افغانستان د سيمې د ټرانسپورت او ټرانزيټ د مرکز په توګه

 
شعیب احمد رحیم په ۱۹۸۴میلادي کال کې په ننګرهار ولایت کې زیږیدلې- ښاغلې رحیم دوه ماسټرۍ لري چې یوه یی د پاکستان نه  د تجارت د مدیریت (مالیه) په برخه کې او دوهمه یی د انګلستان د سسکس پوهنتون نه د پرمختیایي اقتصاد په  برخه کې ترسره کړې ده. ښاغلې اوسمهال په کاردان خصوصي پوهنتون کې د اقتصاد استاد او د امریکا پرمختیای ادارې سره د اقتصادي سلاکار په حیث دنده ترسره کوي- شعیب احمد رحیم د افغانستان د اقتصاد په اړه په ملي او نړیوالو رسنیو کې فعاله شنوونکې دې-
( دا مقاله د باندنيو چارو وزارت له خوا چمتو شوي ۲۰۱۵م کال ریکا کنفرانس د مقالو سیالې لپاره لیکل شوې وه چی د مرکزي آسیا، افغانستان او او سویلي آسیا نه لیږدول شويو ۲۰مقالو کښي د هالینډ د هیګ انسټیوټ د  پروفیسرانو د پینل له خوا ورته لومړې مقام ورکړل شو)  
 
 افغانستان د سيمې د ټرانسپورت او ټرانزيټ د مرکز په توګه
ليکوال: شعيب احمد رحيم
افغانستان څرنګه کولای شي چې د مرکزي او سوېلي آسیا تر مینځ  د ټرانزیټ او ټرانسپورټ د مرکز په توګه خپل پخوانی اهمیت بیا ترلاسه کړي؟
د تاریخ په اوږدو کې، د افغانستان جغرافیوي - اقتصادي او جغرافیوي - سیاسي موقعیت تل د پام‌وړ پاتې شوی. په پخوانۍ وریښمو لاره د افغانستان واقع کېدل، په سویلي آسیا او د مهمو ګاونډيو هیوادونو تر مینځ موقعيت هغه لاملونه دي چې د دولت لخوا د هغو د اغېزناک کارولو يا نه کارولو په پام کې نيولو سره هیواد ته ځينې وخت ګټور او ځينې وخت زیانمن ثابت شوي دي. یوه مهمه ګټه يې د مرکزي او سویلي آسیا تر منځ د ټرانزيټ او ټرانسپورټ د مرکز په توګه د افغانستان د موقعيت کارېدل و. خو چې د تېرو څو لسیزو جګړو او سیاسي اړو دړو له امله دغه طلايي فرصت له لاسه ووت. د طالبانو له پرځېدو وروسته، نوي دولت یو وار بيا د دغه له لاسه وتلي فرصت د بیا را ژوندي کولو هڅی پیل کړي دي. دا چاره هغه وخت شونې ده چې دولت د امنیت په ټینګښت، سياسي ټیکاو راوړولو، د فساد په مخنيوي، د بنسټونو او زېربناوو په رغولو او د سيمه‌ييز اقتصادي ادغام په راوړلو سره له خصوصي سکټور نه ځان‌بسیاینې ته د هېواد د رسولو په موخه د يوې وسيلې په توګه کارواخلي.
افغانستان د ورېښمو د لرغونې لارې په زړه کې پروت دی. د دغه لارې شمالي سړک چې د کاشغر په لويديځ کې په دوه لارو بېل شوی، یوه يې سویلي څانګه لري چې د بلخ ولایت خوا ته ځي. د وریښمو لارې سویلي سړک، چې یوازینۍ لاره ده چې چین د قراقرم له لارې له پاکستان سره نښلوي. دغه لاره لويديځ خواته جلا کیږي، خو د دې سویلي څانګو له لارې دا امکان براروي چې له بیلابیلو سيمو نه د سیند له لارې سفر بشپړ شي.  وروسته دغه لاره د هندوکش غرونو له پاسه  د پاکستان شمالي سيمو نه تیریږي او بیا افغانستان ته ننوځي او بیا ترکمنستان سره نیږدي شمالي لارې سره یو ځل بیا یو ځای کیږي. د وریښمو تاریخي لاره کې په یو مهم موقعيت کې د افغانستان شتون منځنی‌ختیځ او د آسیا نورهیوادونه سره تړي.
