
از طرف نمایندګي: برداران بې اتفاق بس ترانسپورت
ځوارلس کاله وړاندې د افغانستان د کباړ شوی لارۍ لپاره چې څښتن يې هم بې درکه شوی وه، د جرمني د بن په ښار کښې د داوطلبۍ یو بنډار او غونډه جوړه شوه. د بنډار موخه داوه چې د دې کباړ شوي لارۍ غم وخوري. په بنډار کښې د دې پر ځای چې د دې کباړ شوي لارۍ د اصلي خاوند پیدا کولو او رغولو په اړه غور وشي، هغه یو سهامي شرکت ته و سپارل شوه. له هماغه پیله د سهامي شرکت ګډونوالو کوښښ کاوه چې په سهامي شرکت کښې زیاته ونډه تر لاسه کړي. تر دا ننه پورې د دغې لارۍ د پرزو د نوې کولو لپاره منډيي لګیدلي دی. خو اصلا د لارۍ د جوړولو او ترمیم په اړه هیڅ رښتونی فکر نه کیږي او هره ورځ لاس په لاس کیږي او د جلاپانوپه څیر د سهامي شرکت یو ګډونوال وايي چې دا لارۍ زه په بهرنیانو په ښه نرخ پلورلای شم او بل وايي چې نه ما ورته تر تا ښه خریدار کتلی دی. دا سیالۍ لا تر اوسه روانې دي. خو د دې سره یې هاغه مهال لارۍ ته نا اهله چلونکي او کلنډران خوښ کړل، چې دې کار سره يې د لارۍ مات هډونه نور هم جو جو شول. پردې برسیره يې دې بس ترانسپورت ته یو ډیر ښکلی او دروند نوم غوره شو، تر څو د مخلوقاتو وحشیان پرې را واړوي (دا کار د هغه ښکلي نوم سره ستره جفا او خیانت وه). کاشکی دا ښکلی نوم يې ور ته نه وای غوره کړی، ځکه د هغه نوم قدر يې و نه کړای شو، بلکه یوازې سوداګري پرې وکړی شوه.
د بن د بنډار د لمړۍ ورځې څخه د دغه سهامي شرکت کاروبار په دوکه، ټګیو او برګیو او معامله ګریو روان وه. په لمړیو کښې د لارۍ د چلولو لپاره یو نسبتا لایق چلونکی په نر کې خو وویل شول چې مصلحت دا نه دی، نو پر ځای یو ډیر سخت نا لایقه او د ګیدړې په څیر مکار ډ رایور ددې لارۍ د چلولو لپاره وګماره. دغه نالایقه دا لارۍ دولس کاله په ټیله او تنبه وچلوله. دا کار په دې مقصد وشو چې د ډرایو سره د ژبني تړاو له مخې تړلي یو شمیر خوشباوره او ناپوهه خلک په دې وغولوي چې ډرایورستاسې خپل سړی دی نو ځکه باید په دغه لارۍ کښې ورسره سفر وکړي. د ډرایور ګمارونکي تر یوه مهاله په خپل شوم هدف کښې بریالي ول. خو دې نا اهله ډرایور و نه شو کولای د ګمارونکي د هیلو سره سم ور سپارل شوې دندې ته دوام ورکړي. نو له دولسو کالو وروسته د بې اتفاق بس ترانسپورت مالک وپتيله چې د هغوی په اند متفکر چلونکی د ډرایور په توګه وګماري. ښکاري داسې چې له دې ډرایور سره يې نور نالایقه مستریان هم په خوا کښې په دنده ګمارلي وي. خو لارۍ لا تر اوسه بې څښتنه او تر پخوا زیاته په ټوټو ویشل او پرزه پرزه شوې ده. څه باندې یو کال کیږي یو موټر ته يې دوه ډرایوران کینولي، یو د موټز شټرینګ یو را کټ کوي او بل يې بل خوا او موټء په سم لور حرکت نه شي کولای. خو څنګه چې د نورو پرزو تر څنګ د لارۍ هارن او بریکونه هم خراب شوی او له کاره لویدلی، نو چلونکي خلکو ته سوري او چغې وهي چې لارۍ نه بریک لري نه هارن، خلکو ځان بچ کړئ. دغه نومول شوي ډرایور په ډیرو چغو خپله مرۍ وچه کړه، خو د ښار او کلیو د سړک د غاړې خلک چې د لارۍ د انجڼ د خرابوالی او شور له امله يې دا کلونه کلونه غوږونه کاڼه شوي، د نوی ډرایور ټپ شوی غږ نه اوري او یا هم دا خلک اوس د چا په غږ، غوږ ځکه نه ګروي چې ډیر درواغ يې اوریدلي نو د هر چا خبره ورته درواغ ښکاري نو د ځواب پر ځای پرې غوږونه کڼوي.. دوهم پينه شوی شریک ډرایور ټول عمر ډ ځان په سینګار بوخت دی او کوښښ له ځان څخه خپل پتنګان ګردچاپيره را تاو کړي. موټر چلوي او ګټلې پیسې يې جیب کې اچوي او د موټر د غعوارضو هیڅ غم نه خوري.
دا موټر چې دوه ډرایوران او بې شمیره کنډکټران لري، یو یو د موټر د لکې څخه ځان پری باسي او وايي ډ ډرایورانو د بې اتفاقۍ او سرزوریو څخه نور ستړی شوم، ځکه چې و وایم چې برک شه نو څوک ور ته غوږ نه نیسي.
د دې لارۍ یوه ډله نا اهله ډرایورانو به څو کاله وړاندې داسې ناري وهلې چې:
(دا کاروان په شا نه ځي ***** ځي د کهکشان په لور)
چې په حقیقت کښې يې هم ځان، هم کاروان او هم د کاروان بې وفا ملګري له ګړنګونو و غورځول.
خو د کلونو په تیریدو د بن د بنډار یو عنصر چې ټاکنې نه بلکه ټکونې ورته ویلای شو، دریم پر شا تلونکی پړاو يې په درز و دروز روان دی. خو که د ټکونو د ټیمونو د غړو ترکیب، د هغوی تیرو کړنو او بدو نیتونو ته ژور نظر وکړو نو په زغرده ویلای شو چې:
(دا کاروان په شا درومي ***** درومي د بحران پر لور)
زما په اند داسې ښکاري چې د لارۍ واک د اصلي څښتن سره نشته، که نه اصلي څښتن به يې وختي د لارۍ د سمو جوړولو او سم چلولو غم خوړولای وه.