د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن

 
ښوونځی چې تر ډیره پکې عصري او دیني علوم ښودل کیږي او بل لورته دیني مدرسې چې یوازې دیني زده کړې پکې ورکول کیږي، په افغاني ټولنه کې دا دوه د زده کړو مهم او اساسي بنسټونه دي چې په زیاته کچه ګټه ځینې اخیستل کیږي ، ښوونځی چې د عصري علومو ترڅنګ دیني زده کړې هم ورکوي او د ځوانانو راتلونکی له همدې ښوونځي څخه پیل کیږي چې له دې لارې لوړ زده کړو ته لاره مومي چې د لوړو زده کړو له لار موندلو وروسته بیا لکه طب، انجینري، حقوق ، قضا او داسې نورې څانګې لولي او پدې سره د ټولنې د خدمت مصدر ګرځي او خپله راتلونکې له همدغه ځایه ټاکي باید وویل چې د عصري علومو زده کړه د دنني عصر مهمه آړتیا ده بلکې د ژوند کولو اساسي شرط ګڼل کیږي، د اسلام په مبین دین کې د نارینه او ښځې په زده کړو پوره ټینګار شوی داسې نده هغه ځوانان چې په ښوونځیو کې په زده کړو بوخت دي هغوی دیني زده کړې نه کوی او یاهم د پوهنې په نصاب کې دیني  زده کړو ته ځای نده ورکړل شوی بلکې هغوی ته هم په پراخه کچه د دیني زده کړو زمینه برابره ده.
په نني عصر کې ژوند کول د ټولنې هر وګړی دیته آړ کوي ترڅو زده کړې وکړي دا که په هره برخه کې وي که موږ خپلې جنګ ځپلې ټولنې ته یو ځغلند نظر وکړو نوښکاره خبره ده چې موږ تر هرې بلې ټولنې زیات او تر بل هرچا زیات زده کړو ته آړتیا لرو که چیرې موږ پخپله ټولنه کې نارینه ډاکټر، انجینر، څارنوال، قاضی ښوونکي او د نورو برخو کسانو ته آړتیا لرو ښکاره خبره ده چې موږ په ورته برخو کې مسلکي ښځینه وو ته هم پوره آړتیا لرو نو آړینه ده چې د نارینه و ترڅنګ زموږ خویندې هم زده کړه وکړي د پوهې په ګاڼه سمبالې شي او د یو روښانه راتلونکي لپاره ګامونه اوچت کړي.
بل لورته په دیني مدرسو کې په دیني زده کړو بوخت ځوانان چې یوازې دیني زده کړې کوي، موږ پدې باور یو چې دینې زده کړې د یو مسلمان لپاره ډیره مهمه خبره ده او باید چې ترهرڅه ډیر وخت دیني زده کړو ته وقف کړي.
راځو اصلي موضوع ته چې هغه پدې لیکنه کې باید بحث پرې وشي هغه د ښوونځي او مدرسې ترمنځ واټن ده، په هیواد کې پدی وروستیو کې پدې آړه شوې څیړنې ښيي چې دې واټن په افغاني ټولنه کې خورا ډیرې ستونزې را ولاړې کړي دي همدي واټن زمینه برابره کړې ترڅو د مدرسې زده کوونکی د نورو په کمه آشاره د ښوونځی په زده کوونکي د کافر او یاګمراه ګومان وکړي او همدغه وړې غوټې په تاوتریخوالي واړوي او بالاخره د مدرسې زده کوونکی د ښوونځی زده کوونکو په وژنه لاس پورې کړي، د مدرسې زده کوونکی داسې فکر کوي چې عصري زده کړه کول انسان بیلارې او یا کافر کوي او له اسلام څخه یې ګرځوي.
داځکه چې په اوس وخت کې زموږ په کمین کې ناست دښمن له هر فرصت څخه ښه ګټه پورته کوي او له دې موقع څخه یې هم زموږ د ځوانانو ترمنځ د بې اتفاقي تخم شیندلی او د نفاق اور یې بل ساتلی ده، چې تر دې دمه افغان حکومت د دې ډول ستونزو د مخنیوي او هوارولو لپاره هیڅ هم ندي کړي د ښوونخي او مدرسې ترمنځ واټن باید چې د لاندنیو لارو چارو په تعقیبولو سره  له منځه یوړل شي او پرینښودل شي ترڅو زموږ ګاونډي هیوادونه له هر فرصته څخه پخپله ګټه کار واخلي.
الف: د ښوونځیو او مدرسو ترمنځ د مستقیمې ناستې ولاړې زمینه برابرول پدې معنی چې د ښوونځیو زده کوونکي د مدرسو له زده کوونکو سره آشنا کول او د هغوی له محیط څخه لیدل کتل او یو او بل په مذهبي او نورو آړوندو غونډو کې ګډون کول داسې ناستې چمتو کول چې دواړه غاړې وکولای شي په آزادانه ډول پکې بحث وکړي او خپل نظریات له یوه او بل سره شریک کړي.
د ښوونځي زده کوونکي مدرسې ته بوتلل شي او د مدرسې زده کوونکي ښوونځی ته بوتلل شي ترڅو د یو او بل له درسي چاپیریال سره بلدتیا ومومي .
ب: د دیني مدرسو په تدریسي نصاب بیا کتنه وشي او د دولت تر کنټرول لاندې راوستل شي پدې معنی هغه کتابونه چې په اوس وختکې په دیني مدرسو کې تدریس کیږي ډیری یې زموږ په ګاونډیو هیوادونو کې چاپ شوي او په ځوانانو کې د افراط ګرایې روحیه پیاوړې کوي د دې نصاب د تدریس مخه باید چې ونیول شي.
ج: په هیواد کې ټولې دیني مدرسې باید چې د دولت په چوکات کې ثبت او د دولت تر کنټرول لاندې راشي، د حج او اوقافو او پوهنې وزارت آړ ده ترڅو د دیني مدرسو د تدریسي نصاب د چمتو کولو او خپرولو په موخه نه ستړي کیدونکي هلې ځلې وکړي د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې د دینې زده کړو زده کوونکو ته ځانګړې پاملرنه وشي هغوی دې تر یو منظم تدریسي نصاب لاندې را وستل شي د هغوی تحصیلي آسنادو ته دې ارزښت ورکړل شي او درناوی دې وشي هغوی ته دې دا حق ورکړل شي هغه کسان چې دینې لوړې زده کړې لری کولای شي د دولت په درې ګونو قواو کې کار وکړي په بهر کې دې د دینې زده کړو لپاره د تحصیلي بورسونو زمینه برابره شي.
د: دښوونځي او مدرسې د زده کوونکو ترمنځ واټن ختمیدو په موخه دې رادیو یي او تلویزیوني خپرونې چمتو او خپرې شي د دوي ترمنځ دې د سالمو سیالیو په لاره اچولو ته زمینه برابره شي د دې واټن د ختمیدو لپاره دې له لویو چاپی لوحو او وړو تبلیغاتي پاڼو څخه کار واخیستل شي،په دیني مدرسو کې دې نجونو ته دزده کړې زمینه برابره شي او نورې هغه لارې چارې  چې کولای شي د دې دوه ډلو ترمنځ واټن راکم کړي باید چې کار وشي او پدې سره به موږ پدې توانیدلی یو چې په هیواد مې مو د ځوانانو د افراط ګرایي مخه نیولې وي او د تل پاتې سولې لپاره مو رغنده ګام پورته کړی وي.