همدا راز، د آسیا په زړه  کې د شپږو مهمو هیوادونو تر مینځ د افغانستان شتون ستراتیژیک ارزښت لري. خو د دې ترڅنګ هیواد په وچه کې ایسار پاتې دی او لویو اوبو(Great Waters)  ته لاس‌رسی نه لري. افغانستان په شمال کې له ازبکستان، ترکمنستان،  او تاجکستان سره، په لويديځ کې له ایران سره، سوېل‌ختیځ کې له پاکستان سره او په لرې ختیځ کې له چین سره پوله لري. نور دا چې افغانسان سره له‌دې چې هندوستان سره پوله نه‌لري، خو بیا هم ډیر لږ توپیر دی چې ګاونډی وبلل شي.
د ياد شوي ستراتیژیک موقعيت په رڼا کې، افغانستان د یو ټرانزیټي او ټرانسپورټي مرکز په توګه د سویلي آسیا، منځني ختیځ، مرکزي آسیا او چین بازارونه په  خپلو کې سره نښلولای شي. خو په کار ده چې دولت له دغه طلایي فرصت نه د ګټې پورته کولو لپاره لاره هواره کړي. په لومړي قدم کې دولت باید د هېواد د اقتصادي ځان‌بساينې لپاره له خصوصي سکټور نه د یوې وسیلې په توګه کار واخلي. دا هغه وخت امکان لري چې دولت  د خصوصي سکټور لپاره د پیاوړي کیدو چاپیریال برابر کړي.   
د خصوصي سکټور د پرمختګ او پیاوړي کولو لپاره، په تیره لسیزه کې د دولت هلو ځلو ټاکلې هیلې پوره نه‌کړې. د سوداګرۍ کسر ډیر لوی دی او د صادراتو او وارداتو تر منځ  واټن کال په کال په ډېرېدو دی. ډیره سوداګري له ګاونډيو هیوادونو سره کیږي.  په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان د وارداتو مجموعه ۸.۱ ملیارده امریکایي ډالر وه چې پکې تېل، اوسپنه، خوراکي توکي، ماشینونه او نور سامان‌آلات شامل دي.  له ګاونډيو هیوادونو نه د وارداتو مقدار، پاکستان ۱۴ سلنه، ازبکستان ۱۱ سلنه، ایران ۹.۱، او له چین نه ۹ سلنه و. د وارداتو پاتې برخه  له  روسیې، ترکمنستان، جاپان او قازاقستان نه پوره کیږي. بل خوا ته، صادرات ډیر ټیټ پاتې شوي دي.  په ۲۰۱۴ کال کې د هیواد ټول صادرات یوازې ۰.۵ سلنه وو، چې غالۍ، سبزي، تازه او وچی میوې، ارزښتناکه بوټي او نور کرنيز  تولیدات جوړوي. دې سره زمونږ د سوداګرۍ کسر ۸.۲، ملیارده ډالرو ته رسیږي.        
په اقتصادي ډګر کې  د افغانستان ضعیفه کارکردګي څرنګه چې له پورته احصایې نه څرګندیږي په دې معنا نه ده چې هیواد منابع یا د تولید وړتیا نه لري. هیواد ته خدای ښیرازه ځمکه، طبعي او بشري منابع ورکړي، چې پکې تازه او وچې میوې، معدن او قیمتي ډبري، زعفران، غالۍ او داسی نور تولیدات  د یادونې وړ دي. له ګڼ شمیر ننګونو سره سره، کوچنيو او منځنيو پانګونو ورو خو ثابت پرمختګ کړی. له بده مرغه په تیره شاوخوا یوه نیم لسیزه کې دغه پانګونو سره مرستې یواځې د زرجوړونې د پروژو په مفکوره ولاړې وې. همدا لامل دی چې د خصوصي سکټور د پرمختګ په لاره کې د پراتو خنډونو د لرې کولو لپاره عملي کارونه ونشول،  چې دې چارې نن هم د پرمختګ مخه  نیولې ده.  
