
قرون وسطی چې په غربی ادبیاتو کې ترینه په تیارو کلونو تعبیر کیږي، هغه عصر وو چې تر ټولو بدې او ناوړه ځانګړنې یې استبداد او جهل وو. په هغه وخت کې اروپایانو د لومړنیو ټولنو په څیر ژوند درلود. د اروپایي فردي هویت تر سوال لاندې وو، که کوم چا خپل عزت غوښتلو یا به یې د کلیسا تر سیورې لاندې ځان ته هویت پلټلو او یا به یې هم پر کوم مستبد پادشاه پورې ځان نښلولو. هلته فرد منحیث د فرد ډیر کم ارزښت درلود. دغه فردي هویت حتا یو اروپايي د خدای په وړاندې هم نه درلود. کله هم که هغه غوښتل له خدای سره رابطه ولري نو باید د پاپ له دربچې یې خدای ته کتلي وای، آن تر دې چې تر ننه پورې مذهبي مسیحیان د خپلو ګناهونو د بښلو لپاره د پاپ پر وړاندې باید اعتراف وکړي، او پاپ د هغه په استازیتوب له خدای څخه ورته بښنه غواړي، چې پخوا به یې د دغه بښنې پر وړاندې له خلکو پیسې هم اخیستې او نن هم شاید په ځنې ځایونو کې دا دود موجود وي. کله چې په اروپایي ټولنو کې د اصلاحاتو خوځښت پیل شو، هغوی په یو شکل باندې په دې هڅه کې وو چې انسان ته خپل انساني ارزښت وروګرزوي، چې په دغه لاره کې د هغو اصلاحګرو تر ټولو مهمه مسئله په دیانت کې د انسان فردي هویت راګرزول وو، ځکه خو مارتین لوتر چې د دغه خوځښت مشرتابه یې کوله، د پاپانو ډیر صلاحیتونه یې د سوال لاندې یوړل. هغه دا مسئله د لومړي ځل لپاره مطرح کړه چې حتمي نه ده یو مسیحي د خپل مقدس کتاب تفسیر د پاپ څخه واخلي، بلکې هر مسیحي خپله کولی شي مقدس کتاب ولولي، ویې ژباړي او د خپل خدای سره د هغه په اساس خپلې اړیکې ورغوي. چې دغه نظر په جدي توګه د انسان فردیت انسان ته ورګرزول وو. سره د دې چې دغه خوځښت ډیرې ستونزې وګاللې خو ورو ورو یې ثمره هم ورکړه. د دغو اصلاحاتو د خوځښت تر څنګ بله خوا کوم فلسفي بحثونه چې د کلاسیک هیومانیزم د پیاوړتیا لپاره په اروپا کې پیل شوي وو، نور هغه مرحلې ته رسیدلي وو چې په ټولنه کې د عوامو تر مینځ ځای پیدا کړي. په ټولنه کې د علم ټیکه له کلیسا څخه اخیستل شوې وه، د عامو خلکو تر مینځ، آن په بې وزله کورنیو کې په بیلابیلو برخو کې صاحب نظره پوهان پیدا شول. د اروپایي انسان سترګې مخ په پرانیستل کیدو وې او ورو ورو دا احساس ورسره مخ په زرغونیدو وو چې زه هم د پاپ څخه څه کم نه یم، زه هم منحیث د یو انسان یو لړ وړتیاوې لرم، زه د دې مستحق نه یم چې مذهبې مشران زما له وجوده سوء استفاده وکړي، ظلم راباندې وکړي او تل د هغوی تر پښو لاندې وم. چې دا هم په خپله برخه کې د اروپايي انسان د فردیت څخه د دفاع په برخه کې بیله هڅه وه. به حقیقت کې کلیسا او دیني ټیکه داران هم له مذهبي اړخه د اصلاحګرو له خوا تر سوال لاندې راغلل او هم له فلسفي خوا د فیلسوفانو له خوا پرې فشار راغی. بله خوا د علم خپل خاصیت داسې دی چې خپل خاوند ته جرآت وربښي. هر څومره چې یو څوک پر ځان ډیر ډاډ ولري دومره ډیر جرأت ورسره پیدا کیږي. اروپایي ټولنه کې ّد پوهانو دعلم سره د تړاو په اساس ورو ورو دغه جرأت زیاتیدو او هغوی یې بغاوت ته چمتو کول. بله خوا کلیسا ته دغه وضعیت د زغملو وړ نه وو، ځکه یې د تفتیش عقایدو محاکمې د همداسې بغاوت طبعه خلکو څخه ډکې کړې چې هلته یې په ډیره وحشتناکه توګه ځپل. د کلیسا د دغه وحشتناک عکس المعمل په وړاندې ورځ تر بلې په ټولنه کې د هغوی په وړاندې کرکه زیاتیده، تر دې چې ورستی شعار د فرانسې د انقلاب دا وګرځید چې: "وروستی امپراتور د ورستي پاپ په کولمو راځوړند کړئ!"
