ښاغلی حکمتیار جهاد قربانی کړ

 
ښاغلی ګلبدالدین حکمتیار د افغانستان هغه جهادی مشر دی چی د ژوند تر نیمایی زیاته برخه یی د افغان حکومتونو په مخالفت کی تیره کړې. ښاغلی حکمتیار شاید د ایټالوی ماکیاولی پر نظر باور کړی وي چی ویلی یی وو که غواړی قدرت ته ورسیږی له هری نامشروع او مشروع لاری کار واخلی.ښاغلی حکمتیار ته هم سیاست کول د شپيلی په څوکه کی تړلی ښکاری.
خو فکر کوم اوس د همدی نظر د عملی کولو نه پښیمانه شوی.ځکه هغه په خپله څلویښت کلنه جهادی مبارزه کی خپل اکثره نږدی ملګری له لاسه ورکړی. د هغه جنګیالی یا له طالبانو او یا له داعش سره یوځای شوی.دی حالت ښاغلی حکمتیار د انزوا حالت ته وروست.ځکه یی خپل دریځ را نرم کړ او اخر یی ومنله چی زه د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو د وتلو شرط له منځه وړم. خو د دی خبری کول د اکثره افغانانو په زړونو کی ډيری پوښتنی رامنځ ته کوي.
لمړی دا چی د نوی حکومت په راتګ سره ښاغلی حکمتیار خپل مخالفت اعلان کړ او خپلو جنګیالیو ته یی لارښوونه وکړه ترڅو د دوی په قول د اشغال ګر پوځ سره وسله واله مبارزه وکړي تر څو په افغانستان کی اسلامی نظام رامنځ ته شی. پداسی حال کی چی د دوی د ګوند اکثره غړی د نوی حکومت د کابینی وزیران او په بیلابیلو لوړو پوستونو کار کاوه شاید همدغه د لوړو پوستونو مشران هم د حکمتیار په اشاره حکومت ته را استول شوی وي. که داسی وی بیا ښاغلی حکمتیار دوه امتیازونه تر لاسه کړی چی هم یی د خپلو پخوانی دوستانو د خوشحاله ساتلو لپاره د جګړی ډګر ګرم ساتلی وو او هم یی د هغه چا پرضد جهاد اعلان وو چی د هغوی تر سیوری لاندی یی نږدی دوستانو دولتی اداری اداره کولی. خو پوښتنه دلته راپورته کیږی هغه حکومتی عسکر او ملکیان چی د دوی په فتوا وژل شوی د قیامت په ورځ به الهی محکمی ته څه ځواب وایی.ځکه هغه وخت چی نوی حکومت رامنځ ته شو هم بهرنیان دلته وو او نن هم چی دوی سولی ته غاړه ایښی هم بهرنیان شتون لری. د دوی د جهاد علت هم د خارجیانو شتون وو٬ نن یی ولی خپل جهاد قربانی کړ٬ ولی یی ډیری یتیمان او کونډی کړې.
دوهم دا چی هغه حکومت چی دوی د امریکا د کوششونو محصول ګاڼه هماغه حکومت چی دوی یی امنیتی ځواکونه اجیران بلل او د دوی په فتوا زرګونه حکومتی عسکر او ملکیان ووژل شو نن یی هماغه حکومت ته د خبرو کولو غاړه کیښوده.
شاید له ښاغلی حکمتیار نه د هغه په راتګ د کابل ښار هم خفه وی. ځکه همدغه ښار د چهارآسیاب نه راویشتونکی توغندی نه دی هیر کړی. د هماغه مرمیو نښی نښانی لا اوسی هم په ځینو ودانیو کی پاتی دی.هماغه مورکی اوس هم ژوندی ده چی زوی او میړه یی د دوی د راکټونو له لاسه شهیدان شوی دي.
ښاغلی حکمتیار ته د نوی حکومت مخالفت ډير په زیان تمام شو٬هغه خپله سیاسی راتلوونکی خپله له لاسه ورکړه د هغه وخت ټول جهادی ګوندونه د حکومت په چوکاټ کی راټول شول چی دی راټولیدلو هغو ته سیاسی موقف په لاس ورکړ، خو د ده مخالفت سبب شو٬ نه دا چی په حکومت کی یی سیاسی موقف له لاسه ورکړ بلکه د ده ډیر نږدی ملګری د نوی حکومت غړی شول٬ډيری جنګیالی یی له نورو مخالفو وسله والو ډلو ټپلو سره یوځای شول. د ده نظامی پایګاه چی د مهاجرینو شمشتو کیمپ دی نن د حزب اسلامی پایګا نه بلکه د نورو وسله والو ډلو پایګاه ګرځيدلی ده .دی ټولو علتونو ښاغلی حکمتیار ورخطا کړی چی مبادا د خپلی مبارزی پایله له لاسه ورنکړی ځکه یی خبرو کولو ته غاړه کیښوده.
ښاغلی حکمتیار د افغان سیاست په ډګر کی منجمد شخص و چی سیاسی مبارزه یی د ټوپک په شپیلی کی لیدله. هغه به حکومت ته د دی نرمښت په صورت کی نور هم منزوی شی٬ ځکه نن د دوی د ګوند غړی او افغان ملت په دی پوه شوی چی ښاغلی حکمتیار خپل جنګیالی د اسلامی ایډیالوژی پر اساس د خپلو ګټو لپاره قربانی کړل او هم یی د خپلو جنګیالیو په واسطه مخالف د حکومت چارواکی او ملکیان هم د خپلو ګټو لپاره قربانی کړي دي.
خو بیا هم د دوی راتګ د نه راتګ څخه غوره بولم٬ ځکه هر افغان حق لري ترڅو د افغانستان په سیاسی چوکاټ کی خپلی مبارزی ته دوام ورکړي.موږ ټول په ګډه باید هغه کښتی وژغورو کومه چی په سمندر کی د سمندری طوفانی څپو او لویو نهنګانو د حملو په منځ کی راګیره ده.