دولت ته پکار ده چې هغه تګ‌لارې جوړوې کړي چې خصوصي سکټور پیاوړی کړي او پانګونکي وکولای شي چې د واردیدونکو توکو په مقابل کې د خپلو تولیداتو کچه لوړه کړي او وکړای شي چې سوداګریز کسر کم کړي. په دې لړ کې پراخ‌بنسټه ستراتیژیانو ته اړتیا ده چې لنډمهال، منځمهال او اوږد مهال کې رڼې پایلې ولري او د نازک هیواد اقتصادي ثبات اړتیاو ته ځواب ووايي.اول دا چې دولت اړدی چې په دوه اړخونو باندې کار وکړي. یوخوا، دولت له ګاونډيو او په سیمه کې له نورو هیوادونو نه تخنیکي مرستې، علمي سفرونه او د ټکنالوژۍ ترلاسه کولو په برخه کې مرسته اخیستلی شي. بل خوا، دولت ته پکار ده چې مرسته د تجارت له لارې (Aid for Trade) ستراتیژۍ سره سم، د امریکا، انګلستان، آسټرالیه، کاناډا او له افغانستان سره له مرسته کونکو نورو هیوادونو نه د همکارۍ غوښتنه وکړي. دا ځکه چې د افغانستان ډیر تولیدات لکه وچې میوې، ممیز، انار، زعفران، غالۍ او داسې نور د ګټې له نظره ټاکل شوې پایلې نه دي ترلاسه کړې او د دې لوی لامل نړیوالو بازارونو ته د لاس‌رسي نشتون دی.          
په سوداګریز کسر کې مسلسل کمی او د ناخالص کورني تولید (GDP) پرله‌پسې زیاتوالی چې خصوصي سکټور يې پر مخ بوځي کولای شي په ځان‌بسیا افغان اقتصاد رامنځته کړي. دا به د افغانستان لپاره د ټرانزیټ او سوداګرۍ د مرکز د پخواني حیثیت بیا ترلاسه کولو بنسټ کیږدي او نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د سیمې نورو هیوادونو لپاره به هم د اقتصادي ودې امکانات برابر کړي. د بیلګې په ډول،  فریډرک سټار او ادیب فرهادي په خپلې مقالې "کار پای ته ورسوه او د افغانستان اقتصاد ناڅاپه جوړ کړه (Finish Job: Jump- Start Afghanistan’s Economy)" کې لیکي چې:
"هندوستان اټکل کړی چې که د سیمې سیاسي اقتصاد بهتره شي او لويديځ هیوادونو ته د هغه فقط شل سلنه سوداګري د سړکونو له لارې ولیږدول شي نو شاوخوا سل ملیارده ډالرو مال به دافغانستان له لارې تیریږي."
خو د دغه امکاناتو نه په بشپړه توګه ګټه پورته کولو لپاره دولت اړتیا لري چې په بیلابیلو مهمو برخو کې پراخه کارونه وکړي ترڅو د ټرانزیټ او تجارت د مرکز پخوانی حیثیت یو وار بیا ترلاسه کړي.                