کرکه له دین څخه وه که له دیندارانو؟
له دغه اوږدې مقدمې ورسته دې پوښتې ته باید راوګرځو چې هغه اروپایانو چې د نوې اروپا د ودانولو لپاره مټې راونغاړلې، آیا هغوی له دین څخه پاک منکر شول که یوازې کلیسا او دیني ټیکه دارانو ته یې شا کړه؟ انقلاب نه ورسته خلکو له دین سره څه رنګه معامله وکړه؟
حقیقت دا دی چې هغوی یوازې د ظالمو پاپانو او مستبدې کلیسا سره مقاطعه وکړه، او ورسته له انقلابه نه هلته دین وځپل شو او نه هم دین پیاوړی شو. انقلاب یوازې د خپلواکۍ فضا را مینځته کړه، په دغه فضا کې هر څوک آزاد وو چې دین خوښوي او که بې دیني (کلیسا او پاپ ته یې شا کړل)، دا چې دین (منحیث د یو بنسټ) هلته په څو پیړیو کې پوره بد نوم ګټلی وو ځکه اروپایانو په خپل ټولنیز ژوند کې بیا ډیره اجازه ورنکړه، خو په فردي ژوند کې تر ننه اکثریت د هغوی دینداره دي، په خپل خدای ایمان لري، کلیسا ته ځي، او خپلو مذهبي دودونو ته پابندي ښيي، دا چې دیانت یې په ژوند کې تجسم نه ښيي، هغه څه دي چې باید په بیل شکل او په بیل فرصت کې وڅیړل شي.
انسان د خدای ځای ناستی:
که چیرې له انقلابه مخکې اروپا ته چې مسیحي دین پکې غالب ؤ، یو خدایي نظام ووایو، چې هر څه پاپ د خدای په استازیتوب په خلکو اجرا کول او چا د هیڅ ډول اعتراض حق د هغوی په وړاندې نه درلودلو، او که چیرته چا پر کلیسا او یا پاپ کوم اعتراض کولو مانا دا چې په خدای یې اعتراض کړی؛ او له انقلابه ورسته اروپا ته وګورو چې نور د کلیسا او پاپ دبدبه او قداست پکې تر پښو لاندې شوی وو، دا تعبیر به ډیر غلط نه وي چې ورسته له انقلابه انسان د ټولو امور واګي د خدای په ځای په خپل لاس کې ونیول، تعقل د قضاوتو او نویو جوړښتونو مدار وګرځید او جمعي عقل د ټولني د لیدلوري او بنیادجوړنې خټه! دین چې مخکې منحیث د یو نهاد د خلکو په شخصي، اجتماعي، سیاسي، اقتصادي.. چارو کې مداخله کوله، نور خلکو اجاړه ورنکړه چې د هغوی ژوند د پخوا په څیر ورتریخ کړي، او پوره یې هم له صحنې څخه ونه ایستلو، بلکې په خپله محدوده او دایره کې یې د کلیسا د ننه بندي کړلو، او منحیث د یو مقدس نهاد تر ننه پورې ورته درناوی لري. طبعاْ دغه وضعیت له ځانه سره نوی فرهنګ، نوې جهان بیني او نوې کړنلارې وزیږولې چې مجموع کې د همداسې ژوند او نظام یو ماډل ته نن د "سیکولار" ماډل نوم کاروي.
