
په لوګر کې هغه وخت چې تنظيمي حاکميت وو او باالاخره يي طالبانو ګيلم ور ټول کړ په ځينو سیمو کې يي د جمعيت او ځينو نورو تنظيمونو تر منځ تنظيمي شرارتونه او ستونزې روانې وې دوی له يو بل سره پخوانۍ کينې ښې په درز کې وپاللې ان تر دې چې يو وارې خو د حزب يو قومندان زرداد د جمعيت ګوند د قومندان فضل الله مجددي کور هم چور کړ.
خوکله چې طالبان مات شول بیا هم د تل په څير ددې ولايت اداري واګي جمعيت ته په لاس ورغلل او د ياد تنظيم قومندان فضل الله مجددي لومړی په دې ولايت کې د پخوانۍ ۳۶ پلې فرقې قومندان شو او بیا وروسته څو کاله د لوګر د والي او يوه دوره خو يي ان د وکالت څوکۍ هم خپله کړه خو کله چې امنيت خراب شو له لوګره لاس په سر شو خو لوګر بیا هم له تنظيمي والي خلاص نشو او دا وارې د محاذ ګوند د يو قومندان عتیق الله لودين په پچه ورسيد، لودين هم په داسې حال کې د لوګر والي شو چې په پکتيا کې يي د کمپاين په نوم خړې کورتۍ لرونکي کسان ډي ډي ار يا بې وسلې شول او لوګر ورته وسپارل شو او څو کاله يي يوازې او يوازې د يو حاضري لاسليک کونکي مامور په توګه تیر کړل، خو دی دا نه مني او په خپل وخت کې يي د جمعيت ډير قومندانان لکه لشکر، هاشم حسين خيل او ځينې نور له اقتصادي پلوه ښه چاغ شول او که نن په لودين څوک په فيسبوک کې هم نيوکه وکړي نو لومړني مدافعين به يي جمعتيان وي ځکه چې جمعيت به په لوګر کې د ده ښې ګڼې او په ټول هيواد بیا د کرزي ښې ګڼې څنګه هيروي .
په لوګر کې د لودين په وخت کې ټولې ملکي ادارې عملا له شمالي ټلوالې سره وې، ښاروالۍ، ولسوالۍ او ځينې نورې ادارې هغه څه وو چې د دوی پخواني څيرې پکې را ټولې وې.
خو پوښتنه داده چې دوی ولې يو دم له هرڅه لاس په سر شول؟ او اوس ولې يو وارې بیا را فعال شوي دي او له هرې شونې لارې کوښښ کوي چې په لوګر کې بیا تنظيمي راج د دوی شي؟ په همدې ټکو لنډ مکث کوم:
الف: اربکي سازي: په لوګر کې په ټولو هغو سيمو کې چې يو وخت پکې د جمعیت کسان برلاسي وو د ناامنۍ له ډيروالي سره سم بیا له کابله پټې وسلې راغلې او پر دوی و ويشل شوې، د ويش دا لړۍ لومړی وار د محمد آغې له ده نو سيمې را پيل شوه او پلمه هم په دې سیمه کې د ځمکې پر سر شخړه وه خو شخړه حل شوه ولې وسلې هم هغسې پاتې شوې او په ډراماتيک او سیستماتيک ډول يي پايله دا شوه چې ټلوالې ته ژمن کس آصف صديقي د وړم کال په ټاکنو کې رامخې ته شو او ان تر مشرانو جرګې پورې ورسيد دده را مخې ته کيدل او يو دم له کوم نفوذ يا نوم پرته تر مشرانو جرګې پورې په داسې حال کې چې خبرې يي سمې نشوای کولای رسيدل هم تصادف نه بلکه له مخکې د طرحه شوي پلان پر بنسټ وو او دا د ټلوالې لومړنی کيښودل شوی نيالګی وو چې دوی يو څه تر ثمر پورې ورساوو او نن عملا په لوګر کې لاسوهنې کوي او يوه عادي مقرري هم نه پردۍ کوي چې لنډ مثال يي څو ورځې مخکې د محمدآغې د ليسې د مدير روح الله د مقررۍ مخنیوی وو چې له آزموينې له بریا وروسته هم والي د صديقي په اشاره ددې جرأت نشوای کولای چې ياد ځوان تر بریا وروسته رسما د محمدآغې د ليسې مدير کړي خو دا چې فيسبوکي خبرې ډيرې شوې او صديقي پکې خپل ځان ګرم ولید نو له مخنيوي په شاه شو او تر روح الله تر بریالي کيدو پورته يوه مياشت وروسته د يوې ليسې مديریت ته ور وپيژندل شو.