په لومړي ګام کې د افغانستان لپاره د سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز جوړیدو لپاره بنسټونه یا زېربنا یولازم شرط دی. دولت ته پکار ده چې د ټرانسپورټ یوه اغیزه ناکه سټراټیژي جوړه کړي چې له اړتیاوو سره سم نرم (سیسټمونه، قوانین او طرزالعملونه، د اړیکو نظام وغیره) او سخت (سړکونه، پټلئ، ټکنالوژي وغیره) بنسټونه رامنځ‌ته شي. په دې لړ کې دولت باید له نویو مفکورو او کړنلارو نه کار واخلي. د بیلګې په ډول په لویو بنسټيزو پروژو کې عامه او خصوصي سکټور مشارکت (Public Private Partnership ) ته پام وشي، دې چارې په هندوستان، سویلې کوریا او تهایلینډ کې ډیرې ښې پایلې درلودلې. خو په دغه نوې مفکورې یا کړنلارې کې دولت اړ دی چې له هیڅ نه پیل وکړي ځکه چې افغانستان کې اوسمهال عامه او خصوصي سکټور مشارکت لپاره نه کوم قانون او نه کوم طرزالعمل لري. په هیواد کې لوېې بنسټيزې پروژې لکه د اورګاډي د پټلۍ شبکه جوړول د نورو هیوادونو په څیر همداسې نوو مفکورو او کړنلارو ته اړتیا لري.                 
همدا راز اقتصادي همکارۍ او په سیمه‌يیزه توګه نورو هیوادونو سره یوځای کیدل یو بل مهم ‌ډګر دی چې د دولت جدي هڅو ته اړتیا لري. افغانستان له اوله د مهمو سیمه‌يیزو او اقتصادي سازمانونو غړی دی چې پکې د سویلي آسیا د سیمه‌يیزوهمکاریو سازمان یا سارک (South Asian Association for Regional Cooperation “SAARC”) ، د افغانستان په اړه د سیمه‌يیزو اقتصادي همکاریو کانفرانس ريکا (Regional Economic Cooperation Conference on Afghanistan “RECCA”)، داقصادي همکاریو سازمان ايکو (Economic Cooperation Organization “ECO”)، او د شانګهاي د همکاریو سازمان (Shanghai Cooperation Organization “SCO”) د یادونې وړ دي. خو په دغو سازمانونو کې تر ډیره حده، د افغانستان ګډون اغیزه ناکه نه دی.  د دغې نیمګړتیا یو لوی لامل د اړوندو دولتي اورګانونو د ظرفیت ټیټوالی دی. د دولتي اورګانونو ضعیف نظام او هلته د اړینو تخنیکي او تجربه لرونکو کدرونو کمښت  د دې لامل ګرځېدلی چې قراردادونه، تړونونه او اړوند چارې په هغه  ډول چې د هیواد لپاره اغېزناک وي نه ترسره کېږي. د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او د بهرنیو چارو وزارت  تر څنګ نورې اړوندې ادارې لکه د افغانستان د صادراتو د پراختیا ریاست، د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې (Afghanistan Chamber of Commerce and Industries)، او د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره (Afghanistan Investment Support Agency) ته پکار ده چې د ملي او سیمه‌يیزو نښلېدنو له لارې نندارتونونو او سوداګریزو غونډو کې د پراخه او اغیزناکه ګډون امکانات برابر کړي او د هیواد اقتصادي پرمختګ کې خپل بشپړ رول ولوبوي.                       
په وچه کې د ایسار هیواد په توګه، افغانستان له جیوپولیټیکي ستونزو او ننګونو سره مخ کیږي چې هغه په هیواد له اقتصادي پلوه اغېز ښندي. ډیری وخت د سیاسي اړیکو ناڅاپي خرابیدل د سوداګریزو اړیکو د خرابیدلو لامل ګرځي چې د مالونو په لیږد را لیږد کې خنډ جوړوي. په نږدې وختونو کې د افغانستان د سوداګرۍ لپاره ډیره تکیه په پاکستان شوې ده. د تجارت لپاره د یو فعاله بدیل نه درلودلو له کبله سوداګر ځورول کیږي او دغه ستونزې هغه وخت لا زیاتیږي چې د دواړو هیوادونو سیاسي اړیکې خرابې شي. د بیلګې په ډول کله چې په ۲۰۱۱م کال کې هغه مهال چې یو شمیر پاکستاني عسکر د نړیوالو ځواکونو په برید کې ووژل شول نو افغانستان ته واریدیدونکي کانتینرونه په بندر کې ودرول شول چې له کبله یې ګڼ شمیر افغان سوداګرو ته زیات مالي زیان ورسید. همدا راز د هیواد تازه میوې او سبزي د بې‌ځایه ځنډونو له کبله په موټرو کې خرابې شي. دغه ستونزې د هیواد د اقتصادي ودې په لار کې خنډونه جوړوي چې په راتلونکي کې به  د هیواد سوداګري له بې ثباتۍ سره مخ کړي.