وروسته د دغه بهیر له لنډې پیژندنې څخه دې پوښتنې ته راځو چې سیکولاریزم د دغه مقدمې په نظر کې نیولو سره کومې مانا ګانې حمل کولی شي، او مونږ باید په دې مانا کې څرنګه چلند منحیث یو مسلمان ورسره ولرو؟
اول دا چې؛ د دغه مقدمې څخه تر ټولو مهم څه چې اخیستلی شو هغه دا دي چې انسان ته منحیث انسان باید درناوی وکړو. د انسان عقل، پوهه، اراده او اختیار د احترام وړ دي. هیڅ څوک دا حق نلري چې د دین په نامه د انسان دغه وړتیاوې او کرامت په استبدادي بڼه تر پښو لاندې کړي. دویم دا چې: دین او دیانت هم د هغو مقولو له جملې څخه دي چې انسان یې د خپلو هماغو وړتیاوو ( علم، عقل، پوهه، اراده.. ) په اساس یا مني او یا هم ردوي. که چیرته دین مخکې له دې چې دغه د رد او یا اختیار حق انسان ته ورکړي، د هغه د شخصیت، هویت، پوهې، ارادې، اختیار.. تر پښو لاندې کولو ته مټې راونغاړي، نو په کار ده چې داسې دین مخکې له دې چې مونږ منزوي کړي، مونږ هغه د ژوند له صحنې څخه رخصت کړو. دریم دا چې؛ که چیرته مونږ د انسانیت پر بنسټ ناوړه دین ته په خپل ژوند کې د مداخلې اجازه نه ورکوو، نو همدا انسانیت چې مونږ یې دفاع کوو، دا را نه غواړي چې د هغه بلې ډلې (چې پر دین باور لري او ترې دفاع کوي) انتخاب ته هم باید درناوی ولرو، ځکه هغه هم د خپل قناعت په اساس ( چې په هر ډول یې حاصل کړی) دین انتخاب کړی، نو مونږ باید د هغوی حق تر پښو لاندې نکړو او ټولنه کې هغوی ته هم ځای او حق ورکړو. څلورم دا چې؛ مونږ منحیث د یو انسان معنوي تزکیې ته هم ضرورت لرو، چې باید هر فرد یې په خپل شخصي ژوند کې ولري، چې د هغه د شخصیت په روزنه کې ورسره مرسته وکړي، ځکه سیکولریزم تر پایه په هیڅ ځای کې د الحاد ( لکه څرنګه چې مشهوره ده) خواته څوک تشویق نه کړل. او داسې سیکولران مونږ په نړئ کې ډیر کم لرو چې ملحد وي، او په اسلامي ټولنو کې سیکولر کله هم د ملحد په نامه نشي استعمالیدی. سره د دې چې سیکولار په عربي کې دوې ماناګانې لري، یوه مانا یې په علمانیت سره شوې چې علم او پوهې څخه اخیستل شوې او بله مانا یې په عالمانیت سره شوې چې مانا یې یوازې همدا عالم او یا یوازې همدې دنیا باندې باور درلودل دي، او په فارسي ژبه کې یې ورته د دنیویت مانا ورکړي، چې د لغوي لحاظه همدا یې سمه مانا هم ده( چې په کوم بل فرصت کې به پرې پوره خبرې وکړو) خو په عملي بڼه چې سیکولارې نړۍ کومه معامله له دین سره کړې په هغې کې یې خلک د الحاد خواته ندي رابللي، سره د دې چې خلک یې د همدې دنیا د آبادولو خوا ته ډیر تشویق کړي، خو دغه تشویق هم خپله انسانانو په طبیعي توګه د خپلو دنیوي ګټو د حاصلولو او خوندیتوب لپاره ځانونه تشویق کړي، سیکولاریزم یوازې آزاده فضا ورته برابره کړې ده.
