سیکولریزم ته ځغلند نظر  (لومړۍ برخه)

 
شلمه پیړۍ په اسلامي ملکونو کې د لویو بدلونونو پیړۍ وه. عثماني امپراتوري (خلافت نه، ځکه هغه خپلې بیلې ځانګړنې لري چې لیکوال یې کارول د عثمانیانو وروستیو پیړیو ته په ځای نه بولي) چې په یو ډول یې د مسلمانانو استازیتوب کولو وروسته له اوږدې ناروغۍ (اروپایانو عثمانیانو ته په ورستیو کې ناروغ انسان ویل، چې همداسې ناروغ هم شول) ونړیده، سیاسي- جغرافیایي پولې د سلامي هیوادونو د هویت نښه وګرزیدلې، ډیر اسلامي هیوادونه د یرغلګرو تر پښو لاندې شول، بیت المقدس چې د زرګونو مسلمانانو په وینو ګټل شوی وو او د مسلمانو او عیسوي ټولنو د زورآزموینې مرکز وو، وروسته له پیړیو بیاځلې  د مسلمانانو له واک څخه ووتلو او دا ځل د عیسویانو پرځای یهودیانو د خپل هیکل د جوړولو خوبونه ورته ولیدل او دا دی د نیواک یې ورو ورو یوه پیړۍ پوره کیږي خو اسلامي ملکونه لاس تر زنې ورته ناست دي. دغو بدلونونو بلې خواته څه خوځښتونه هم راوپارول چې پیل یې د اخوان المسلمین د تحریک پاڅیدل وو چې وروسته له هغې تر ننه پورې لسګونه نور تحریکونه د اسلام په نامه پورته شول، او د مسلمانانو د برم د بیاګرځولو شعار یې پورته کړ، له دې سره یو ډول خاص (اسلامي) ادبیات هم د دې جریانونو په واسطه تولید شول، چې هر یو یې بیل ایډیولوژیک اړخ درلود/لري او هر یو د دین د اصلي څیرې استازیتوب ځان ته منحصر کړی، چې په دې لړ کې ډیر نظري او تئوریک بحثونه د همدې جریانونو څخه راڅرګند شول چې نن ورو ورو هماغه بحثونه داسې یو پړاو ته رسیدلي چې نور تر دې چې د اسلامي ټولنو پرهرونو ته مرهم وګرزي، داسې ښکاري چې خپله په پرهر بدلیږي. په دغه بحثونو کې یو هم د "سکولاریزم" پر اصطلاح پراخ بحثونه دي چې کله نا کله یې د تکفیر تر سرې کرښې پورې هم پښې غزولي، خو لا تر اوسه دغه بحث په اسلامي ټولنو کې خصوصاْ د اسلامي جریانونو تر میځ په یو علمي او دقیق بحث باندې نه دی بدل شوی، هغه څه چې د اسلامي جریانونو تر مینځ د سکولاریزم په اړه لرو، تر علمي استدلاله ډیرې ادعاګانې او تورلګونې په کې دي، کم دي داسې کسان چې د هرې بلې ښکارندې په څیر سکولاریزم ته په بې طرفانه توګه وګوري، مثبت اړخونه یې ومني او منفي اړخونو ته یې شا کړي.
کوم وضعیت چې په معاصره اسلامي نړۍ کې تیریږي ځینو مسلمانانو ته د زغملو نه دی. نن چې کومه جګړه په اسلامي ملکونو کې روانه ده تر دې چې د اسلام او کفر جنګ وي ډیر د مسلمان او غیر مسلمان د هویت جنګ دی؛ په همدې وجه چې په مسلمانو ټولنو کې هر نوی شی واردیږي اسلامي جریانونه یې په هکله جدی منفي غبرګون ښیي، داسې نه چې کومه بله بلا یې زمونږ د بربادی لپاره راوړې وي، شاید هم ډیر ګرم نه وي. د سکولاریزم قضیه هم په اسلامي هیوادونو کې د همداسې غبرګون سره مخامخ شوه، ځکه تر ننه یې په علمي انداز د مسلمانانو تر مینځ ځای و نه موند، ټولو ورته له هویتي اړخه وکتل او د غرب سره د تړاو په اساس یې له سره د منلو و نه ګڼله، چې د علمي لحاظه دغه چلند ډیر سم نه ښکاري.