د باثباته او پیاوړې سوداګرۍ او ټرانزیټي مرکز جوړیدو لپاره په کار ده چې افغانستان د سوداګریزو مالونو هواره لیږد رالیږد لاره پاکه کړي. په دې لړ کې اړینه ده چې یو خوا ته ګاونډي هیوادونو سره اړیکې غښتلې کړو او بل خوا دا چې له هغو ګاونډيو هیوادونو سره چې سوداګري لرو دوه اړخیزو خبرو اترو ته مناسب چاپېريال برابر کړو ترڅو د مخکې له مخکې د شخړو د رامینځته کیدو مخه ونیول شي او یا د شخړو د رامینځته کیدلو پرمهال د حل په لاروچارو باندې په چټکۍ کار وشي. په عین حال کې په بدیلو لارو باندې کار وشي  ترڅو کړکیچنو حالاتو کې هم د تجارت لپاره لاره هواره وساتل شي. د بیلګې په ډول کله چې په ۱۹۵۰ او ۱۹۶۰م لسیزه کې د افغانستان او پاکستان ترمینځ سیاسي اوضاع کړکېچنه شوه نو افغانستان د روسيې هیوا د ټرانزیټي لارو نه کار واخیست. همدا راز له ایران سره هم بايد د بندر عباس او چابهار بندر له لارې د مالونو لیږد را لیږد لپاره لاره لا زیاته هواره او فعاله وساتل شي. نور دا چې په شته دوه اړخیزه تړونونو کې د بیلګې په ډول د افغانستان او پاکستان ټرانزیټ تړون یا اپټا (Afghanistan Transit Trade Agreement or APTTA) چې دوه اړخیز تړون دی نور هیوادونه هم را ګډ کړو ترڅو د دوو هیوادونو تر مینځ د اړيکو د کړکیچن کېدو پر مهال نور هیوادونه وکړای شي چې فشار وارد کړي ترڅو د تړون او شرایطو مقرراتو احترام وشي او هم د روغې جوړې لپاره لاره هواره شي.   
فساد هم یو له هغه برخو څخه دی چې د دولت جدي پاملرنې او هلو ځلو ته اړتیا لري. دولت نه یوازې بايد د  فساد له منځه وړلو بلکې بیوروکراسۍ کمولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کړي. د هیواد په بیلا بیلو ادارو او په ځانګړې توګه سرحدي ولایتونو کې په داخلي دروازو لکه طورخم، حیرتان، سپین بولدک، تورغونډۍ او شیرخان بندر کې د فساد کچه ډیره لوړه ده.  په دغو بندرونو کې فساد نه یوازې د دولت عایدات کموي بلکې تجارت او د خصوصي سکټور د پرمختګ مخه هم نیسي. د نړیوال بانک د راپور له مخې افغانستان اوسمهال  د سوداګرۍ لپاره د بد ترینو هیوادونو په جمله کې اووم مقام لري. په ۲۰۱۴م کال کې د سوداګرۍ لپاره بد ترینو هیوادونو په اړه د وال سټریټ ژورنال (Wall Street Journal)  یوه لیکنه  کې داسې راغلي:
"تاسو باید ډیر زړه‌ور ( قهرمان) او  هم د قانون تر پښو لاندې کولو ته چمتو اوسئ که غواړئ چې وینزویلا، افغانستان او یا لیبیا کې کاروبار پیل کړئ "
دغه حالت او ستونزې ستر لاملونه دي چی دولت نه دی توانیدلی ترڅو د شته تجارت نه ریښتنې او اټکل شوې ګټه پورته کړي. د فساد او بیوکراسۍ مخنیوي لپاره اړینه ده چې پروسې ساده او او ډیجیټلي شي. د بیلګې په ډول د ګمرکاتو د عایداتو د الییکټرونیکي ثبتولو کړنلاره به نه یوازې پروسه ساده کړي بلکې د آسانه څارنې د امکاناتو له کبله به شفافیت هم رامینځته کړي. د لا زیات شفافیت لپاره دا امکان هم شته چې د پولې دواړو خواو ته همدغه سیسټم په کار واچول شي تر څو د دواړو خواو ډیټا پرتله کولو له لارې مالي تفتیش وشي او د ټرانزیټ او تجارت په اړه دقیق او کره مالومات ترلاسه شي.            
