پاکستان دې د لاهور له بریده عبرت واخلي

    موږ ګڼ داسې متلونه لرو چې د پاکستان په ناوړه کار او کردار درست صدق کوي، لکه: ”مه کوه په چا چې وبه شي په تا“، یا ”څه چې کرې هغه به رېبې“ او یا هم وایي چې ”د مارګیر مرګ اخر هم د مار له لاسه وي“، نو پاکستان چې له کلونو راهیسې ترهګري او ترهګریز فکر روزي او پالي او د همدغه ناولي فکر له لارې په افغانستان کې ځان خپلو شومو او ناولو موخو ته رسوي، نو اخر به په خپله هم د ترهګري قرباني کېږي. شاعر وایي: کوهی مه کنه د بل سړي په لار کې چرې ستا به د کوهي په غاړه لار شي پاکستان چې په یوه حساب له تېرو څلوېښتو کالو او له بلې خوا له تېرو ۱۵ کالو راهیسې د افغانستان لپاره کوهی کني، د افغانستان د بدمرغه کولو او د افغانانو د وژلو لپاره په خپلو ښارونو کې د افغانستان دښمنان او ترهګر روزي، بمونه، وسلې او مهمات ورکوي او په افغانستان کې یې د عامو او بې ګناه خلکو شهیدانولو ته لمسوي، نو دادی نن دغه د خپل عمل سزا پاکستان په خپله هم ولیدله، ځکه تېره ورځ د پاکستان د پنجاب ایالت په مرکز لاهور کې د علامه اقبال پارک ګلشن اقبال ټاون کې د ځانمرګي او ترهګریز برید له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۷۰ تنو ته ورسېد. د پاکستاني رسنیو، پاکستاني پولیسو، ژغورونکو او د روغتونونو د مسوولینو او ډاکټرانو په قول په یاده پېښه کې ۳۰۰ تنه ټپیان شوي دي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک ښودل شوی دی او احتمال شته چې د پېښې د تلفاتو او قربانیانو شمېر نور هم زیات شي. د پېښې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي. پاکستان پخوا هم په بېلابېلو ایالتونو کې خال خال د ترهګري قرباني شوی دی، د پنجاب د کورنیو چارو د وزیر په ګډون ګڼ پاکستانیان په دغسې ترهګریزو پېښو کې وژل شوي دي، مګر د هغو ټولو باوجود لا هم پاکستان د ترهګري له روزنې او پالنې څخه لاس نه دی اخیستی، خو که پاکستان په رښتیا هم له خپلو خلکو سره خواخوږي لري او په خپلو خلکو یې زړه درد کوي، نو د لاهور ښار د یکشنبې له ترهګریز برید څخه باید عبرت واخلي او د خپلو خلکو وینو ته د درناوي په خاطر نور نو باید په پاکستان کې د ترهګري ځالې ویجاړې کړي، ترهګر باید له خپلې خاورې څخه وشړي، د ترهګرو د روزنې مرکزونه دې وتړي او ترهګرو ته ورکړل شوې وسلې ، پیسې او امکانات دې بېرته له هغوی څخه واخلي. که چېرې پاکستان په خپله پالیسي او د ترهګرو په پالنه او د هغو په زیانونو له سره غور ونه کړي او عبرت وانخلي، نو باور دی چې پاکستان به په راتلونکي کې د ترهګري له اړخه له دې لوی زیانونه هم وویني، ځکه ترهګري ښه او بد نه لري، ترهګري اصول، قوانین، مقررات او ارزښتونه نه پېژني، ترهګر کوم دین او قانون ته هم پابند نه دي، دوی د اجورتي قاتلانو په څېر چلند کوي، چېرې یې چې ښه وي ، نو هملته یې شپه وي، تر څو یې چې له پاکستان سره ورځ تېرېږي، نو ګوزاره ورسره کوي، خو کله یې چې له پاکستان څخه ورغېږي ، نو بیا به یې لومړی برید هم پرپاکستان وي. څه موده وړاندې چې کله د رسنیو د اوازو له مخې پاکستان پر طالبانو کړۍ راتنګه کړه او داسې باور کېده چې ممکن پاکستان د طالبانو پر ځای داعشیان انتخاب کړي، نو طالبانو روسیې ته د مرستې لاس اوږد کړ او له روسي مقاماتو سره یې لیدنې وکړې، نو لا هم پاکستان ته سر وخت دی چې د خپلو تېرو اعمالو د پښېمانۍ او جبران په خاطر د افغانستان له حکومت او د افغانستان له عظیم ملت څخه د هغو ظلمونو، وحشتونو او تېریو له امله بښنه وغواړي چې د دوی د لمسون له امله ترهګرو، طالبانو، جنګسالارانو او نورو ورانکارو ډلو د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې ترسره کړې دي، ممکن د افغانستان عظیم ملت دوی ته بښنه وکړي، خو مهمه داده چې پاکستان له خپلو تېروتنو څخه عبرت واخلي.