د نوو پیښو او نوو تګلارو په اړه د ملت د ولسي سازمان اعلامیه!

 

بسم الله الرحمن الرحیم
 
په افغانستان باندې د تپل شوو حالاتو پر وړاندې د ملت بې وسۍ او د افغاني عمومي غورځنګ بې کسي دوه سترې ملي او سیاسي ستونزې دي او دوی ته ځواب علمي، عملي او بنسټیزه حل لاره غواړي. زمونږ د هیواد روانه غمیزه له کودتا ګانو را پیل او د انحصار، کشمکشونو، جګړو، اجنبي مداخلو، د ولس د مقاومتونو او بهرنیو تیریو په پایله کښې په داسې پیچلو ستونزو بدله شوه چې افغانان هر هغه څه پکښې له لاسه ورکوي د کومو لپاره چې د قربانیو څخه ډکې مبارزې پر مخ وړي.
دا وطن د خپل اوږده او لرغوني تاریخ، ویاړلي ولس، د شتمنیو څخه د ډکې خاورې، پخو او تاریخي تجربو، قربانیو ته د ملاتړلي ملت، او بې دریغه خارجي پیسو د وړو را وړو او لاندې باندې کیدو سره سره نه یوازې د نړۍ مجبور او بې وزله هیواد پاته دی، بلکه د ملي بنسټونو، ټولنیزو ارزښتونو، اقتصادي بنسټونو او جوړښتونو، وطني فکري دود، کلتور او هغو باورونو څخه هم بې برخې شوی چې د افغانستان په څیر یوه ملت او پر هغه د حاکم دولت لپاره ملي او سیاسي اصلونه بلل کیږي.
همدغو پیښو د افغان ولس د طبیعي او بیړني تکامل لاره ډب کړې، د ټولنیز پرمختګ ځای د پردیو ترخو تکراري تجربو نیولای او د هیواد د سیاسي سټیج څخه يې د پردیو سیاستونو او جګړو د تمثیل ځای او مرکز جوړ شوی دی.
هر سیاسي نظام چې د خپلو خلکو د ګټو، جغرافیوي خصوصیاتو، ملي عنعنو، عقایدو او غوښتنو سره د نوک او وریو په شان ګنډلی او پییلی نه وي، هرو مرو د مخالفتونو، مقاومتونو، او ژورو تودو او سړو سره لاس او ګریوان ژوند کوي. په خاوره، خلکو او مفکورو باندې معامله چې د حاکم افغان سیاست یوه برخه ګرځیدلې د هغه ځانګړي قشر برنامه ده چې په اقتصادي لحاظ د ځمکو د غاصبینو، زورواکانو، د مخدره توکو د کاروباریانو، دلال سوداګرو، او پر معدني منابعو د مسلط کړای شو کړیو څخه په قومي، ژبني، مذهبي او سیاسي پلمو، منځ ته را وړل شوي دي، همدا قشر د افغانستان په جګړه او سیاست کښې د هغه سیمه ایز او نړیوال مثلث داخلي ضلعه ده چې د همدوی له امله لا د یوې جګړې اور وژل شوی نه وي چې د بلې لمبې را پورته شي.
افغانان په دې خاوره کښې ولسپالو خوځښتونه او دغې خرابې وضعې ته د پای ټکي ایښودلو لپاره ځانګړی ټولنیز فکر، او د هغه په رڼا کښې ځانګړي تشکیلاتي او فردي قربانۍ ته اړ کړای شوي دي.
د ملت ولسي سازمان چې د هیوادني عمومي جنبش یوه برخه ده، د ملي او سیاسي ذمه واریو او مسئولیتونو، پر بنسټ دا لاندې وړاندیزونه له هیوادوالو سره شریکول غواړي. حقیقت دا دی چې مونږ په عملي لحاظ او یوازې ځان دومره غښتلي نه یو چې د حالاتو او وضعیت د حرکت مسیر ته بیړنی بدلون ورکړو، ځکه د یوې لورې د لږ تر لږه څلور لسیزو جګړو، ترور، دسیسو او یرغلونوِ؛ او د بله پلوه د افغانستان د هر یو بل سیاسي تشکیل په څیر د اپورچونیزم، تیښتې، او ایدیولوژيکي بې وزلیو، یعنې د ملي نهضت هغو وژونکو ناروغیو څخه سلامت او خوندي نه دی پاته شوی چې د وطن جنبش يې ګام په ګام ژوبل کړی دی. په هر حال، له هرڅه سره سره بیا هم د لوی څښتن، افغان تاریخي هیواد، افغاني غورځنګ او د هغو شهیدانو، ورکو شوو، په ژوندۍ توګه تر خاورو لاندې شوو، زندۍ کړای شوو، او سنګسار شوو ملګرو، پر وړاندې چې د وطن خوږه او ولس مینه، مقاومت، مبارزه او د هغه سپيڅلتیا يې مونږ ته په میراث پریښي دي، ‌ذمه واري لرو او د همدغه مسئولیت له مخې لاندې غوښتنې او وړاندیزونه له تاسې ښاغلو او با درده افغانانو سره په منځ کښې ږدو:
 
۱ـ د خپلې پخوانۍ ملي تګلارې په هر ډول ملګرو غږ کوو چې سره را یو ځای شي تر څو ګډ کار ته لاره هواره کړو.
۲ـ د ستونزو پیژندولو او په ګوته کولو او د هغوی د حلاجې کولو لپاره باید شخصیتونه معلوم کړو او دنده ورته وسپارو.
۳ـ همدا هئیت به د چا سره او د څه وخت خبرو کولو دواړه خبرې سپینې کړي.
۴ـ د وطن پر ملي ګټو ولاړ نوې فکر ته چې د علمي نړۍ لید سره اړخ ولګوي، اړتیا ده. زمونږ ملي یووالی او په خپل هیواد د خپل ولس واکمني د هغه سیاسي پیوستون په وسیله رامنځته کیدای شي چې د افغاني ټولنې د اوسنیو غوښتنو او نوو نړیوالو واقعیتونو پر درک ولاړ او پر هغوی تمرکز ولري.  
۵ـ د ډول ډول سیاسي افکارو را ټولولو، تبادلې او د هغو څخه نتیجې تر لاسه کولو لپاره به زمینه برابره کړو.
۶ـ په ملي، سیاسي او تشکیلاتي برخه کښې د مبارزې تر څنګ نجات بخښونکي پراخه جبهې ته باید ملا و تړو.
۷ـ د افکارو د توحید د سیاسي کمیسیون اړتیا ته باید پاملرنه وکړو؛ او
۸ـ د مبارزې او وحدت تر شعار لاندې پراخې ګډې ناستې د جوړیدو لپاره ګډې ذمه وارۍ واخلو.
 
نتیجه:
له تاریخ او ولس څخه د هیڅ چا او هیڅ ډلې کړه وړه پټ نه دي.د حساب او کتاب لپاره قضاوت ولس ته پریږدو، مګر مونږ په دې باور یو چې اوسنی رنځور افغانستان د شفا نوې نسخې ته اړتیا لري او باید په ګډه کار ور ته وکړو. هیله لرو په دې اړه خپل هر ډول نظریات او وړاندیزونه له مونږ سره شریک کړئ.
 
د افغانستان د ملت ولسي سازمان
د ۱۳۹۴ لمریز کال،  د سلواغې ۱۳ 
کابل افغانستان
Ghamay.ab@gmail.com