانات په لاس ورکوي په لوړو پوستونو کې یې په دنده ګماري خو داکار په ډیره هوښیاري او ځیرکتیا سره کوي څو د نورو سیاسي ډلو او په ټوله کې د هیواد والو له سخت غبرګون سره مخ نشي او خپل کار ترسره کوي دلته هغه کسان چې د باور وړ سیاسي حزب یې نوی بریالی شوی په حکومت کې ځان لرې احساس نکړي همدغه ناکامه ډله بیاهم پخپل سیاسي رهبریت باور لري او د ناکامي په حالت کې هم ملاتړکوي او په ډیره کې هڅه کوي له موجوده حکومت څخه که څه هم د دوی د باور وړ سیاسي ډله په واک کې نده ملاتړکوي پداسې هیوادونو کې چې خلکو ته ترهرڅه وړاندې ملي ګټې ارزښت لري، او ترهر څه ورته ملي ګتې وړاندې وي د هغو هیوادونو سیاسي ثبات او پایښت یې تر ډیره تضمین شوی بریښي که د نړۍ له هر پلوه زبر ځواک هیواد امریکا حالت ته نظر وکړو پدې هیواد کې تر ډیره ولس له نورو سیمو او هیوادونو ورکډه شوي خلک دي چې امریکا یې تشکیل کړې ده په امریکا کې دوه ډلې جمهوري غوښتونکی او دموکراتان له ډیرو کلونو راهیسې په واک حاکمیت لري اود ټاکنو له لارې سیاسي نظام بدلون مومي خو ټاکنې د دې لامل نه کیږي چې هلته خلک تاوتریخوالي ته را وبلل شي لکه دلته چې په تیرو ټاکنو کې د عبدالله له لوري د نظام د سقوط ګواښونه کیدل، او د ټاکنو په پایله کې د هیواد سیاسي ثبات وګواښل شي، داسې ګومان کیږي چې په امریکا کې څولاملونه دي یو دا چې د خلکو سیاسي شعور اوپوهه لوړه او بله داچې خلک داسې فکر نکوي که چیرې د دوی ډله بریالۍ نشوه هرڅه به له لاسه ورکړي ځکه هلته تر ډیره قانون پلی ده او څوک داسې څه نشي کولای ترڅو د قانون خلاف وي ولس یې په هر حالت کې د دولت تر شاه ولاړوي او ملاتړ یې کوي هلته ولس په شخص پسې نه بلکې په سیاسي حزب پسې ځي ولې بدبختانه زموږ په هیواد کې نه په ریښتینې معنی سیاسي حزبونو ځان ښودلی او نه هم په اوسنیو شرایطو کې د باور وړ اشخاص په ټولنه کې چې ملي همغږي رامنځته کړي شته، موجود سیاسي مشران که هغه تنظیمي او که له هغه را وروسته ښکاره شوي مشران دي په یو ډول نه په یوډول په فساد او نورو ناخوالو کې ښکیل دي داچې دا سیاسي خلا به څه وزیږوي وخت ته اړتیا ده.
د موجوده ملي یووالي حکومت مشران ولسمشر اشرف غني او اجرایه رئیس عبدالله چې په روانه زمامداري کې خپله ازموینه ورکړې او پدې وروستیو کې چې د دوي په آړه د هرې ادارې له لوري ټول پوښتنه کیږي د خلکو کرکه اونفرت د دوی په وړاندې ورځ تربلې مخ په زیاتیدو ده او ولس نه غواړي په هغه چاچې خپل باور یې پخپل لاس بایللی وي بیا ځلې باور وکړي همدا لامل دی چې په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشر او اجرایه رئیس د ګډون اوبریا چانس سفر شویدی .
بل لورته د پخوانی ولسمشر او د هغه د نظام راټوکیدلې سیاسي څیرې دي چې هغوی هم ځانته نه پت پریښی او نه هم عزت، د کرزي د زمامدارۍ تر ټولو ستره ناکامي او بدنامي همدا اداري فساد د ځمکو غصب او له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه وه چې چې دادئ نن یې زموږ مظلوم ولس هغه زور ویني، د کرزي د نظام والیان او وزیران په ډالرو میلیونران او میلیارډران شول ځمکې چور شوې او په ناقانونه توګه وپلورل شوي، د پخواني حکومت د یو ښاروال د خولې خبره ده چې ویلي دي هوارې ځمکې څه چې غر مې هم نده پریښی چې بل ښاروال یې وپلوري، خو ترهغه را وروسته چې ښاروال راغی هغه چې نمرې پیدانکړې څو یې وپلورې نو د ښار په منځ کې د شنو ساحو په پلورلو یې پیل وکړ په زور واکو یې وپلورلې او ودانۍ دادی نن هم پدې ځمکه  ولاړې دي.
د پښتو شعر یو بیت ده چې وایې :
چې آهسته درومي او پیوسته درومي        فتحه هغه مومي نصرت هغه مومي
زموږ هرڅه په منډه جوړ او په منډه ړنګیږي همدا لامل ده چې تر دې دمه زموږ د هیواد د سیاسي ثبات پښه نده ټینګه شوې .
باید وویل شي چې پداسې یو نازک حالت کې سیاسي رهبریت هم خورا مهارت غواړي داسې وخت کې چې خلکو د خپل ژوند لاره ورکه کړې وي او د ژوندې پاتې کیدو په موخه له هیواده بهر تیښته کوي، خلکوته په هیواد کې دننه د یو روښانه راتلونکی هیله ورکول ډیر ګران کار دی.
نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ته پکار ده ترڅو د ژوند د لومړنیو اسانتیاو په برابرولو کې هلې ځلې وکړي د انسان له مهاجرت او د غیر قانوني قاچاق مخه دې ونیول شي ، نړیواله ټولنه دې له افغان حکومت سره د کار په برابرولو او په ټولنه کې د تیښتې د روحې په کمولو کې مرسته وکړي څو یې خپل هیوادونه د مهاجرینو له روان ناورین څخه ژغورلي وي، او په نړۍ کې يې د بشري ناروین د پیښیدو مخه نیولې وي.
په تیرو څو کلونو کې نړیوالې ټولنې د افغانستان په بنسټیزو برخو کې هیڅ د پام وړ کار اومرسته نده کړې، پکار ده چې په هیواد کې بنسټیزې پروژې پلې شي او هیوادوالو ته د اوږد مهاله کار موندنه وکړي، په هیواد کې د رسنیو له لوري په منفي تبلیغاتو دې یوڅه کنټرول رامنځته او ددې کار مخه دې ونیول شي، په هیواد کې دې په لویه کچه د باور رغونې فضا رامنځته او د خلکو او حکومت ترمنځ دې بارو ایجاد شي، په هیواد کې د ننه په ژوند کولو سره دې خلکوته ډاډ ورکړل شي، سیاسي مشران دې خلکو ته د رسنیو له لارې په هیواد کې دننه د دوي د کورنیو د شتون باور ورکړي.
د داعش او طالبانو لپاره دې په یو ډول نه یوډول کیدونکي ګټور تبلیغات بند شي ترڅو په هیواد کې فکري ناآمني لري او ثبات رامنځته شي، د روښانه راتلونکي لپاره دې لاره هواره شي ترڅو ولس ته د ژوند کولو لاره وټاکل شي او له رواني سر درګومي څخه وژغورل شي.