ب: کلنګار: په کلنګار کې که يو لوري ته د شمالي تلوالې کسان فعال وو بل لوري ته پکې ځينې پخواني تنظيمي څيرې او ستميان لکه اسدالله فلاح،ببقو،فرهاد اکبري او ځينو نورو هم په چوپتيا کې خپل خير نه لیده او دلته د غزني تر اندړو وروسته د پاڅون لومړنۍ ناره پورته شوه، په دې سیمه کې چې امنيت يي ښه وو په لويه لاره پرته وه د پاڅون کولو اړتيا ته د هيڅ چا پام نشو ځايي او د وخت ادارې يي هيڅ پوښتنه ونکړه چې په يوه امن سيمه کې د پاڅون کولو مانا او ارزښت په څه کې دی او يا ددې ډول خوځښتونو لګښتونه به څوک ورکوي ځکه په هره سیمه کې پاڅون له اړتيا سره سم د سيمې جوړښت ته په کتو سره کیږي خو هرڅه چې وو فرهاد اکبري پکې مطرح شو او ببقو بیا پکې سر وخوړ او په يو غلچکي برید کې طالبانو و واژه. فرهاد اکبري اوس دومره زور پيدا کړی دی چې څه وخت مخکې کله چې حليم فدايي د لوګر والي شو ملي امنيت ونیوه خو په یو مبهم حالت کې له کوم معقول دليل پرته په پټه خوشې شو او تر ننه سرې سترګې ګرځي.
ج: له کلنګاره سره جوخت په برکي برک کې د اربکسازي ډنډوره ډنګول او د ولسونو تر منځ ستونزې پيدا کول يي هم بله برخه وه چې دوی مخکې بوتله او عملا يي ولس د ولس په مقابل کې ودراوو چې ددې کار مديريت پټ بیاهم فضل الله مجددي کاوو ځکه نوموړی يو لوري ته ددې سيمې دی او بل لوري ته يي کورنۍ ددې له امله چې حضرات دي په ولس کې څه ناڅه نوم لري په برکي کې له تیرو دوو کلونو راهيسې طالبانو او اربکیانو د يو بل زیات کسان چې د همدې سيمې دي له دولت سره د مخالف او موافق په نوم له دې نيا تیر کړل خو داغ او بدي بیا هم ولس ته پاتې شوه.
د: کله چې پر دوی نورې ګټې وټې ودريدې، پروژې ټکنۍ شوې، پي آرټي، يو اس ای ډي او بهرنۍ پيسې مخ په کميدو شوې دوی د عايداتي سرچينو له کمښت سره مخ شول نو ددې لپاره چې يو لوري ته يي عايدات ډير شي او بل لوري ته يي تیر راج په خلکو بیا چلولی وي نو يي سياست او څوکۍ د عايد لپاره ښه لار وبلله او اوس عملا په دې کار کوي له دې کاره د دوی موخه يوازې سياست نه بلکه يو لوري ته ځان ساتل او بل لوري ته په راتلونکو کلونو کې پر تنظيمي او نورو تړاوونو د امتياز اخيستل دي ځکه نن سبا په افغانستان کې هر سړی د مجاهد په نوم د امتياز په اخیستو کې ځان تر نورو يو څه حقداره بولي دا مهمه نه ده چې دوی کړي څه دي او يا دا يي کله په فکر کې هم نه را ګرځي چې جهاد ټول ولس کړی که يوازې شمالي ټلوالې ځکه دوی خو په جهاد کې دومره مزې وکړې چې ان په پچو کې يي هم يو ستر جنرال صاب اتيا ميلیونه افغانۍ په بډو و وهلې.