په هیواد کې نا امنۍ د ټولنې ټولو برخو ته زیان رسولی. په مکتبونو، روغتونونو، دولتي ادارو او لویو لارو باندې د ترهګرو د بریدونو له کبله ټول د ډار او ناخونديتوب احساس کوي. په داسې حالت کې به د سوداګرو لپاره ډیره ګرانه وي چې په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپل ځان ته قناعت ورکړي. د هیواد په شته امنیتي حالت کې پانګوال جذبول آسانه کار نه دی. د لویو لارو امنیت د تجارت او تګ را تګ لپاره په بشپړ توګه خوندي نه دي. د هیواد مهمې لویې لارې لکه کندهار- کابل، کابل-هرات، کابل- مزار او کابل- طورخم له سترو امنیتي ستونزو سره مخ دي چې ورباندې ټانګرونه ویشتل کیږي او خلک تښتول کیږي. اوسمهال په افغانستان کې د تجارت او ټرانزیټ لپاره سړکونه یا لوېې لارې یوازینۍ وسیله ده نو ځکه دولت ته پکار ده چې د دغه سړکونو د امنیت خوندي کولو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي. په دې لړ کې یوې خوا ته خو باید په دغه لارو باندې د امنیتې ځواکونو پوستې زیاتې شي. په دې سره به په دغه لویو لارو امنیتي اوضاغ یو څه ښه شي  خو د یو پیاوړي سوداګریز او ټرانزیټي مرکز جوړیدو لپاره په هیواد کې سوله او ثبات شرط دی. د دې لپاره اړینه ده چې وسله والو ډلو سره د سولې او روغې جوړې خبرې په چټکۍ سره پر مخ ولاړې شي او له شته امکاناتو او د سیمې او نړیوالو هیوادونو په مرسته د ستونزې د حل لپاره کار وشي.
په امنیتي وضع کې ښه والی به د تجارت ترڅنګ لویو سیمه‌يیزو پروژو لکه د انرژۍ پروژې (ټاپي او کاسا) او څوهیوادونو نښلونکي سړکونه او د ریل لارې د شبکې تطبیق شونی او آسانه کړي. دغه پروژې به نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې په اقتصادي پرمختیا کې مهم رول ولوبوي. د بیلګې په ډول چین، ایران، افغانستان، تاجکستان او قرغیزستان تر مینځ  د ریل پټلۍ به ختیځ آسیا له سویلي او مرکزي آسیا سره و نښلوي چې سیمه‌يیز تجارت به لا زیات پراخه شي.       
