غـــــــــــزل

شاعر:ګل رحما ن رحماني
چې له مودو مودو راپاتې دي په پښو کې اغزي
مونږه شيندلي وو د ښکلــو په ليــــمو کې اغزي

پردوته وغــــوړوو زړونه  چې قدم  پرې کــيږدي
خپلو ته پرش کړو لکه ستنې په کوڅو کې اغزي

دزړګي څانګې مې چې نه نيسي رنګين ګلونه
خــــدايه ما څښلي د ګودر خړو اوبو کې اغزي

زما همزولي سره اورونه خو ګل شوي نـــــه دي
حيران يم ولې نه خلاصيږي په لمبو کې اغــــزي

ماشوم زخمونه مې رالوي شول په چړو کې ځوان شول
جـــــانانـــه پټ پټ راته مه ږده په تيارو کــــې اغـــزي

د غنم لوکــــې هاستومانه ښکلـــــې لاس رانه کړ
ښکاري چې بيايي ننتلى دي لاسوکـــــې اغزي

تر څو به ګورمه هنداروکې خپل مات تندي ته
تر څو به وړمه خپل منزل ته په پڼو کې اغـــــزي

ما ((رحماني)) بيګاه يو داسې ښکلې خوب ليدلو
چې در روان وم ماتومـــه په مزلو کې اغــــــــــزي

٢٠/٤/١٣٨٣