ه: لوګر دوه ځلې د ښاغلي استاد سياف په پچه هم ورسيد يو وارې يي د عبدالله وردګ په وخت کې هڅه شروع کړه څو لوګر را خپل کړي خو هغه هم سر وخوړ او بیا يي د نيازمحمد اميري په وخت کې عملا هڅه پيل کړه او څه ناڅه پکې مخکې ولاړ خو دا وارې سياف په دې پوی وو چې تل به يي والي نه وي نو يي په کابل کې ځينې لوګر ميشتي وکيلان او نور څه ناڅه مخور د امیري په شتون کې را خپل کړل او تر دې دمه هم له دوی سره ناستې پاستې کوي چې ښه بیلګه يي په کابل کې د ولسي جرګې غړی زمرک پادخوابي دی، زمرک پادخوابي چې د لوګر د سرتاسري شورا په نوم يي يو څه رامنځ ته کړي دي ولس ته د ولسي خادم په نوم په ځينو ننداره ایزو کړنو سره دا وارې کوښښ کوي له سياسي پلوه د سياف ملاتړ او له ولسي پلوه د محصل، بنسټ او هغو دغو په نوم ځان له لوګر څخه ولسي جرګې ته نوماند کړي او له بریا سره سم په لوګر کې د سياف خوبونه په حقيقت بدل کړي.
پادخوابي د اميري په وخت کې په لوګر کې عملا لاسوهنې پيل کړې چې ښه بیلګه يي د اميري او د لوګر د يو بل وکيل اکبر ستانکزي تر منځ په مرکز پل علم کې پر شنه ساحه ستونزه، لاریونونه او شخړې وې چې له امله يي يو نيم کال والي ټول زور د ځمکې په ويش او اکبر ستانکزي يي بیا په مخنيوي واهه په دې برخه کې زمرک پادخوابي د والي ننګه وکړه او له اکبر سره يي اړيکې خرابې شوې چې تر نن پورې يي هم اړيکې خرابې دي او ځينې د اکبر پلويان خو وايي چې په دې نمرو کې علي محمد، زمرک پادخوابي،د سياف پخوانيو قومندانانو او د اربکيانو ځينو قومندانانو ته عملا ونډه په پام کې نيول شوې.
په لوګر کې بله برخه هم د تیرو او انشعابي تنظيمونو کسان دي، په دوی کې حزب اسلامي يو څه مطرح دی خو دا چې حزب اسلامي د نور افغانستان په څير په لوګر کې هم نور د سیاسي ځنکدن په حال کې دی پاتې شوني يي د شمالي ټلوالې په چوپړ کې دي چې دلته هم پکې تر نورو د مطرح حزبي ښاغلي علي محمد شهيدي نوم اخیستی شو چې د حزبي په نوم له تیرو لسو کلونو را هيسې په ولسي جرګه کې د لوګر استازی دی او په تیرو ټاکنو کې ددې له امله چې دی د حزب اسلامي د ارغندیوال د شاخې سړی وو په لوګر کې د عبدالله د ټاکنیز کمپاين مسولیت په غاړه واخيست خو دا ښاغلی بیا په لوګر کې تر کمپاين وروسته يوازې او يوازې يوې نيمې پرانيستې ته ځي راځي او نور د لوګر په چارو کې لکه څنګه چې جمعتيان حزبي ونډه غواړي دی يي نه غواړي نه پوهيږم چې ولې به داسې کوي خو يوه خبره شته هغه دا چې ښاغلی شهيدي په کابل کې په خپلو شخصي کارونو بوخت دی او بله خبره هم دا چې تر دې نورو يي اقتصاد يو څه ښه دی نو تر وکالت پرته بل څه ته به يي زړه نه وي .