په نني عصري سیاسي اقتصاد کې کله چې خبره د نفوذ وي نو لوی اقتصادي قوتونه او زبر ځواکونه ډیر مهم رول لري. په دغه سیاق کې، چین او امریکا کولی شي چې د تجارت په برخه کې د هغو خنډونه په له منځه وړلو کې مرسته وکړي چې د هیوادونو تر مینځ د سیاسي کړکیچ له کبله رامینځته کیږي. چین غواړي چې د وریښمو پخوانۍ لاره بیا فعاله کړي او په دغه برخه کې پانګونه وکړي. په دې لړ کې یو شمیر پروژې ترتیب شوې چې پکې نه یوازي چین بلکې د سیمې نور هیوادونه هم ګډون کولو لپاره چمتو دي. بل خوا ته امریکا هم په سیمه کې سیاسي او اقتصادي موخې لري. نور دا چې دغه هیوادونه په سیمه‌يیز او نړیوال سیاست او اقتصاد کې نفوذ لري. په داسې حال کې چې له سیاسي او اقتصادي پلوه د آسیا زړه دغه هیوادونو لپاره اهمیت لري، نو افغانستان کولی شي چې له پاکستان او نورو ګاونډيو هیوادونو سره د خپلو سیاسي او اقتصادي ستونزو د حل په موخه د دغه هیوادونو له نفوذ نه ګټه پورته کړي. په دغه لړ کې د اغیزناکې بهرنۍ پالیسئۍ، او ډیپلوماسۍ له لارې، د زبز ځواکونو په مرسته او سیمې نورو هیوادونو په ګډون کولی شو چې د ستراتیژیک مشارکت له لارې خپلې اوږد مهاله اقتصادي ګټې خوندي کړو.
خلاصه دا چې افغانستان ته د خپل موقیعت له کبله ډیر مهم ستراتیژیک حیثیت په برخه شوی دی. دغه ستراتیژیک موقیعت هیواد د مرکزي آسیا، ختیځي آسیا، منځني‌ختیځ او چین د بازارونو د نښلوونکي په توګه مطرح کړی. له تاریخي اړخ نه افغانسان تل د خپل ټرانزیټي حیثیت نه پراخه اقتصادي ګټه پورته کړې ده. خو د کلونو جګړې او بی ثباتۍ او په سیمه‌يیز سیاست کې د بدلون له امله هیواد له دغې مهمې ګټې نه بې برخه شو. اوسمهال افغانستان کولی شي چې یو وار بیا خپل دغه حیثیت ترلاسه کړي. دا هغه وخت امکان لري  کله چې د خصوصي سکټور نه د وسیلې په شکل کار واخیستلی شي او له دغې لارې نه ناخالص کورني تولیدات لوړ شي او د هیواد د صادراتو او واردواتو تر مینځ کسر لږ شي. دا به د هیواد د ټرانزیټي مرکز حیثیت د بیا ترلاسه کولو بنسټ کیږدي. همدا راز دولت ته په کار دي چې د زیربناو د پیاوړي کولو، د فساد کچې د را ټیټولو، په سیمه‌يیز اقتصاد کې د ځان مطرح کولو، قوانینو جوړولو او د زبرځواکونو له نفوذ نه د ګټه پورته کولو په برخه کې جدي کار وکړي.
اخځونه:
Saeed Parto, Jos Winters, Ehsan Saadat, MohsinUsyan, andAnastasiyaHozyainova, Afghanistan and Regional Trade: More, or Less, Imports from Central Asia?2012
 
Glassner, Transit Problems of Three Asian Countries; 1983 Frederick Starr & A. Kuchins, The key to success in Afghanistan; May 2010 Frederick Starr &AdibFarhadi, Finish the Job: Jump-Start Afghanistan’s Economy; Nov 2012
 
World Bank , Trade and Regional Cooperation between Afghanistan and its neighbors cited in Pappas, Trade Promotion in Afghanistan; April 2009
 
Khodjamakhmad Umarov,  Trade and Economic Relations between the Republic of Tajikistan and the Islamic Republic of Afghanistan; November 2013
 
Shirin Akiner, Regional Initiatives to Promote Stability and Development in Afghanistan, 2011 U Alimov,  Regional Economic Cooperation: Problems and Obstacles, 2009 Shahrbanou Tadjbakhsh,  Central Asia and Afghanistan: Insulation on the Silk Road, Between Eurasia and the Heart of Asia, 2012