خداى پامان شاعر ۍ

دمـــاشومانـــــولاس ته لاړې خداى پامان شاعر ۍ
نوردرنه نغـــــاړمه خپل زړه خيــال اوجانان شاعرۍ
پـــــخوادې دردراځېنې وړلــــوخواوس دردراکـــوې
اوښــــکې مې را،ســـــلګۍ راکړه   ګـــرېوان شاعرۍ
 وروسـته له دې په خپــــلوسترګوکې خوبونه وژنم
وروســـــته له دې به درنـــه نه غواړم درمان شاعرۍ
يوچاپه تــــش مغز ستادخيال په جامواورپورې کړ
نــــه به دې يــــادنه به فــــريادکــــړم نه ارمان شاعرۍ
هــــغه کـــې عقل نشته ،خيال نه شته ځان نه پېژني
خــــوزه وژلى هــــره ســـــاه يم خپل  وجدان شاعرۍ
راځيــــنې وړی دی دالفـــــاظوسور پــــړونى ګرانې
شــــيطان راويښ شــــــوپټوي دې په ايمان شاعرۍ
درحماني دخيال په هغه دښت اغز ي زرغون شول
 چــــې به پرې ته رااورېدې باران باران شــــــاعرۍ


١٣٨٨-٧-١٧ننګرهارپوهنتون