له تشو د ټلوالې ګټه پورته کول:
الف: ولايتي شورا: د وړم کال په ټاکنو کې لوګر شونې ده په افغانستان کې يو بې ساری ولايت وو چې ډيرو ځوانانو پکې ولايتي شورا ته لاره موندلې وه خو ځوانان لکه څنګه چې فزيکي ځوانان دي فکري ځواني نلري د ولايتي شورا د تيرې دورې مشرتوب د اکبر ستانکزي تر ډيرو عذرونو او منډو وروسته د نوموړي اوښي ښاغلي حسيب الله ستانکزي ته ورسيد، مرستيال يي هم د عدالت عبدالرحيمزي په نوم د تصادف له مخې ديو بريالی شوی ځوان شو خو دا چې دوی يو لوري ته تجربه نلرله او بل لوري ته عملا د لوبې په رازونو نه پوهيدل په دوهم پړاو کې يي دواړه څوکۍ بیا هم له لاسه ورکړې او د زمرک، صديقي او ځينو ځان پلورو وکيلانو په شتون کې د چندې په پیسو د دوی د ټيم يو کس په ۳۳ زره ډالره واخیست چې له دې سره سم د ولايتي شورا رياست او معاونيت بیا هم د شمالي ټلوالې لاس ته ورغی چې دا تر صديقي وروسته ټلوالې ته بله بریا وه خو دلته د حسیب او عدالت بې کفايتي او د اکبر په څير په خيال کې ژوند، له اکبر سره يي د اړيکو خرابتیا، له ولس سره د اړيکو نه لرل، شخصي ګټو ته ترجيح ورکول د هیرولو نه دي دوی دومره د څوکۍ په خيال کې ډوب شول چې عدالت د ولس له رايو سره سره ټوله ورځ د والي فدايي تر شاه روان وي او والي ته په صيب صيب کولو ځان ورته غټ سړی ښکاري حال دا چې همدې کارونو دی له سخت سياسي رکود او شرمنده ګي سره مخ کړ.
دا چې په لوګر کې عملا د يو ولسي زعيم سخته تشه محسوسه ده، نو ټلوالې دا اړتيا تر نورو يو څه ښه درک کړې خو د دوی ستونزه داده چې ولسي زعيم ته د جمعيت له هېندارې ګوري او دا ولس ته يو ښه زیری هم دی ځکه ولس هيڅ حزبي يا ګوندي تړاو نه مني بلکه په پوره وروري له دوی ډير لرې په مينه ژوند کول ورته غوره ښکاري، له دوی سره ژبنی مهارت يو څه ډير دی او کله کله خو دومره سپين سترګي شي چې ان په اجرائيه رياست کې د دوی د سياسي زعيم عبدالله عبدالله په مخ کې په لوګر کې تعصب او يا ژبنپالنې ډنډوره هم غږوي خو په داسې يو ولايت کې چې ميشت قومونه يي د وينو شراکت سره لري ددې ډول خبرو کول به يوازې او یوازې په ځان ملنډې وي.
خو ولې ټلواله له هر حالت سره ځان عياروي؟
ددې پوښتنې ځواب ډير سخت نه دی که چیرته د روسانو له تیري او اشغال سره سم د جمعيت کړنو ته لنډ نظر واچوو له کي جي بي، اروپا، فرانسې او په ۲۰۰۱ کال کې له امریکې سره د دې ګوند د بنسټ ايښودونکي برهان الدين رباني معاملې، پر طالبانو د غټو غټو بمونو د اچولو فرمايشونه او جوړجاړي وګورو نو پوهيدای شو چې جمعتيان څومره له حالاتو سره سم خلک دي او څنګه کولای شي د خپلو ګټو په خاطر ان پر وطن، ارزښتونو، دين او ملي ګټو باندې هم معامله وکړي، دوی په لوګر کې هم ورته کارونه کوي تل يي ځانونه له حالاتو سره سم اجسټ کړي دي او نن يي هم عملا د لوګر والي محمد حليم فدايي چې ځان ښه مدير او ښه سياستوال بولي او د اشرف غني احمدزي د کمپاين او ټيم سړی هم دی ګرو کړی دی او چې لږ يي هم خبره ونه مني دستي پسې را پورته شي په يو او بل نوم يي تر فشار لاندې راولي او په دې ډول يي د ځان تابع کړي چې ددې تابع کيدو ښه بیلګه يي بیا هم د لوګر له پخواني ښاروال هاشم حسين خيل سره د میرابدال په غرونو کې چکرونه، انځورونه او پټې ناستې پاستې دي.