نن د سکولاریزم بحث زموږ په هیواد کې هم ورو ورو مخ په زرغونیدو دی. څه موده مخکې چې د یو دیني عالم ناسمې خبرې د هیواد د یو تاریخي کس په هکله خپرې شوې، او نوو ځوانانو کلک غبرګون پرې وښود، بله خوا ډیر داسې کسان وو چې دغه ځوانانو ته یې د سکولرانو خطاب کړلو، او ورو ورو داسې ښکاري چې هر څوک ږیره ونلري، نکټايي واچوي، یا کله د دیني مشرانو سره مخالفت وکړي، او یا هم د (جهادي!) ډلو په هکله منفي نظر څرګند کړي، داسې خلک شته دي چې ورته د سکولار لقب ورکوي، او دغه مسئله تر همدې لقب ورکولو نه پاتې کیږي، بلکې نظر هغه تعریف ته چې دوی یې له سکولاریزمه لري، تر تکفیره پښې غزوي، او بالاخره تر ترور او انسان وژنې پورې هم شاید خبره ورسي. ځکه لیکوال دا مناسبه وبلله چې دغې موضوع باندې څو کرښې تورې کړي. هڅه به وکړو چې د سکولاریزم بیلابیلو اړخونو ته په لاندنیو کرښو کې ځغلنده نظر وکړو.
سکولاریزم په کومه مانا؟
دا پوښتنه نن لږه مطرح کیږي چې کله د سکولاریزم یادونه کیږي وپوښتو چې سکولاریزم په کومه مانا؟ علماوو سکولاریزم ته بیلابیلې ماناګانې ورکړې، او که چیرته د دغې ښکارندې تاریخي بهیر ته هم وګورو نو په مختلفو ماناګانو کې په ټولنو کې ښکاره شوې او د لوبغاړي په توګه یې خپل نقش ادا کړی، چې دریو اړخونو ته یې دلته اشاره کوو.
سکولاریزم د رهبانیت پر وړاندې:
د سکولاریزم لومړنی پیل (د یونان د فیلسوفانو له زمانې وروسته) په دوولسمه او دیارلسمه میلادي پیړئ کې د کلاسیک هیومانیزم په بڼه ښکاریدل وو. په هغه وخت کې حقیقت ته د لاسرسۍ هغه فلسفي بحث د فلسفیانو او عیسوي پاپانو تر مینځ مطرح شو، چې فیلسوفانو د انسان په توګه او د انسان د وړتیاوو څخه د ګټې اخیستنې په صورت کې، انسان ته دا واک ورکولو چې حقیقت ته ورسیږي. خو بله خوا عیسوي پاپانو چې خپل واک او مذهبي رعب یې په خطر کې لیدلو د دې مسئلې مخالفت وکړلو، هغوی حقیقت ته د یو ډیر پاک او مقدس څیز په توګه ګتل چې انسان هغې ته د رسیدلو وس نلري. دوی په دې اند وو چې که چیرته دا شونې هم وي نو د مذهبي مشرانو په مرسته ترسره کیدای شي او پرته له هغې انسان ډیر ناپاک، ګناهګار او پلید دي، حقیقت خدایي او پاک شی دی، چې د خدای له ذات سره تړاو لري نو دا څنګه شونې ده چې انسان دې هغې ته لاسرسئ ومومي؟ له ټولنیز اړخه دا یو مسلم اصل دی چې یو انسان د دوو څیزونو څخه لاس نیسي، یا د ډیر ناپاک نه، چې په مذهبي اصطلاح کې ورته حرام وایو، او یا هم د ډیر پاک او مقدس څیز نه، ځکه داسې فکر کوي چې زه او هغه پاک شی؟ ډیر سره لرې! ځکه خو زمونږ په دودیزو ټولنو کې قرآنکریم ته څو پوښونه وراغوندي او پورته یې په دربچه او یا د المارئ په سر کیږدي تر څو یې د تقدس په اندازه درناوی وشي، که څه هم په کال کې یې یو ځل ونلولي! د هغې وخت عیسوي مذهبي مشرانو هم حقیقت ته د رسیدنې مسئله په همدې شکل ټولنې ته ورپیژندلې وه، ځکه ټولنې خپل هر څه له مذهبي مشرانو سره تړلي وو، او مذهبي مشرانو هم خپل هر څه د مذهب او مقدسې پدیدې په توګه په دوی باندې منل. کله چې هغه د کلاسیک هیومانیزم فلسفي بهیر پیل شو، په ډیره نرمه او خاموشه توګه یې د حقایقو د څرګندولو واک انسان ته ورکولو سره ورو ورو د راهبانو سلطنت ته د پای ټکئ کیښود. هغه راهبانو دیانت د دنیا په پریښودلو کې معرفي کولو، دنیا د هغوی په نزد پلیده وه، د دیندارۍ لوړه کچه په هغه چا کې وه چې په غارونو کې به اوسیدل او د ټولنې سره به یې خپلې اړیکې شلولې وې. په راهبانو کې مشهوره وه چې پلاني راهب چې له کومې ورځې نړئ ته سترګې پرانیستلي تر ننه یې ځان ندی مینځلئ او یا هم یو یا دوه ځلې یې ځان مینځلی! له بله اړخه کله چې د کلیسا حکومت په اروپا باندې مسلط شو، همدغه راهبانو سختو ظلمونو ته مخه کړه او هر څه یې په مسیحي ولس باندې د دیانت په نامه ومنل، ګواکې هر څه چې مونږ تاسو ته وایو په دې کې ثواب دی او تاسو خدای ته نیږدې کوي. په تاریخ کې لا دا هم ذکر شوي چې دوی به خلکو ته د اوسپنې نیکر وراغوستلو چې کولپ به پرې تړلی ؤ او کیلي به یې له پاپ سره وه، او که چیرې چا غوښتل د خپلې میرمنې سره کوروالی وکړي نو پاپ ته به ورتللو تر څو ورته اجازه وکړي او کولپ ورخلاص کړي! په همدې توګه په سلګونو نور مسایل وو چې د تاریخ په کتابونو کې را نقل شوي چې پاپانو به په خلکو باندې د مذهب په نامه اجرا کول او خلکو به په پټو سترګو منل. هماغه وو چې ورو ورو پوهانو هغه بحثونه مطرح کړل چې په هغې کې انسان ته د انسان په سترګه وکتل شي، د تقدس لاس د انسان په ژوند کې لنډ شي، د انسان حقیقت درک شي، د هغې له وړتیاوو سمه استفاده وشي. کله چې دغه بحثونو ټولنه کې ځای پیدا کړلو په طبیعي توګه یې د پاپ او کلیسا مشروعیت تر سوال لاندې کړلو او ورو ورو نوی مدنیت د انسانیت او علم پر بنسټ جوړ شو. تر دې ځایه سکولاران هغه کسان وو چې د رهبانیت، صوفیزم، پشمینه پوشئ.. په مقابل کې را پورته شوي وو. سکولار هغه څوک وو چې د دنیا جوړولو ته یې خلک رابلل او د راهبانه ژوند نه یې ژغورل. ( دا هم باید له پامه و نه غورځوو چې زمونږ په مسلمانانو کې هم ځنې داسې علما شته چې د دیندارۍ په هکله یې نظریات د هغه پاپانو څخه ډیر فرق نلري. چې ښه مثال یې امام ابوحامد غزالی دی. هغه سره د دې چې ډیر لوی عالم وو خو په احیا علوم کې چې کله د منجیاتو په هکله خبرې کوي، په ځنو مواردو کې مستحباتو ته دومره لوړه درجه ورکوي چې تر فرایضو پورې نژدې کیږي، او کله نا کله د همدغه مستحباتو د ترسره کولو لپاره داسې تمرینونو ته انسان رابولي چې اسلام د سره هغسې سختي د مسلمان لپاره نه غواړي.)
