
دا څو ورځې مې زړه و، چې په تکفیر څو کرښې تورې کړم نن مې ډېره هڅه وکړه چې څه پرې ولیکم ډېر کوښښ مې وکړو، چې په خپلو خبرو کې افراط او تفریط را نه ونشي زموږ په ټولنه کې هر چا سره په لاس کې د کفر ټاپه ور سره ده. ما ډېر خلک لیدلي دي. چې په مازې نه خبره یې خلک تکفیر کړي دي، په اصل کې د اسلام سپیڅلی دین دغې نړۍ ته د ټول بشر او جنیاتو لپاره راغلی دی، اول باید په دې ځانونه پوه کړوچې اسلام څه شی دی او دین څه شي دی؟
اسلام مصدر دی چې په لغت کې غاړې ایښودنې، په امن او سلامتیا کې داخلیدلو،سپارلو یا سپارښتنې او د مسلمانانو دین ته وايي.
په شریعت کې په خپله رسول الله په یو حدیث شریف کې تعریف کړی دی. چې مفهوم یې داسې راځي. د مبارکې کلمې ویل، د لمانځه ادا کول، د زکات ورکول، روژه نیول، او حج ادا کول دي، چې په فقه کې د اسلام د پنځو بناوو په نامه هم یادیږي.
دین څه شی دی؟
ویل کیږي چې دین عربي کلمه ده، چې د اطاعت، منلو، عبادت، عادت ،قانون او په داسې نورو دې ته ورته معنا ګانو راغلی دی، خو داسې هم ویل شوي دي چې دین سانسکریتي کلمې چې په اوستا کې راغلې ده دئنا اړول شوې بڼه ده، چې د روحي ځانګړنو او وجدان په مانا دی او د دې کلمې ریښه بیا (دا) بلل کیږي چې په سانسکریت کې د تفکر په مانا ده ، همدا د دئنا کلمه د خدایي ځواک ، له بدو څخه د ښو پیژندل ښودل شوي
موږ باید د اسلام دین یوازې ملا ته منسوب نه کړو ځکه دین یوازې ملا، قاري طالب او تبليیعی ته خدای ج نه دی رالیږلی . موږ د اسلام سپیڅلی دین یوازي یادو خلک ته ور پریښودلی، خو ځینو داسې خلکو د دین واږی په لاس کې اخستي دی چې د تکفیر مهر تیار په لاس کې ور سره وي. چې څوک سر جګ کړي د تکفیر ټاپه یې د ولیو په منځ کې پرې لګوي.
د نور باطلو دینونه خلک شپه ورځ په دې هڅه کې دي چې خپل باطل دین ته خلک را جذب کړي. خو زموږ ځینې مسلمانان وروڼه شپه او ورځ خپل مسلمان تکفیروي، او په مازې خبره یې د اسلام سپیڅلی دین له چوکاټ څخه وباسي.
څو ورځې مخکې مې د اجمل پسرلي د خاطرو کتاب (نور خلک) مطالعه کاوه
نو د ده له یوې ډیرې جالبې خاطرې سره مخ شوم چې تاسو ته یې کټ مټ دلته را اخلم.
بودایان
دوه کسه مخامخ را روان وو، او سرونه یې خریلی وو، لاره نرۍ وه زه اړخ ته شوم یو کس یې رامخته شو یو کارت یې را ته ونیوه. ما کارت ترې واخیست او غوښتل مې چې پرې تیر شوم د دوی شاته ولاړه نجلۍ را مخته شوه او راته یې وویل: زموږ عبادتځي ته راشئ خوشال به شو ویې ګورئ چې څنګه ځای دی. دې نجلۍ زما له لاسه کارت کش کړاو د هغه دوهم مخ یې را ښکاره کړ: دلته نقشه ده دغه ځای ګورې دغه زموږ ادرس دی. ما سر وخوځاوه او غوښتل مې چې لاره چپه کړم خو نجلۍ مې مخې ودریده وویل: زه پوهیږم چې د بل دین کسان دې مخې ته ولاړ وي د هغو خبرې باید ښې نه شي درته ښکاره ځکه چې ته له موره بودايي نه یې زیږیدلی؟ زه هم یو وخت همداسې وم ما ورته وویل که وخت و بیا به در شم نجلۍ سترګې کش کړې د وخت خبره نه ده له ما سره ژمنه وکړه وویل: زما په څیر یوه ښایسته نجلۍ در ته وايي چې ته راشه ته به نه راځې؟
ما ته خند راغله دې لاس را اوږد کړ چې قول را کړي څو د دوی عبادتځي ته ور شم ولاړو سړیوته مې وکتل تاسو ولې بلنه نه را کوئ چې دا نجلۍ مو را مخته؟
هغو سرونه ښکته کړل نجلۍ راته وخندل او زیاته یې کړه :زه غواړم چې په خپل ښایست خلک خپل دین ته راجذب کړم زه بد اخلاقي نه کوم خو غواړم چې ښایست مې بودا ته وقف کړم.
زه دغه خاطرې سخت ودردولم خلک خپلو باطلو دینونه ته په خپله ښکلا خلک په وچ زور را جذبوي زموږ ځینې د دین ټیکه داران خپل مسلمان ورور یوازې د ږیرې په خریلو تکفیروي او د اسلام له دایرې یې د پتلون په اغوستلو باسي .
زموږ په ټولنه کې د هغه خلکو سره د تکفیر ټاپه ور سره ده چې د پوهې کچه یې ډیره ټیټه ده اوس هم په ځینو کلیو او بانډو کې ډېر خلک په دې عقیده دي چې په ښارونو کې کوم خلک اوسیږي ټول کافران دي.او همدا خلک دي چې خلک د ږیرې خریلو باندې او د پتلون په اغوستلو تکفیروي.
ماته دا په ثبوت ورسیده چې په کومه ټولنه کې چې د علمیت کچه ډیره ټیټه وي په هغه ټولنه کې په مازې خبره خلک تکفیریږي.
دا خطرناکه تیاره زموږ په ټولنه کې یوازې او یوازې د پوهې ښکته کچې جوړه کړې ده، که زموږ خلک د زده کړې په زور پټ شي نو له دې تیارې نه ډېر په اسانه ځانونه خلاصولی شو. چې څو پورې خلک د اسلام په حقیقي معنا او په اسلامي علومو ځانونه پوه نه کړي زموږ ټولنه به له همدې ستونزې سره لاس او ګریوان وي.
و ما علینا الا البلاغ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
کیدی شي په پاس خاطره کې خیال هم ځای شوي وي خو خپله لیکوال په سریزه کې ویلي دی چې دا کرکټرونه هغه کسان دي چې ما لیدلې دي ما کتلي دي او زه ور سره غږیدلی او ورته ځیر شوي یم.