ډيری چې له دوی سره هم چشمي لري چې کله يي صحنې لرې کړي داسې خيال کوي چې ځه نور يی ګيلم ټول شو خو داسې نه وي بلکه دوی چې لږ هم تغذيه شي دستي را ميدان ته شي او په تشه کې خپله حمله وکړي او بیا د یوې مودې لپاره ځان ته يو څه لارې ګودرې جوړې کړي، دوی ددې ډول حملو مزې څکلي دي دوی په تیرو ۱۵ کلونو کې اتيا سلنه دولت يي په خپل لاس کې نیولی وو او لا يي هم نيولی دی خو چې عامو مجالسو ته راشي بیا هم مجاهد ته امتياز غواړي ان تر دې چې په دې اوسني حالت کې چې پنځوس سلنه يي د ټاکنیزو بې شرمیو په لړ کې واخيست همدومره نور ورته د ضيا مسعود له چینله هم ورسيد خو ضيا مسعود ددې پر ځای چې له خپل پوزيشن سره سم کار وکړي خپل مسولیت او صلاحيت وپيژني عملا د هغه چا پر ضد يي کار پيل کړی دی چې ده ته يي د دریم مرستيالۍ ناقانونه څوکۍ ورکړې،مسعود ټول وخت د شمالي ټلوالې له پخوانيو څيرو سره په ملاقاتونو، شمال ته په سفرونو، وسله وال شرارت ته د خلکو په هڅولو او يا هم د کابل بانک له غلو سره د پټو تړونونو په کولو تيروي او چې ولسمشر ورته لږ غصه هم وکړي يا سترګې ورته برګې کړي بیا نو دستي خپه شي چې بیرته رضا کول يي هم ده ته د ولسمشر د یو بل فرمان له ورکړې پرته امکان نلري.
خو متاسفانه په لوګر کې د ولسي زعيم په نشتون کې شمال ټلواله چاغیږي او نور ورته يوازې او يوازې ناست دي، اکبر ستانکزی چې د بیا وکالت خيال يی په سر کې دی دا چې له علمي پلوه کمزوری سړی دی ددې مسايلو درک ورته ناشونی دی ټوله ورځ ایله بیله د خپل ودانیز شرکت په قراردادونو،په راډيو کې په سندریزو خپرونو کې پر ميلمه کيدو، چکرونو، له هاشم ليوني سره د انځوورنو په اخيستو او يا ترکيي ته په سفرونو تيروي، اکبر ستانکزی تر سیاسته ډيره ترجيح فيسبوک،غصب، شخصي ګټو، په نورو ملنډو وهلو او ځان بر بر کولو ته ورکوي.
اکبر ستانکزی ټول ټال دومره پوهيږي چې په فيسبوک کې يي شتون يا په ګلانو کې له زیرپيراهني سره انځور اخيستل تر ټولو ستر خدمت دی خو په دې نه دی پوی چې دده په دې بې غوري کې نور څنګه په خړو اوبو کې ماهيان نيسي.
