زموږ تقاضا

زموږ تقاضا

په شمشاد کې د درې مورچل په نوم یو ترکي سریال خپریږي.  ډیر خلک یې ګوري د سریال موضوع داسې ده چې په ترکیه کې  کرد مبارزین نړۍ ته بد معرفي کړي، کردي مبارزان یې دومره وحشي پکې معرفي کړي دي، چې سړی ور ته هک پک حیران شي او بل شمشاد ډیر په زړه پورې ژباړلی دی. خلک یې دومره پرې اموخته کړي دي، چې هر څه ور ته پریږدي خو هغه سریال نه پریږدي زه يې خپله هم ګورم خو کله کله مې سخت ودردوي .
ځکه چې کردان دومره  بد انځوروي، چې د ترکیې د نوم نه مې هم زړه تور شي. په اصل کې په ترکیه کې کردان د خپلې ازادۍ لپاره مبارزه کوي، او ازادي د هر انسان سالم حق دی. خبره بلې خوا ته را نه لاړه نشي خوشال بابا د ازادۍ په اړه فرمایلی دي
ازادي تر باچاهیه لا تیری کا
چې د بل د حکم لاندې شي زندان شي
څو ورځ مخکې یو چا په همدې سریال خبرې کولې، یوځوان ور ته وویل:  چې په کومه شپه په یاد سریال کې ډیر مړي وشي، په هغه شپه خوب ښه راځي خو چې په  کومه شپه مړی پکې ونه شي په هغه شپه خوب نه راځي، مخکې به مې ګومان کاوه،  چې زموږ په وطن کې له هر څه نه د مرګ تقاضا ډیره ده، خو چې د ځوان دغه خبره مې په خپلو غوږونه  واوریدله نو ګومان مې په یقین بدل شو رښتیا چې زموږ په وطن کې له هر څه نه د مرګ تقاضا ډیره ده.
ځکه  چې کومه شپه په درې مور چل کې ډیر مړي وشي موږ ته په هغه شپه خوب ښه راځي، خو چې کومه شپه په یاد سریال کې مړي و نه شي په هغه شپه مو خوب ورک وي  ولې؟ زما په ګومان چې په کوم وطن کې څه زیات وي د هغه وطن خلک هغه څه خوښوي، چې څه یې په خوا شا کې وي په ایران کې د کتاب بازار ښه ګرم دی. د کتابونه لوي بازارونه لري غټ غټ چوکونه یې د کتاب په نوم دی. او هر ځوان  یې د ښه کتاب  په لټه کې دی . ځکه په ایران کې د کتاب تقاضا ډيره ده .

زموږ په ټولنه کې وژنه او وسله ډیره ده .ځوان څه چې آن ماشومان مو هم د وسلې شوقیان دي، په اخترونو یا نورو د خوشالیو ورځو کې مو چې د ماشومانو لاسونو ته څو روپۍ ورشي نو په منډه  دوکان ته ځي پلاستیکي ټوپک رانیسي له دې نه معلومیږي چې زموږ د ماشومانو اولنۍ تقاضا د ټوپک رانیول دي. ګني په دوکان کې نور داسې څه هم وي چې ماشوم ته خوند ورکوي خو که دوهم وار ته پیسې لاس ته ورغلې کیدی شي دوهم وار ته هغه څه را ونیسي خو اولنۍ غوښتنه یې د ټوپک رانیول وي.

ما داسې کورنۍ هم لیدلي دي چې ماشوم یې زلمی شي اول ټوپک ور ته اخلي خو په نورو هیوادونو کې به زما په ګومان خبره برعکس وي.  زموږ په ټولنه کې لویه بدبختي همدا ده چې ماشوم ته له ماشومتوب نه پلاستیکي وسله په لاس کې ورکړو چې لوي شي باید وسله ور ته پیدا کړو ځکه چې له ماشومتوب نه مو ماشوم له وسلې سره بلد وي.
که موږ له ماشومتوب نه خپلو ماشومانو  ته د پلاستیکي ټوپک پر ځای کتاب په لاس کې ور کړی وای. نن به مو  زلميو د ټوپک سره شوق نه وای بلکې له ټوپک به یې خورا ډیره کرکه وای، خو افسوس موږ له ماشومتوب نه ماشوم ته په لاس کې ټوپک ور کړو نو ځکه مو په وطن کې له هر څه نه د مرګ تقاضا ډیره ده په نورو هیوادونو کې چې خلک د کتاب سره ډیره مینه لري د هغه خلکو ځکه د هر څه نه د ښه ژوند تقاضا ډیره ده نو په دې اساس ښه راتلونکی په کتاب کې دی نه په بدرنګ ټوپک کې.
 د کتاب د تقاضا په هیله