
د ۱۳۹۳یم کال تر کړکېچنو ټاکنو وروسته د غربیانو په منځګریتوب د ډاکټر اشرف غني او ډاکټر عبدالله تر منځ د ملي یووالي حکومت رامنځته شو. که څه هم دواړو لوریو له خلکو سره ګڼې ژمنې کړې وې، خو متاسفانه چې د خپلو ژمنو په سرته رسولو کې پاتې راغلل.
په دې وروستیو کې د ملي یووالي حکومت له خورا لویو ننګونو او ستونزو سره مخ دی، د هېواد امنیتي وضعیت ورځ تر بلې په خرابېدو دی، ولس له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی چې له امله یې ډېری شمېر هېوادوال د اروپایي هېوادونو په لور وخوځېدل او دا لړۍ لا هم دوام لري، فساد ورځ تر بلې په زیاتېدو دی، د روڼتیا نړیوال سازمان د کلني راپور له مخې سږ کال افغانستان له څلورم مقام څخه درېیم مقام خپل کړ او ....
په دې وروستیو کې یوه لویه ننګونه چې د ملي یووالي حکومت ورسره مخ دی له دندو د لوړپوړو چارواکو لاس په سر کېدل دي چې بېلګې یې (جیلاني پوپل، رحمت الله نبیل، کورنیو چارو وزیر، د کانونو او پطرولیمو وزیر، هلمند والي او ارګ ملا) ګڼلی شو. دا چې ولې دا کسان له خپلو دندو لاس په سر شول، دوه مهم علتونه لري: یو دا چې د دوی او ارګ تر منځ همغږي نه وه، بل دا چې دا کسان د ارګ له بهرني سیاست سره مخالف وو.
ولس هم سخت ستړی دی، د دوی بېځایه ژمنو او تش په نامه لقبونو ولس تېر اېست. اوس که دوی هر څومره ژمنې هم وکړي ولس پرې باور نه کوي، ځکه (آزموده را آزمودن خطاست) بناَ د دوی خبرو ته غوږ نیول د وخت ضایع ده. اوس دا چې له یوې خوا حکومت له داسې ننګونو سره مخ دی او له بلې خوا یې د ولس باور له لاسه ورکړی، که چېرې د دوی تګلاره همداسې دوام وکړي امریکا به د یوه بدیل په لټه کې شي، که څه هم د امریکا ګټې له اوسني حکومت سره په ښه توګه خوندي دي، خو که چېرې حالات کابو نه شي مجبور دي د بدیل هڅه وکړي. امریکایان نور نه غواړي د دوی حکومت داوام وکړي، څنګه چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پخواني قومندان او د دې هېواد د کانګرېس ډېری شمېر غړو په وار وار دا خبره کړې چې افغان حکومت راتلونکی کال له سختو ننګونو سره مخ دی او که چېرې د ملي یووالي د حکومت دواړه رهبران له خپلمنځي شخړو لاس په سر نه شي لرې نه ده چې د ملي یووالي حکومت به له سقوط سره مخ کېږي؛ د امریکایانو دا ډول څرګندونې د دې ښکارندویي کوي چې د ملي یووالي حکومت نور ناکام دی او پرته له بدیل موندلو دوی هېڅ بله لار نه لري. دا خو څرګنده ده چې افغانستان تل د پردیو په مخکې قربانۍ ورکړې او کومه جګړه چې په دې هېواد کې دوام لري دا جګړه د افغانانو نه، بلکې د بهرنیو استخباراتو او بهرنیو کړیو کار دی، بهرنیان تر هغه نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي څو چې خپلو کرغېړنو موخو ته نه وي رسېدلي.
اوس افغان حکومت ته په کار ده چې له خپلمنځي اختلافاتو لاس په سر شي، د ولس غوښتنو ته غوږ کېږدي، اهل کسان په دندو وګوماري او په خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي، که حکومت دا کار ونه کړي د سقوط امکان شته. که حکومت نه شي کولی چې خپلې چارې په ښه توګه تنظیم کړي ښه به دا وي چې لویه جرګه راوغوښتل شي، دواړه رهبران خپلې استعفاوې وړاندې کړي، موقته اداره تشکیل شي او د راتلونکو ټاکنو لپاره تیاری ونیول شي.
په پوره درنښت!!