پوښتنه دا ده چې آیا په دغه مانا سکولاریزم د اسلام سره څنګه رابطه جوړوي؟ دې کې شک نشته چې په دې مانا کې اسلام او سکولاریزم هیڅ ټکر سره نلري، آن دا چې اسلام تر سکولارانو ډیر خلک د دنیا آبادولو ته رابولي. د اسلام پیغمبر خلک د راهبانه ژوند څخه منع کړي، خپله ده راهبانه ژوند ندی کړی، بلکه د نورو انسانانو په څیر یې، کسب او کار کړی، معامله یې کړی، واده یې کړی، جنګ او سوله یې کړی، پیر او پلور یې کړي.. او د یوه روایت پر اساس یې د مسلمان رهبانیت جهاد ( په خپله پراخه مانا کې) ورپیژندلی، کسب ګر یې د خدای دوست ښودلئ، خلکو ته یې عام اعلان کړی چې زما څخه یوازې په خپلو دیني چارو کې متابعت وکړی، د دنیا مسایل مو څرنګه چې خپله ښه پکې پوهیږئ په هماغه توګه پر مخ بوزئ. آن دا چې ځنو غربي پوهانو (نیچه) د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ستاینه په دې اړه کړې، چې هغه داسې پیغمبر وو چې هم یې دین ته پام وو او هم دنیا ته! بله خوا په معاصرو اسلامي مفکرینو کې د علامه اقبال لاهوري پام هم هغه دیانت ته وراوښتی وو چې صوفیزم ته یې خلک رابلل، ځکه ده په شلمه پیړۍ کې د مسلمانانو درد حس کړی وو او د یو لوی بدلون ضرورت یې لیده، په همدې اساس یې په خپلو شعري او نثري آثارو کې مسلمانان د رهباني دیانت نه منع کول او اسلامي دیانت ته یې رابلل. ځنې بیتونه يې په دې هکله ډیر د پام وړ دي، لکه چې وایي:
اقبال قبا پوشد در کار جهان کوشد
بنگرکه درویشی با دلق و کلاهی نیست
په بل ځای کې؛
بگذر از فقری که عریانی دهد
ای خنک فقری که سلطانی دهد
هغه همداسې د نیمه دیني په نوم عالمانو څخه ځوریږي، هماغسې چې په اروپاکې له مذهبیانو څخه نقد کیدلو اقبال هم له ملا او صوفي څخه شکایت کوی؛
زمن بر صوفی و ملا سلامی
که پیغام خدا گفتند ما را
ولی تاویل شان در حیرت انداخت
خداو جبریل و مصطفی را
همداسې نورې ډیرې خبرې په دې هکله لري چې یو ایراني لیکوال (محمد بقایی ماکان) په اقبال و تصوف کتاب کې په پوره شرحې سره لیکلي.
مخکې له اقباله او آن دا ویلی شو چې اقبال د هغې څخه الهام اخیستی وو، افغاني سید جمال خلک همداسې دیانت ته رابلل، تر څو خپل هیوادونه ورغوي، د عصر پوهه خپله کړي او د پردیو له یرغل څخه خپل هیوادونه وژغوري.
 اوس که چیرته د سکولاریزم مانا د تاریخي لحاظه د رهبانیت له مینځه وړل وي، دا ویلی شو چې دغه پیل یو ښه پیل وو، د همدې خوځښت له امله اروپا له تیارو څخه راووته، علم ته یې مخه کړه، پرته د هیڅ ډول پولې له منلو یې د مختلفو مدنیتونو له علمي میراث څخه ګټه پورته کړه او لویه صنعتي نړی یې له خپلې خاورې جوړه کړه (دا په داسې حال کې وه چې اسلامي ملکونو کې د تحقیق او پلټنې پخوانئ روحیه مړاوې شوې وه) چې که چیرته د سکولاریزم څپې نه وای شاید تر ننه پورې اروپایانو له خیرو، وینو او تیارو پرته بل څه نه پیژندلای، خو نن مونږ هم د هغوی د هڅو په نتیجه کې د نوي عصر له تخنیک او تکنالوژئ څخه ګټه پورته کوو. دا چې د سکولاریزم خټه په اروپا کې څرنګه پخه شوه، کومو نورو لاملونو  په دې خوځښت کې رول درلود او بالخصوص اسلامی میراث او د مسلمانانو پوهانو څه نقش پکې درلود، دا یو  داسې بحث دی چې د دې لیکنې تر حوصلې جګ دی.