له دې سره سره چې ډير لوستي او نالوستي ځوانان، زاړه، د پاخه عمر لرونکي او د نورو په دروازو کې ناست کې اجرتي په ځان مينې څيرې راتلونکو ټاکنو ته ځانونه تیاروي، پټې ناستې پاستې پیل شوې که روان حالت همداسې وي نو شونې ده په بل پړاو کې لوګر عملا د شمال ټلوالې لاس ته ولويږي ځکه په ځينو سیمو کې دوی اربکي سازي کړې په ځينو نورو سیمو کې د پټو او مافيايي کړيو په شتون کې کوښښ کوي چې له هرې مشروع او نامشروع لارې په ګټه پورته کولو سره د اشرف غني احمدزي په ټاټوبي کې بیرته هرڅه را خپل کړي او لوګر بیا د تنظيمي اور په لمبو کې لولپه کړي.
اوس نو ولس باید متوجې شي په لوګر کې دا ډول خوځښتونه، د عطا محمد نور لمانځل کيدل، قسيم فهیم لپاره مفشنې غونډې، د والي مضر احتياط او پټې معاملې ، په میر ابدال کې چکرې او انځورونه، د زمرک بنسټ او په هوټلونو کې لمانځنې او ناستې سمې وڅاري په تیرو او سوليدلو څيرو پسې تګ پريږدي،مدني خوځښتونه ددې لپاره چې ولس ته يي عامه پوهاوی ورکړی وي باید دا ولس ته تفهيم کړي چې نور حزبي، سمتي يا ژبني ميلانونه عملا د ملي يو والي د ټپي بدن د پاتې غړو غوڅول دي.
که ولس دا ستونزې درک نکړي نو دوی باید په دې پوی شي لکه څنګه چې اتيا سلنه واک يوازې د يوې درې په لاس کې دی په لوګر کې به هم په سلو کې نوي سلنه اداري او ولسي واک له جمعیت سره وي او لس سلنه به يي یوازې هغو ته ورکول کيږی چې له جمعيت سره پټې ناستې پاستې لري ځکه د جمعيت له ټولو کړنو، عقدو او عقده مندانه کړنو دا ښکاري چې په لوګر کې يي هر ډول کړنې د نقد او غندلو وړ دي نه د منلو او لبیک ويلو وړ.
د لوګر ځايي اداره چې د ولسمشر استازيتوب کوي ددې پر ځای چې ټول وخت د میرابدال په غرو کې په چکرو او سپورت تيروي دوی باید عملا لوستي پوړ ته چې هيڅ تنظيمي، ژبنی يا سمتي ميلان نلري د کار او مخکې تګ دروازې پرانيزي، د لوګر والي چې د ولايت څو کلنه تجربه لري باید له پټو معاملو د کولو پر ځای يي مخنیوی وکړي، د هر وکيل د مقرریو پر وړاندې دریدل يي مسولیت دی او کار باید اهل کار ته وسپاري نه دا چې نيم د وکيلانو په خوښه مقرر کړي او نيم نور د خپل تير ولايت درباریان او چک چک منيجنران راولي او يو ولايت چې ډيره برخه يي د وسله والو طالبانو تر زیاتي لاندې ده يو مضر او معامله ګر ګروپ ته وسپاري.
په ټول کې افغانستان او په خاص ډول لوګر نور له فکري پلوه هيڅکله هم تنظيمي معاملو ته نه دی تيار، اوبو خړونکي دې يوه خبره درک کړي چې ولس آخر هم پوهيدونکی دی دا چې حسين خيل په میرابدال کې څه کوي، يا اسدفلاح او زمرک پادخوابي له شته تشې څه ډول ګټه پورته کول غواړي هر چا دا خبره درک کړې خو ولس پوهول د ټولو مسولیت دی.
په لوګر کې بيکاري، ناامني، پراخ فساد، خويش خوري،د کانونو بې سره قاچاق، د دښمن هره ورځ پياوړي کيدل، کلابندې او هيرې شوې ولسوالۍ، په زرګونو لوستي او بیکاره ځوانان، کرنې او نورو برخو ته يي نه پاملرنه يي هغه ستونزې دي چې حل غواړي که چیرته يادې ستونزې حل نه شي نه يوازې دا چې لوګر به د ناورین لوري ته ټيل وهل شي بلکه د کابل د دروازې په توګه به عملا کابل هم تر سختو ګواښونو لاندې راشي.