څرنګه چلند ورسره وکړو؟
که چیرته په پورتنیو مانا ګانو کې سیکولریزم د انسان درناوي ته رابلل وي او د انسان له بیلابیلو وړتیاوو څخه ګټه اخیستل وي، نو په دې مانا سره مسلمانان تر نورو ډیر سیکولران دي. ځکه چې په اسلام کې له پیله خدای خپله اړیکه له بنده سره د هغه د شاهرګ سره تشبیه کړی او ویلي یې دي چې زه بنده ته مې د هغه د غاړې له شاهرګ څخه هم نژدې یم، او هر کله چې بنده مې پر ما غږ وکړي زه یې غږ اورم. په اسلام کې د کلیسا او پاپ په څیر هیڅ داسې کوم څه نشته چې د هغوی موجودیت د انسانانو د شخصیت د ځپلو وسیله وګرزي، او که چیرته داسې څوک پیدا هم شي د شریعت لارښوونه مسلمانانو ته دا ده چې پر وړاندې یې ودریږئ. پیغمبر صلی الله علیه وسلم په مختلفو مناسبتونو کې د مختلفو فرهنګونو له علمي لاسته راوړنو ګټه اخیستې او کله یې هم د انسان وړتیاوو ته په کمه سترګه ندي کتلي. هغه د سلمان فارس له فارسي تجربو، د صهیب له رومي تجربو، د بلال له حبشي تجربو، د صحابه وو له حربي تجربو، د بزګرانو له بزګري تجربو.. ګټه اخیستې او آن تر ټولو مهمه لارښوونه یې دا وه چې زما سره یوازې ستاسو د دین اړوند مسایل دي، تاسو تر ما په خپلو دنیوي چارو ډیر ښه پوهیږئ. هغه کله هم داسې یو دیني نهاد جوړ نه کړلو چې د تابو په شکل په مسلمانانو کې را څرګند شي او هر څوک خپلې اړیکې د تقدس په بڼه د هغه سره ترسیم کړي. یوازینی بنسټ چې په اسلام کې د پیغمبر په زمانه کې جوړ شو هغه مسجد یا جومات وو چې مسلمانانو به د خپلو دیني چارو د زدکړې، عبادت او د پیغمبر د لارښوونو د ترلاسه کولو لپاره استعمالولو. آن دا چې پیغمبر حکومت هم د نورو همعصرو متعارفو حکومتونو په شکل جوړ نه کړلو، صرف د ضرورت پر بنسټ چې مسلمانانو دوست او دښمن، جنګ او سوله، ضعیف او فقیر.. درلودل، داسې یو جرګه شکله څه یې جوړ کړل چې خپلو ضرورتونو ته پکې رسیدګي وکړي. د اسلام هڅه دا وه چې تل انسانان د پاکۍ او تقوا خواته راوباسي، چې وروسته به همدا پاک خلک په بیلابیلو نهادونو کې د پاکۍ او تقوا تجسم وګرزي او هغه نهادونه به هم سالم وساتي. که چیرته یو نظام د شکل له لحاظه هغه ایډیال خلافت وي او پکې فاسق، ګنهګار، خاین او خونړي خلک وي، او بلې خوا ته یو دموکرات نظام وي او چارواکي یې پاک، باتقوا او سالم خلک وي، نو دغه دموکرات نظام تر هغه خلافته ډیر د ملاتړ وړ دی. ځکه خو ابن تیمیه رحمه الله وایي:"خدای کافر خو عادل نظام سره نصرت کوي، خو له مسلمان ظالم نظام سره نه." له بلې خوا دا باید ووایو چې د اسلام اصلي هڅه د چوکاټونو او نظامونو جوړول ندي، د انسان جوړول دي. چوکاټونه او نظام هر وخت د شرایطو پر اساس بدلیدونکي دي او انسان د خپل مصلحت په نظرکې نیولو سره ظاهر د نظام هر ډول جوړولئ شي (ځکه خو د شکل ا و نظام د لحاظه څلور خلیفګان په بیلابیلو ډولونو انتخاب شوي، د ابوبکر نظام عادي شکل درلود، د عمر رضی الله عنه نظام کاملاْ متفاوت او د حضرت عثمان او علی هم د شکل له لحاظ ډیر تفاوتونه له یو بل نه درلودل) خو که چیرته انسان جوړ شو نو هر ډول تشکیلات او نظام چې وي، هغه به په اسلامي ډول پر مخ ځې، که انسان جوړ نه شو نو یوازې په نظام (چوکاټ) جوړولو اسلام نه جوړیږي.
نتیجه:
سیکولریزم پر انسانیت تاکید لري، د مشهور معمول پر خلاف کله هم سیکولار په عملي بڼه د ملحد او بې دین په مانا نه دی. سیکولاریزم د انسان انسانیت ته پر هر څه تقدم ورکوي، چې که چیرته د انسان د انسانیت هماغه مبادی په نظر کې و نه نیول شي، د دین د انتخاب او د دیانت مدار ژوند امکان هم تر پوښتنې لاندې رازي. سیکولاریزم که چیرته تر پایه د انسانیت پر محور وڅرخیږي، د دیانت لپاره نه یوازې چې خطر ندی، بلکې د خپلو اصولو پر اساس دین ته احترام هم لري او هر کله چې بیا همدا انسان تصمیم ونیسي چې د دین غیږې ته ورشي، سیکولاریزم د خپلې ادعا پراساس دغه تصمیم ته نه یوازې دا چې درناوی لري، بلکې ځان ورته تسلیموي، ځکه دا هم د انسان تصمیم د خپلو انساني ځانګړتیاوو پر اساس دي.