
خبره له دوه کلو اوښتې خو د ملي یووالي حکومت لا نه دی توانېدلی خپله کابینه له سرپرستۍ وژغوري. د ملي یووالي د حکومت اوه تنه رهبران د خپلمنځي اختلافاتو له کبله ونه توانېدل په یوه کال کې کابینې ته وړ کسان وټاکي، د دوی خپلمنځي شخړو دې ته زمینه برابره کړه چې پوره دوه کاله مهم او کلیدي وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره شي چې ښه بېلګه یې هم دفاع وزارت کېدای شي چې له پیله تر دې دمه د سرپرست له لوري اداره کیږي.
په دې وروستیو کې یو شمېر چارواکي له خپلو دندو لاس په سر کیږي دا چې ولې غواړم په لاندې توګه خپل نظر وړاندې کړم:
۱ـ حکومت د پخوانیو چورواکو او جنګسالارانو تر ولکې لاندې دی، حکومت یو واحد رهبر نه لري بلکې د اوو او اتو رهبرانو له لوري اداره کیږي، په حکومت کې وړ کسان نه پرېښودل کیږي څو هېواد ته د چوپړ جوګه وګرځي چې ښه بېلګه یې د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل او د ټاکنو کمسیون رییس احمد یوسف نورستاني کېدای شي. دا دوه کسان د حکومت له تګلارې سره مخالف وو، نبیل د ولسمشر د بهرني سیاست کلک مخالف و او نورستاني په ټاکنو کې د غیر قانوني ډلي ټپلو مخه ډب کوله؛ نورستاني په وار وار ویلي وو چې زه به هېڅکله له خپلې دندې لاس په سر نه شم او نه هم ما څوک له دندې ګوښه کولی شي، دا چې ولې ګوښه او لاس په سر شو، یو مهم عامل یې د اجارئیه ریاست له لوري زیات فشار و. اجرائیه ریاست او د حکومت بل لوی شریک ارګ غوښتل د ټاکنو د اصلاحاتو په نوم یو غیر قانوني کمسیون جوړ کړي، څو په راتلونکو ټاکنو کې د خپلې خوښې رییس او کمشنران وټاکي او د بیا ځلې بریا لپاره دواړه درغلیو ته زمینه برابره کړي او د نورستاني د ګوښه کېدو بل لوی عامل کېدای شي اجرائیه ریاست او ولسمشرۍ ماڼۍ له ده سره د کوم بل مهم پوست ژمنه کړې وي چې دا به د وخت په تېرېدو سره روښانه شي.
بل دا چې ولې په دې وروستیو کې یو شمېر نور چارواکي له دندو لاس په سر کېږي هغوی هم د ولسمشر او اجرایوي رییس له کړنو سره مخالف او یا هم د دوی تګلارې ورته د منلو وړ نه دي، داوود شاه صبا د کانونو او پطرولیمو وزیر ځکه له خپلې دندې لاس په سر شو چې ولسمشر یې خبره نه اورېده، ولسمشر د ده له هر وړاندیز سره مخالف و او همدا علت و چې دی هم له خپلې دندې لاس په سر شو. بل مهم علت د ده د ګوښه کېدو داسې انګېرل کیږي چې ګواکي ولسمشر او د ده ورور له ښاغلي صبا په کانونو کې باج غوښتی و.
خلاصه د ارګ ملا هم له خپلې دندې لاس په سر شو، د هلمند ولایت والي هم له همدې کبله له دندې لاس په سر شو، داسې ویل کیږي چې د غزني امنیه قومندان جنرال امرخېل هم له خپلې دندې لاس په سر کیږي، ښاغلی امرخېل ځکه له خپلې دندې لاس په سر کیږي چې په دې وروستیو کې د غزني ولایت په قطعاتو کې کموالی راغلی او ده ویلي چې که غزني ولایت ته ځواکونه ونه لېږدول ښایي غزني ولایت هم د کندوز په څېر له سقوط او ستر ناورین سره مخ شي. مدني فعالان وايي چې امرخېل په افغانستان کې یو پېژندل شوی جنرال دی او په غزني کې د قطعاتو کموالی او د یاد ولایت سقوط کېدای شي د چارواکو یو پلان وي چې د ده ناکامي وښیي.
که تاریخ ته ځیر شو، د ډاکټر نجیب حکومت کله سقوط وکړ چې تر نیمایي زیاته کابینه د سرپرستانو له لوري اداره کېده. اوسني حکومت ته وړاندیز کوم چې نور اهل کسان په دندو پرېښودل شي، د دوی د تګلارو کلک ملاتړ وي، د دوی په کړنو کې له مداخلې لاس واخیستل شي، دوی پرته له کوم فشار خپله دنده پر مخ یوسي، ځکه اوسني حالات دا نه ایجابوي چې یو اهل کس له دندې ګوښه او پر ځای یې یو بل نا اهله په دنده وګومارل شي. له یوې خوا د هېواد حالاتو خورا کړکېچن دي، د نوي فصل په راتلو سره کېدای شي افغان حکومت له لویو ننګونو سره مخ شي، له بلې خوا د چارواکو استعفا؛ د سقوط لویې علامې دي.
په پوره درنښت!!